په سختو ورځو کې څنګه قوي و اوسو!؟

ژباړه: منتشر شاهي

ممکن ژوند په خپلو سختیو او حوادثو موږ غافلګیره کړي، ډیر کله داسې کیږي چې ټول مصیبتونه ناڅاپي او هممهاله راڅرګندیږي او پدې توګه موږ دې پایلې ته رسیږو چې دا قوي توپان پای نه لري خو هر کله چې دا زده کړو چې له ستونزو سره څه ډول چلند وکړو او څنګه خپل ذهن له منفي سناریو جوړونې راوګرځو نو ددې جوګه به شو چې د تسلیمۍ، ناهیلۍ او ناکامۍ پر ځای، د بریالیتوب او ځان ژغورنې مزه وڅکو.
په دې وړ شرایطو کې هر څه ستاسو په ځان باور او ظرفیت پورې اړه لري، نه یواځې ددې لپاره چې نجات ومومي بلکه د رشد او پرمختګ لپاره مو هم. په دې مطلب کې له موږ سره ووسئ تر څو درته ووایو چې څنګه په خپل ډار غلبه وکړي، په ځان باور لوړ کړي او بریا ته ورسیږي.

۱- د هغو شیانو په اړه چې لري یې فکر وکړئ نه چې نه یې لري.

تاسو همغه یي چې یي، هغه څه لري چې همدا اوس درسره دي. دومره مو هم وضعیت خراب نه دی، که داسې نه وای نو اوس به ددې مقالې د لوستلو جوګه هم نه وي.
مهم مسأله دا ده چې هغه مثبت فکر ومومئ چې تاسو ته الهام دربښي، په ژوند کې د پرمختللو انګیزه درکوي. په نوموړي فکر پسې ونښلئ او تمرکز پرې وکړئ. ممکن زړه ته دروګرځي چې په ژوند کې ډیر څه نه لری او یا هېڅ نه لري، خو ذهن مو لري چې تاسو ته انګېزه درکړي. په ژوند کې د پرمختللو لپاره همدومره شي هم کفایت کوي.

۲- کله نا کله به ماتې خوري.

هر څومره ژر چې دا مسأله ومني، په ژوند کې به ژر پرمختګ وکړي. هیڅکله سل سلنه مطمین کیدای نه شي چې هر کار به مو اغیزمن وي خو په دې سل سلنه ډاډمن ووسئ چې هېڅ کار نه کول به مو هېڅ اغیز و نه لري. د یو کار ترسره کول سره له دې چې له تېروتنو سره مله وي، له هېڅ کار نه کولو په کراتو ښه دی. نو، له ګوښه نېشینۍ راووځئ، یو کار وکړئ. یا به بریالی شي او یا به له ژونده یو درس واخلي. په دواړه حالتونو کې بریا ستاسو ده.

دا هم ولولئ:   د ليکوالانو ۲۸ تېروتنې / منتشر شاهي

۳- ستونزې مو له هغه څه چې دي مه لویوئ.

باید اجازه ور نه کړئ چې لویه توره وریځ مو ټول اسمان وپوښوي، ستاسو د ژوند په یو برخه تل د لمر وړانګې پریوځي. ځینې وختونه باید خپل احساس له پامه وغورځوي او په دې فکر وکړي چې د کومو شیانو لایق یي.

۴- اجازه ورکړئ چې درد او خوند هممهاله شتون ولري.

هیچا ته خوند نه ورکوي چې تل دې ناروغ وي، څلورویشته ساته او ټوله اونۍ دې درد وزغمي نو بناً له هغه څه واټن اخیستل چې درد درکوی، چندان بد کار نه دی. حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې هم د خوند شیبې موجودې وي مثلاً که ارواي حالت مو ډیر خراب وي کولای شي ډاکټر ته ولاړ شي یا کوم نېږدې ملګری ته ورشی یا یې دروغواړي، قدم سره ووهي، د زړه خواله سره وکړي، چیشي وخوري، سینما ته ولاړ شي یا بل هر مصروفیت چې طبعیت مو ورسره بدل شي.

که په ژوند کې مو کومه بده پېښه شوې او حتی د موسک کېدو انرژي هم په ځان کې نه ویني نو ددې انتظار مه باسئ چې د درد موده مو کاملاً پای ومومي او بیا عادي ژوند ته راوګرځي بلکه له کوره ووځئ، په یوه کار ځان بوخت کړئ، هر څه مو چې زړه غواړي ترسره کړئ، په کتابپلورځیو وګرځئ، فلم وګورئ او یا چېرته په چکر ولاړ شئ. دا کار په دې مانا نه دی چې تاسو درد نه لري بلکه ځان ته فرصت ورکوي، استراحت کوي او په دې توګه مثبته انرژي بیا مومي.
درد او ربړې په عجیبه توګه موږ د خوښیو او ښو شیبو په قدر پوهوي، په ژوند کې مو موجوده نعمتونو، شتوو او فرصتونو ته متوجې کوي او له هغوي څخه د وضعیت د ښه کولو په لار کې د استفادې انګیزه رابښي. ژوند هېڅکله د ورته تجربو ټولګه نه ده، غم او ښادي اوږه په اوږه سره په کې درومي او مهمه ده چې تګ ورسره زده کړو.

