چې د حسن د سپرلو موسم قيب شي / صاحب شاه صابر

چې د حسن د سپرلو موسم قيب شې
زنځيرونه زولنې زمونږ نصيب شې
د حالاتو د نظر څه اعتبار دی
کله زه د غشو ښکار کله رقيب شې
ښاپېري دهغې حسن نه زازېږي
چې زما د تخيل غېږ کښې ترتيب شې
چې د جنګ د لېونتوب ادې مړه نه وي
نه انسان امن ليدی شې نه تهذيب شې
د صابر غوندې هوښيار لېوني برخه
سنګېنونه,شې دارونه شې, صلېب شې
دا هم ولولئ:   مومنانو! نکاح ګانې مو تازه کړئ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*