د بالیووډ د یو بل مشهور اداکار اکشي کمار د کرونا ټیسټ هم مثبت راغی

د بالیووډ د یو بل مشهور اداکار اکشي کمار د کرونا ټیسټ هم مثبت راغی

په هند کې په کرونا وبا لا هم هره ورځ زرګونه کسان اخته کېږي، یاد ویروس بالیووډ کې هم مخ په زیاتېدو دی تازه مشهور او نوموتی اداکار اکشي کمار هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.

اکشي کمار تازه په ټویټر کې لیکلي دي: “مینوالو زما د کرونا ویروس اړوند ټیسټ مثبت راغلی دی، ما ټول اختیاطي تدابیر خپل کړي دي او ځان مې په مکمل ډول کرنتین کړی،ستاسو د دعاوو په هیله ډېر ژر بیرته خپل کار ته راستون شم.”

یاده دې وي چې له اکشي کمار وړاندې د بالیووډ ځینې نور مشهور اداکاران لکه رنبیر کپور،عامر خان،عالیه بیټ،رورن دهون امیتا بچن او داسې نور په کرونا ویروس اخته شوي چې یوشمېر یې ښه شوي او یوشمېر یې لا هم بستر دي.

دا هم ولولئ:   پاکستاني ځوان چې له ترکي مشهور سریال لوبغاړي سره ګڼکپي (ټګي) کړې وه، پولیسو ونیوه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*