باب دی په بیان د مینه کې / سیال یوسفي

ژباړه او زیاتوونه: سیال یوسفي

تېره ورځ مې د یوه ایراني پوهنتون د پورفیسور رشید کاکاوندي چې حافظ شناس هم دی، بحث اوریده چې د مینې، عشق او انسانياړیکو په تړاو یې کاوه. بحث ډير اوږد او ډير ژور و خو ما ترې څو ټکې له ځان سره نوټ او بلکې شارټ نوټ کړل چې ستاسې مخې تهیې ږدم.

عارفان او پوهان وايي مینه د انسان له خلقت سره د انسان په وجود کې موجوده ده او له ازله ورسره راغلې ده. او دا هغه امانت دی چېاسمان انسان ته ورکړی دی. مینه په اصل کې د انسان، انساني او بشري خاصیت دی خو باریکي دا ده چې دغه خاصیت یا ماهیتنړۍ ته راتګ سره غیر فعال وي او باید په انسان کې فعال شي. بشر د خپل دغه خاصیت د فعالیدو لپاره په معشوق یا خپل هغه نیم ورکيپسې ګرځي. ترڅو هغه ازلي پیوند چې د بشر او د مینې ترمنځ دی هغه رامنځ ته شي.

په ساده الفاظو که یې ووایم، دا مینه زموږ او ستاسې په وجود کې شته، دا مینه د یوې ورکې پسې ګرځي چې بشپړه یې کړي یا زموږترمنځ مکمله شي، او دغه ورکې برخې پسې موږ ټول عمر ګرځو. کله نا کله یې ومومو کله نا کله پکې اشتباه شو او په تېروتنې سره لهاصلي مسیره واوړو هغه هم په دې ګومان چې دا به زموږ هماغه نیمه ورکه برخه وي، خو هغه نه وي.

ډيری پوهان، علما او عرفا په دې عقیده دي چې د انسان، انسان توب یا انسانیت په مینه ولاړ دی.

فارسي شاعر او لیکوال جامي؛ په هفت اورنګ کتاب کې یوه کیسه کړې چې یو ناشنا او نابلد مسافر یوه ښار ته ننوت. د مسافر ټولههستي او نیستي یو خر و. خو ښار ته د راننوتلو پر مهال ترې په ګڼه ګوڼه کې ورک شو. نا اشنا مسافر ډير په خپله خره پسې وګرځيد خوپیدا یې نه کړ نو ښار ته ننوت چې له چا پوښتنه او معلومات وکړي خو ښار کې ډير کم خلک ښکاریدل. مسافر د ښار جامع جومات تهورسید نو چې و یې کتل ټول خلک دغه جومات کې راټول دي او یو شیخ ورته وینا کوي. نابلده مسافر ځان د شیخ خواته ورسوه او له هغهیې غوښتنه وکړه چې یا شیخ! دلته ډیر خلک راټول دي، د ښار ټول اوسیدونکي دلته دي، زما خر ورک دی که یو د ورکې اعلان راته وکړې.

دا هم ولولئ:   تخلص باید څنګه وټاکل شي؟

شیخ ورته وویل؛ حوصله وکړه، زه به مې وینا ختمه کړم او بیا به ستا د خره د موندلو لپاره اعلان وکړم. شیخ هر اړخیزې خبرې وکړې او لههرې زاویې او هرې برخې یې پندونه او نصحیتونه وکړل.

یوه ځای ته را ورسید چې پکې بحث پر مینه، محبت او عشق را وڅرخیده.

شیخ پر خلکو غږ وکړ چې دې ټولګه کې، یانې تاسو کې، داسې څوک هم شته چې مینه یې نه وي کړي؟

د ګڼې ګوڼې له اخره یو لاس پورته شو نو شیخ نابلد مسافر ته مخ ور واړوه چې، مبارک دې شه، خر مې دې وموند، هغه دی، در وا یې خلهاو ځان سره یې بیایه!!!

دلته جامي دې تیوري ته د خلکو پام ور اړوي چې که مئین نه یې نو حتی انسان نه یې.

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د ملایکو له انسانانو سره په پرتلنه کې د ملایکو ضعف یا کمزورتیا یوه دا ده چې ملایکو ته خدای مینهنه ده ډالۍ کړې، مینه یې د وجود برخه نه ده، هغوی مئینیدای نشي.

