قبضیت (Constipation) څه ته وایي؟

لیکوال: ډاکټر نبي الله سادات


قبضیت (Constipation) څه ته وایي؟
نښې نښانې او عوامل یې کوم دي؟
درملنه او مخنیوی یې څه دی؟

قبضیت: که په ورځني ژوند کې مو ‌‌‌‌‌‌ډکې بولې په سمه توګه نه خارجیږي او یایې د د خارج کولو لپاره زور وهنې ته اړ کیږئ همدې ته قبضیت وایي.

نښې نښاني signs and symptoms:
• که د یوې هفتې په اوږدو کې درې ځله او یا تر دریو ځلو کمې ‌ډکې بولې خارجوئ نو پر قبضیت اخته یاست.
• شخې او کلکې ‌‌‌‌‌‌ډکې متیازې چې د خارج کولو لپاره یې زور وهلو ته اړتیا وي قبضیت ښکاره نښه ده.
• د غټو کولمو په لاندنۍ برخه یا rectum کې د دروندوالي احساس خاصاتً د قضأ حاجت نه بعد د قبضیت پر شتون دلالت کوي.
* دمعدی درد یا څریکه
علتونه: Causes
قبضیت ‌‌‌‌‌‌ډیر علتونه لري مهم یې دا دي
• د اوبو کم څښکل
• په خوړو کې د فایبر نشتون یا کم شتون.
• رواني او عصبي ناروغۍ.
• د کولمو ناروغۍ
• د معدې التهاب او زحمونه
• د فزیکی فعالیت نشتون
• د عمر ‌‌‌‌‌‌زیاتوالې هم د قبضیت سبب ګرځي
* په زیاته اندازه د شیدو او پنیر خوړل

درملنه Treatment :
د قبضیت د درملنې لپاره تر ټولو غوره لاره د قبضیت اصلي علت پیدا کول دي.
د luxative درمل،اسپغول،د اوبو څښکل ،ورزش کول او سبزیجات خوړل

مخنیوې: Prevention
•فایبر لرونکو خواړو استمعال (شنه سبزیجات)
•په ورځ کې لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه څښل
•تمرین کول

که قبضیت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي څه اخطلاتات (Complications)به پيښ شې؟
• بواسیر
• د مقعد زخمونه anal fissure
•د کولمو سورې کیدل او anorecta fistulas
• د سر دایمې دروندوالی او ګنګسیت.

دا هم ولولئ:   د وينې د لوړ فشار اتهه خطرناکه نښې نښانې!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*