محمد او ماریا / همایون همت

لیکوونکې: ارزو ـ نوري. ژباړه: همایون همت

یوه ښځه او خاوند چي ډېر غریب وه، زموږ د کور په شا و خوا کې یې ژوند کاوه.

زموږ د کلي خلګو به لېوني بلل، او د لېونیانو په څېر یې سلوک (رویه) ور سره کول، په ډبرو بې وشتل، او په هغوی بې پسخند وهئ.

دا ښځه ډېر مینه ناکه وه، خو خلګو به دې ته لېونۍ او محمد ته لېونی ویل.

ښه مې په یاد دي چي ماریا او محمد سوال ګر، غریب او بېچاره وه، خو له یو بل سره یې ډېره مینه کول.

یو پر بل عاشق وه، لېدل به مې چي په هر ځای کې د یو بل تر څنګه وسېدل او د یو بل لاس بې نه یله کول.

زما په نظر لېونۍ ښځه ډېره هوښیاره وه، دوی په خپل منځ کې دومره مینه کول چي حد یې نه وو.

بې له دنیا، پیسو، خیال او ښه کور څخه هم بې برخې وه.

دوی په یوې کوچنۍ نړۍ کې چي څلور دېوالونه او یو کوچنی کور، هغه هم نیمی لوڅ وو وسېدل.

په خپل منځ کې بې همېشه په مینه خبري کولې، او خندل بې.

چي کله به ژمی سو، محمد به د څړک د غاړي څخه بوټي، یا لرګي را ټولول، کور ته به یې را وړل، او کور بې تو دوی.

له هغه ورسته به ماریا وبه ورته تو دولې.

یو له مینه ناکو جملو څخه چي محمد به ماریا ته کول، پر تا عاشق یم، مینه در سره لرم، عشغمو بې خندل، هاهاها.

یا بې دا جمله نه وه زده یا بې درسته نه سوای تلفظ کولای.

دا هم ولولئ:   زوی او پلار/ همایون همت

دا چي محمد او ماریا ډېر زیات غریب وه، نو دوی به د کابل په کوڅو کې په یوې ډوډۍ په سې د شپې او سهار حیران او سر ګردانه ګرځېدل.

زړه مې ډېر پر سېځل کېده، همېشه به مې پلار ته ویل:

پلار جانه یو څو پیسې ماته را کړه، چي زه د محمد او ماریا سره کمک وکړم، ځکه هغه وږي دي.

خو پلار به مې په پسخند راته وویل: چي یایا نې در کوم، هغه لېوني دي، هغوی ته مه ور نژدې کېږه!

زما له پاره ډېره جالبه وه، که څه هم هغه لېوني وه، خو موږ ته یې تاوان نه رسوی.

خو ولي؟ بر عکس چي موږ تر هغو هو ښیار هم وو، خو په ډبرو به مو وشتل او پر خندل به مو.

خو ما دوی ته هیڅکله د لېونیانو په سترګه نه کتل.

کله چي به مې د مور او پلار په پټه دوی ته ډوډۍ ور وړل، ماریا به زه نازولم، قصې به مو کولې، خندل به مو، او زه یې د خپل زوی په څېربللم.

یوه ورځ مي د کلي خلګ ولیدل چي ددوی د کور سره جمعه سوي دي، او له یو بل سره وایي چي دا غل ووهئ.

ومې لیدل چي خلګ محمد وهي، ځکه هغه د یوې ډوډۍ په غلا تورن وو.

ولي؟ د هغه په لاس کې ما ډوډۍ ونه لیدل.

غوښتل مې چي ځني خلاص یې کړم، مګر زه کو چنی وم، زما له وس کار نه وو، خو محمد ډېر ضعفه بدن او ډنګر سړی وو، او نه یېسوای کولای چي وهل وزغمي.

دا هم ولولئ:   په نظامونو کې فساد ولې کېږي؟ / ډاکټر مبارک علي

د وهلو په وخت کې بې ویل، مریا، ماریا جاني

ما غلا نه ده کړې، د ډېرو وهلو او شدید زخم څخه یې هغه ورځ ساه ور کړ، او مړ سو.

په هغه شپه د محمد د مرګ ورسته ماریا ټوله شپه په ویښه تېره کړل، او ژړل یې.

ویل بې زما محمد مو ولي ووژئ؟

زه د دې کلي له خلګو سره مینه نه کوم، نې کوم

د شپې څخه تر سهاره یې بغاري زموږ تر کوره را تلې.

په هغه شپه مي تر سهاره خوب ونه کی.

په همدې شپه مي تر غوږو د یو شي دربی وو، شاید یو شی یې کېندی.

خو نه پو هېدم، چي دا دربی چیري وو.

په سبا ورځ چي لمر را وختی او رڼا سوه، د ماریا د کور په طرف روان سوم، غوښتل مې چي ډاډګیرنه ورکړم.

هغه ځای ته چي و رسېدم، ګورم چي د پخوا په څېر بیا خلګ سره را ټول سوي وه.

خو ماریا خپل کوچنی کور خراب کړی(نړولی) وو.

ټوله شپه یې ددې کور په نړولو تېره کړې وه.

کوم کور چي دې محمد ته جوړ کړی وو.

خلګو ویل: څه کار کوې اې لېونۍ ښځې؟

ټولو په ماریا پوري خندل، او ننداره یې کول.

هغه لحظه مې ولیدل چي هوښیارانو د یو کس ژوند تباه کړ، د همدې تباهۍ ننداره ئې کول او پوري خندل یې.

ماریا ټول کور ونړوی، خو کله چي د کور اخیرنۍ خښتې ته ور سېدل، هغه خښته یې را واخستل، او په زړه پوري یې ونیول.

دا هم ولولئ:   د لیکوالۍ فن او مهارت_عبدالله حکیمي

او خلګو ته یې مخ را واړه وی، او وې ویل: دا هغه اوله خښته وه چي ما او محمد په ګډه سره یښې وه.

خو تاسي ظالمانو هم کور هم محمد را څخه وا خستی.

هیڅ شی بل ماته پاته نه سو، به غیر له دغې یاد ګاري خښتې څخه چي دا د محمد د لاس نښه ده.

غواړم چي له دې محل یا کلي څخه ولاړه سم.

ماریا هغه خښته په غېږه پوري ونیول، په ژړا او فریاد روانه سوه او ولاړه، چي بیا هیڅکله را نه غله.

نو له دې پیښې ورسته ما دا تصمیم ونیوي، چي د خپل زوی نوم به محمد او د لور نوم به ماریا ایږدم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*