مومنانو! نکاح ګانې مو تازه کړئ

لیکوال: راشد یوسفزی / ژباړن: عارف الله حقپرست

  1. (د دې ليکنې د ژباړې يواځنۍ موخه دا ده، چې زه د مسلمان امت پر اوسنيو ډلبازيو، فرقو، فرقه ييزو اختلافاتو او د يوهٔ و بل پر ضد په وړو، وړو خبرو د لويو فتواوو «آن د مېرمنو تر طلاق پورې» له امله له اوسنيو مسلمانانو سخت ناهيلی او کرکجن شوی يم. خدای ج دې وکړي، چې مسلمانان ځانونه وپېژني).

د تکفيري اثارو او ادبياتو يا Heresiographic Literature په اړه په يهوديت، عيسويت او تر ټولو زيات … تر ټولو زيات وېروونکي ليکل په اسلام کې شوي دي. د امام ابوالفرج ابن جوزي بغدادي (تلبيس ابليس)، د امام عبدالقاهر بن طاهر البغدادي اسفراييني (الفرق بين الفرق) د سخت دريځي فرقه ييز ادب کلاسيک اثار او په وروستنيو کې د مصري عالم امام ابوزهره اثر (المذهب الاسلامية) نوې او جامع بېلګه ده. امام ابوزهره احمديان او بهاييان هم مسلمانان بللي دي. مولانا وحيدالدين خان په (تذکير القران) کې هم قاديانيان مسلمانان ګڼلي دي.
د صوابۍ يوه تکړه او ځوان عالم د (هېڅوک هم مسلمان نه دی) په نامه يو کتاب په ۲۰۱۸م کې ما ته د بيا کتنې لپاره راکړی و. په دې کتاب کې يې د داسې سلګونو فتواوو نقل او اصل بڼې راټولې کړې دي، چې د اسلامي نړۍ عالمانو او مفتيانو پکې د دوی له مذهبي ليدلوري سره د وېښتهٔ هومره مخالفت پر سر د خپل مذهب او مسلک پر عامو خلکو او عالمانو باندې لګولې وې. پر هر يوهٔ باندې يو نه يو چا د کفر فتوه لګولې ده. هېڅوک ترې بچ نه دي. ځينو فکري مکتبونو او مسلکونو خو له ځانه پرته پر نورو ټولو مسلکونو او مکتبونو باندې په لسګونو او سلګونو فتواوې لګولې دي…… په دې تکفيري سيالۍ کې دېوبنديان تر ټولو مخکې دي… او جالبه خبره خو دا ده، چې پخپله پر ديوبنديانو باندې د کفر فتوه د برېلوي مسلک بنسټګر شاه احمد رضا خان برېلوي لګولې وه. د فتوا سرليک (حسام الحرمين) يعنې د حرمينو توره وه او ښايي، چمتو شوې هم په مکه و مدينه کې وه. دا د فتواګانو په تاريخ کې تر ټولو اوږده فتوا ده. دېوبنديانو يې په ځواب کې د (حسام الحرمين اور عقايد علمای ديوبند) په نامهٔ څو سوه مخيز کتاب ليکلی دی.
د (هېڅوک هم مسلمان نه دی) ځوان ليکوال د همدغه تر لاس لاندې کتاب مسوده پسې غځولې او دويمه او تر ټولو زړهٔ راښکونکې برخه يې د (پر ټولو مسلمانانو باندې ښځې طلاقې دي) په نامه ورزياته کړې ده. دا دويمه برخه ډېره پنډه ده. په دې برخه کې اسلامي عالمانو او مفتيانو صاحبانو د بدعت د عجيبو او حيرانوونکو تورونو، سياسي اختلافونو، د مسواک او ږيرې د اوږدوالي غوندې اختلافي موضوعګانو پر سر د نورو ښځې پرې طلاقې کړې دي. د بېلګې په ډول؛ يو چا د مسواک په اوږدوالي کې د يوهٔ انچ کم و زيات اختلاف کړی دی. لانجه يې تر استفتاء رسېدلې ده. مفتي صاحب فتوه ورکړې، چې که کوم سړی د مسواک دومره يا دومره اندازه نه مني، هغه له محمدي ص دين نه وتلی او ښځه پرې طلاقه ده. په دې توګه په ټول امت کې د هېڅ مسلمان مېرمن بې طلاقه نه ده پاتې شوې. د جماعت اسلامي د افکارو په اړه مې يوه فتوه تر سترګو شوه. هسې خو پر جماعت اسلامي باندې مولانا ذکريا کاندهلوي په (احسن الندی لرد مودوی) او مولانا غلام غوث هزاروي شاوخوا پنځهٔ، شپږ کتابونه ليکلي دي. دلته يو بې ساری ټکی دا و، چې فاضل مفتي صاحب د ديني او شرعي حوالو له راوړلو وروسته په پای کې ليکلي وو، چې ” له پورتنيو خبرو وروسته چې هر څوک د ښاغلي (مسټر) مودودي منونکی يا هم فکره وي، مېرمن پرې طلاقه ده “. طلاق خو خير زما غوندې د تلپاتې ناوادهٔ کړي (مجرد) په نظر کې کومه مهمه خبره نه ده، خو مفتي صاحب ته دا د (مسټر) کلمه ولې ښکنځل ښکاره شوه؟ دې خبرې زه ګنګس کړی يم.
د مېرمنې تر طلاقه راياده شوه. د تېرې پېړۍ د وروستۍ لسيزې په پيل کې په مالاکنډ سيمه کې د مولانا صوفي محمد (تحريک نفاذ شريعت محمدی) په زور و شور سره راپورته شو. له (و من لم يحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون)….. (و مشرکون) آيت نه په استنباط سره د دغه تحريک مشهوره او د خوښې وړ فتوه دا وه، چې هر څوک چې يوه قضيه دولتي/ سرکاري محکمې ته يوسي او يا کوم مدافع وکيل ته ورشي، هغه مشرک او کافر دی… ترې لاندې په غټو ټکو ليکلي وو:
(او ښځه پرې طلاقه ده)
پر امت باندې د ښځو د طلاقولو کيسه يواځې د هند د نيمې وچې تر علماوو او مفتيانو پورې محدوده نه ده. د مېرمنو د حقونو د نړيوال تحريک لخوا په ۱۹۹۳م کې (د ښځو پر ضد د هر ډول تبعيض په کنوانسيون) يا Convention of All Forms of Discrimination کې په مصرۍ پلازمېنه قاهره کې د ښځو د حقونو په اړه کانفرانس جوړېدهٔ. ازهر پوهنتون د دغه کنفرانس کلک مخالفت وړ او د ازهر شيخانو په خپلو فتواوو کې وليکل، چې په دغهٔ کنفرانس پورې که هر سړی په هره بڼه تړاو ولري، د محمدي ص شريعت له مخې پرې ښځه طلاقه ده. عجبيه او غريبه خو لا دا وه، چې له واتيکان څخه پاپ جان پال د ازهر پوهنتون د دغه دريځ بشپړ ملاتړ وکړ.
نه پوهېږم، چې ولې د ټول امت د مېرمنو د طلاقېدو په اړه د دغو سپېڅلو او کلکو فتواوو په لوستو لږ ډاډه شوی يم، چې زما د تلپاتې مجردۍ په قضيه کې خامخا کوم غيبي حکمت پټ دی.
Rashid Yousafzai

دا هم ولولئ:   مینې ته درانه ګورم/ غزل صاحب شاه صابر

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*