دا هم ولولئ:   د ونو، د ګلونو، د رڼو اوبو ادکې | سیال یوسفي

۵- هغه موقیعتونه چې مسولیت یې نه مني، نه شي بدلولی.

زیکمونډ فرویډ ویلي:” ډیری خلک آزادي نه غواړي، ځکه آزادي مسولیت پذیري غواړي او اکثریت خلک له مسولیته ډاریږي.” مه پریږدي چې تاسو هم له همدې ډلې ووسي. هر کله چې نور خلک د هغه څه لپاره چې زموږ په ژوند کې پېښ شوي، ملامتو. په اصل کې له مسولیته تښتو.
ځانونه به نه سره تیر باسو، د خوشالۍ او خوشبختۍ قیمت، مسولیت منل دي. همغه ګړۍ چې نور خلک او شیان د خپلې خوشبختۍ او خوشالۍ له مسولیته آزاد کړو، د خوښۍ او خوشبختۍ مزه به وڅکو او دا چې اوس خفه یوو په هېڅ وجې د بل چا کار نه دی.
هرې ستونزې ته د ښوونځي د یوې کورنۍ دندې په توګه وګورئ. له ځانه وپوښتئ،”دغه وضعیت کوم درس راکول غواړي؟” زموږ په ژوند کې موجود هر موقیعت د زده کولو لپاره په ځان کې یو درس لري. ځینې یې دا دي: قوی شئ، اړیکې مو پاکې کړئ، په غریزو مو باور ولرئ، مینه مو ښکاره کړئ، بښنه وکړئ او دا زده کړئ چې کله او چېرته باید بښنه وکړئ، نوی شی امتحان کړئ، ځان له منفي ګرا خلکو لرې وساتئ، هر کله چې د خپل ژوند منفي ټکي لرې کړي هله به ځای مثبتو هغو ته وزګاریږي، ژوند دې ته ډیر لنډ دی چې تاسو یې له هغو کسانو سره تیر کړي چې غواړي ستاسو خوشالۍ او خوشبختۍ درنه غلا کوي، له منفي خلکو لرې ووسئ ځکه چې هغوی به ستاسو عزت نفس او په ځان باور له منځه یوسي، ځان له هغو مثبتو کسانو سره بوخت کړئ چې په تاسو کې مثبت او ښه شیان ویني…

دا هم ولولئ:   محمد او ماریا / همایون همت

۶- یوازې تاسو ستونزې نه لري.

که د خپل کوم ملګري لپاره په تشویش یاست او خوب نه درځي، که فکر کوی په هغه کچه چې ارزښت یې لري، مینه نه درسره کیږي او یا له دې ډاره چې ماتې و نه خوري د نوي شیانو له تجربه کولو ډډه کوي. ددې ټولو کارونو کونګ په دې دلالت نه کوي چې خدای مه کړه تاسو لیوني شوي یاست یا د کوم شي په درد نه خوري بلکه دا په دې دلالت کوي چې تاسو هم د نورو خلکو په څېر یو انسان یاست او د ځان سمبالولو لپاره وخت ته اړتیا لري. نو تاسو یوازې نه یاست، که د ژوند په کوم ځای کې د ډار احساس کوي نو په ياد ولري چې شاوخوا مو ډیر داسې کسان شتون لري چې له ورته وضعیت سره مخامخ دي.

۷- تر ټولو لوی ډار مو اصلاً شتون نه لري.

 کله چې ژوند سختیږي، د خپل زړه خبر منل او د نوي ګام پورته کول خورا سخت بریښي خو بدترین کار دا دی چې ډار ته وخت ورکړو تر څو زموږ مخه ونیسي. سمه ده چې ممکن ډار، ډارونکی شي وي او کولای شي تر هر څه ډیر انسانانو ته ماتې ورکړي خو باور وکړي په هغه کچه چې موږ وخت ورکوو، غښتلی نه دی. ډار همغومره چې زموږ ذهن اجازه ورکوي، غښتلی کیږي. لا هم کولای شو اوضاع کنټرول کړو.
د راز خبره دا ده چې لومړی باید خپل ډار وپیژنو او بیا مخامخ ورسره مبارزه وکړو. که غواړی چې خپل ډار ته ضربه ورکړی نو باید ورسره مخامخ شئ. ددې لپاره باید شجاع ووسو او دا مو دې هم په یاد وي چې شجاعت په دې مانا نه دی چې و نه ډار شو بلکه شجاعت دا دی چې اجازه ور نه کړو تر څو ډار زموږ مخه ډب کړي او باعث شي په ژوند کې پرمختګ و نه کړو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*