د مطالعې ارزښت_ خالد یاسین

لبکوال: طفیل احمد مصباحي_ ژباړن: خالد یاسین

ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې مونږ مطالعه کوو، خو پهٔ ذِهن کې مو څهٔ نهٔ کېني، بیا د داسې مطالعې ګټه څهٔ شوه؟
ځواب:
شېخ سلمان العوده پهٔ خپل کتاب «زنزانه» کې لیکي چې:
«یو ځل مې خپل شېخ ته شکایت وکړ چې ما یو کتاب ولوست، خو اوس مې پهٔ یاد کې نهٔ شته!
شېخ کجوره راکړه او ویې ویل:
«واخله دا وخوره!»
بیا یې وپوښتل:
څنګه د دې کجورې پهٔ خوړلو سره غټ شوې؟
د «نه» پهٔ بڼه مې سر وخوځاوهٔ. بیا یې وویل:
دا کجوره ستا پهٔ بدن کې ګډه شوه، څهٔ برخه یې غوښه شوه، څهٔ برخه هډوکو ته لاړه، څهٔ پوستکي، نوکانو او ویښتانو ته!
اوس پوه شوې؟
حتا که حس یې هم نهٔ کړې خو کوم کتاب چې ته لولې، هغه هم د دې کجورې غوندې تقسېمږي. څهٔ برخه یې ستا د لغاتو ذخیره پیاوړي کوي. همداسې څهٔ برخه یې ستا پوهه زیاتوي. اخلاق دې ښهٔ کوي او د لیکلو او ویلو انداز دې ښهٔ کوي!

دا هم ولولئ:   د ژوند بدلولو شپږ کوچني عادتونه / کريم اميري

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*