د یونان او روم په افسانو کې راغلي چې، انسان په لومړیو کې ډير قوي او ډير جسیم او غښتلی و.

څلور یې لاسونه درلودل، څلور یې پښې وې او دوه زړونه او دوه یې سرونه یا ماغزه وو، ډير څه چې یې غوښتل کولای شول. نو د اولمپخدایانو له ځان سره فکر وکړ چې انسان باید داسې بشپړ او کامل او پیاوړی نه اوسي ځکه دوی ته بیا سرخوږی جوړولای شي.

هغوی انسان په منځ نیم کړ او بیا یې دوه لاسونه، دوه پښې او یو سر پاتې شو او نیمګړی شو، چې اوس ټول عمر د خپلې هغې نیمېورکې برخې پسې ګرځي او چې کله یې مومي نو بیا بیرته هماغه ډول پیاوړی او بشپړ کیږي.

دا هم ولولئ:   سیلابونه او د سیلابونو په مقابل کې حفاظت

په عرفاني کتاب مرصاد العباد کې چې د نجم رازي لیکنه ده؛ د بشر د خلقت په بحث کې، زړه داسې یو غړی یادوي چې د خدای لهحضور راړول شوی، یانې د انسان نور وجود که له خاورې جوړ وي، د مینې ځای (زړه) داسې یوه عضو یا غړی دی چې له الهي محضرراوړل شوی او د انسان په وجود کې اچول شوی، بیا چې کله ادم ع ته ساه ورکړل شوه او جنت ته واستول شو نو زړه چې له الهيحضوره راوړل شوی، دغه جدايې یې نشوه زغملی او تل پریشانه او نا ارامه و، ادم ع هم ورسره د دغه روایت له مخې پریشانه او خفه و اوغوښتل یې بیرته د خدای حضور ته ولاړ شي.

الله ج بیا یو تدبیر کوي او حوا پیدا کوي. ترڅو د مینې مرکزیت لږ د حوا لور ته راښکل شي او د زړه نا ارامي او پریشاني ورسره کمهشي. نو له دې روایت دا څرګندیږي چې د انسان پر وړاندې د انسان مینه، د دوه موجوداتو اړیکه، الهي مینې او حضور ته د رسیدوسرچینه او لامل دی. عارفان او پوهان دغه پړاو او مزل ته په اشارې سره وايي؛ (المجاز قنطرة الحقیقة) یانې مجاز، حقیقت ته د رسیدو پلدی.

خو دا چې د انسان ټوله مینه او حواس بیا بل انسان ته جذب کیږي او خدایي حضور او مینه ترې هیریږي او پاتې کیږي، دا بیا د انسانخطا او تېروتنه او لنډ فکري او کوتاهي ده.

مولانا وايي :

عاشقي ګر زین سر و ګر زان سر است

دا هم ولولئ:   جنت ته د عثمان کاکړ راتګ او له خوشال بابا، ميرويس نيکه، باچا خان او خان شهيد سره يې ليدنه .....

عاقبت ما را بدان سر رهبر است

مولانا یو بل ځای په نی نامه کې بیا نفرین او ښیرا کوي هغه چاته چې مئین نه دی او مینه یې نه ده کړې.

آتش است این بانګ نای و نیست باد

هرکه این آتش ندارد، نیست باد

آتش عشق است که اندر نی فتاد

جوشش عشق است که اندر می فتاد

حافظ بیا هغه څوک چې مئین نه دی یا یې مینه نه ده کړې، هغه هیڅ د ژوندو په کتار کې نه شمیري:

هر آنکس که در این حلقه نیست زنده به عشق

بر او نه مرده به فتوای من نماز کنید

یا دا وايي؛

هر ګز نمیرد آن که دلش زنده شد به عشق

ثبت است بر جریده عالم دوام ما

یانې هغه چې په مینه ژوند نه دی، زما په فتوا یې د جنازې لمونځ وکړئ، ځکه بې مینې انسان مړ دی.

او هغه چې زړه یې په مینه پايي او په مینه ژوند کوي، هغه تر زړه تر  ابده نه مري.”

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*