د پرمختګ په اړه /ژوند سر تر پایه زده کړه او پرمختګ دی/ حسیب الرحمن ساحل

ژباړه: حسیب الرحمن ساحل

د پرمختګ تر ټولو ستر راز د انسان په ټاکنه کې نغښی.

ـــ‌جورج الیوت

***

د پرمختګ لپاره بدلون پکار دی او د سل په سله سمون لپاره تل بدلون پکار دی.

ـــ‌ونسټن چرچل

***

د پرمختګ تر ټولو ستر راز حرکت (پیل) دی.

ـــ‌مارک ټواین

***

ژوند سر تر پایه زده کړه او پرمختګ دی.

ــــ‌لاپولاید

***

که غواړئ چټک پرمختګ وکړئ، ناسته پاسته مو له پیاوړو او کتاب ویونکو ملګرو سره دوه برابره کړئ. دا یوازې زما نه، بلکې د نړۍ تجربه ده.

ــــ‌چارلز جونز

***

هغه قوم ترقي او پرمختګ نه شي کولای چې له کوره خځلې کوڅې ته وغورځوي او بیا په حکومت نیوکې کوي، چې دومره بېکاره دی چې ښار هم پاک نه شي ساتلی.

ــــ‌فخر افغان پاچاخان

***

تاسو به تر هغې پرمختګ ونه کړئ چې د وخت له بدلون سره خپل ځانونه بدل نه کړئ.

ــــ‌فخر افغان پاچاخان

***

د پرمختګ لپاره یو څه لېونتوب هم پکار دی.

ــــ‌پاولو کویلیو

***

د پرمختګ لومړنی شرط د سانسور ختمول دي.

ــــ‌جورج برنادرشاو

***

د ستونزو له ګاللو پرته پرمختګ ناشونی دی.

ــــ‌انټوني رابېنز

***

ستر او غټ پرمختګونه د ډېر زیار او زحمت پایله ده.

ــــ‌ (…)

***

که په خپل کسب او کار کې سم فعالیت وکړئ، هېڅوک نه شي کولای ستاسو د لا زیاتې ګټې او چټک پرمختګ مخه ونیسي.

ــــ‌ډان کنډي

***

که له پرمختګ او بریالیتوب سره رښتینې مینه لرئ، نو خپل کارونه سهار وختي پیل کړئ، ځکه په دې وخت کې برکت وي.

دا هم ولولئ:   د مطالعې ارزښت_ خالد یاسین

ــــ‌حضرت عمرفاروق رضی الله عنه

***

که مزدور نه وای، پانګه والو هېڅکله هم پرمختګ نه شوی کولای. دا  یوازې د هغوی د زحمت تېرولو نتیجه ده.

ــــ‌ابراهام لینکلین

***

وېره د انسان د پرمختګ یوازینی دښمن دی.

ــــ‌فلورانس اسکاول شین

***

یو ځای کېدل پیل دی، یو ځای پاتېدل پرمختګ دی او یو ځای کار پرمخ بېول بریالیتوب.

ــــ‌هنري فورډ

***

اراده یو حیرانوونکی او د تمې خلاف ځواک دی، چې بشر د هغېپه مرسته له حیرانوونکو او لویو پرمختګونو څخه برخمن کېږي.

ــــ‌عبدالباري جهاني

***

د ناشونې او بې ځایه هیلې له لاسه ورکول خپله لوی پرمختګ دی.

ــــ‌ویلیم شکسپېر

***

چټک پرمختګونه، بریالیتوبونه، خوښ  ژوند او پیاوړی شخصیت د مطالعې له برکته تر لاسه کېږي. نو که پورتنۍ ځانګړتیاوې خپلول غواړې، تر هر څه ګټورې مطالعې ته پونده ورکړئ.

ــــ‌البرټ انشټاین

***

خلک له هېڅ شي نه د مسوولیت اخیستنې په کچه نه وېرېږي، له دې سره سره هېڅ شی د مسوولیت په اندازه د انسان د پرمختګ لامل نشي کېدای.

ــــ‌فرانکلین

***

د استاد درناوی ټولنیز پرمختګ دی.

ــــ‌بایرون

***

د بریالیتوب لاره تل د جوړېدو په حال کې ده. بریالیتوب پرمختګ دی، نه د پای ټکي ته رسېدل.

ــــ‌انټوني رابېنز

***

د ټولنیز پرمختګ او سوکالۍ په لاره کې د ناپوهانو او کمزورو خلکو خبرو ته غوږ مه نیسئ.

ــــ‌ناپلیون بناپارت

***

دا به ډېره ستونزمنه وي چې له کوم پرمختګ پرته خپلو ورځنیو کارونو ته دوام ورکوئ.

دا هم ولولئ:   استاد پسرلی؛ په افغاني کرکټر کې د انساني ارزښتونو مدافع! - ارشاد رغاند

ــــ‌ریچارد تمپلر

***

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*