د ليکوالانو ۲۸ تېروتنې / منتشر شاهي

ژباړن: منتشر شاهي

۱په ليکوالۍ کې نن او سبا مه کوئ!

۲د غږيدو پر ځای، په اثر کار وکړئ.

۳هڅه مه کوی چې د نړۍ بهترين اثر وليکی او له ماتې هم مه ډاريږي.

۴سترګې مه تړه؛ ژوند‌ د يو ليکوال له سترګو وګوره.

۵د ليکلو پر وخت ايډيټ مه کوئ. ددې لپاره چې ليکل مو تحسين يا نقد پرې وکړي؛ ليکل مه دروئ.

۶عمومي مه غږيږي، له خاصو صفتونو استفاده وکړئ.

۷نقل مه کوي، و يې ښيي. د اوږدو روايتونو پر ځای له خبرو اترو او پېښو استفاده وکړئ.

۸له ياده مه باسي چې له تشبيه او تضادونو څخه استفاده وکړئ.

۹له صفتونو ډيره ګټه مه اخلي. له جانداره فعلونو استفاده وکړئ.

۱۰له کليشو، توصيفي کلمو او شعارونو څخه ګټه مه اخلئ.

۱۱په نقطه‌ګزاريو کې ډير افراط مه کوئ.

۱۲د خپل اثر مضمون له ياده مه باسئ.

۱۳له ياده مه باسي چې ليکنه مو بايد پيل، منځ او پای ولري.

۱۴د خپل اثر د‌ اجزاو تر منځ تعادل له ياده مه باسي او حاشيو ته مه ځئ.

۱۵خپل شخصي حالات مه بيانوي، له لوستونکي سره اړيکه ټينګه کړئ.

۱۶شخصي يې مه ليکلئ، عمومي يې ليکئ.

۱۷وعظ مه کوئ، خپل شخصي نظريات مه بيانوي؛ پريږدي چې لوستونکی یې پخپله کشف کړي.

۱۸فکر مه کوئ چې داستان دروغ دی، د اثارو اساس مو رښتونولي ده.

۱۹څيړنه له ياده‌ مه‌ باسي خو په استفادې کې يې افراط مه کوئ.

دا هم ولولئ:   احسان / استاد قیام الدین خادم

۲۰له لومړي راوي ډيره ګټه مه اخلي. که غواړي چې اثر مو چاپ شي له دريم راوي څخه استفاده وکړئ.

۲۱له بيا ليکلو مه داريږئ.

۲۲اجازه مه ورکوي چې جزئي تشويشونه مه پاذاب کړي.

۲۳اړتيا نشته چې ټول دې ستاسو د اثر مخاطب ووسي.

۲۴د خپل مېرمنې، ملګري، کورنۍ او لارویانو انتقادونو ته غوږ مه ږدئ.

۲۵په دې پسې مه ګرځي چې استعداد لري او کنه.

۲۶د «په يوې شپې ميليونر کېدو» خوب مه ويني، حداقل لس کاله په کار دي چې په يوه شپه کې بريالي شي.

۲۷ډارونکی ناول مو تفريحي مجلو ته مه ليږي، وګورئ چې اثر مو بايد د‌ چاپ لپاره چېرې وليږي.

۲۸مايوسه کيږي مه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*