مینې ته درانه ګورم/ غزل صاحب شاه صابر

مينې ته درانه ګورم

هر ښکلي ته ښه ګورم

مه کوه يرېږمه

سترګو ته دې نه ګورم

ستا د سترګو سوى يم

ځم چرته اوبه ګورم

خپل پرهر ته وګورم

ستا د حيا سره ګورم

ستا د بڼو بد اخلم

زور به د خپل زړه ګورم

خداى شته چې خداى ومنم

تا ته چې سم وګورم

ته او زما خوا نيول

دا څه وينم څه ګورم

دا هم ولولئ:   مومنانو! نکاح ګانې مو تازه کړئ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*