په دښتو کې جنتونه_لندیز ارمان مهربان

لیکنه: نبي الرحمن ارمان

ځينې وخت کله چې يو څوک له مطالعې سره خسته او ستړی شي، د دمې او آرام جوړولو لپاره يې ښه لاره داده چې کتاب بند او پر ځای يې يو ښه روان نثر لرونکی “ناول” او يا يو “يونليک”مطالعه کړي. د ښه او انتخابي يونليک د ټاکنې راز په هماغه يونليک ليکونکي/ليکوال کې نغښتی دی. که ليکوال په دې برخه کې تجربه ولري اثر يې له ډېر تود هرکلي سره مخ کېږي. “په دښتو کې جنتونه” يونليک زما لپاره له غوره يونليکونو څخه دی. نوموړی يونليک چې ځوان ژورنالیست او لیکوال”ښاغلي نعمان دوست” په دوو برخو لومړی يې په “دښتو کې جنتونه” او دوهمه برخه يې “د فاطمې اوښکې” کې ليکلی دی. لومړی برخه کې د ليکوال متحده عربي اماراتو ته د سفر او دوهمه برخه کې يې روم ته د خپل سفر پر مهال يادښتونو باندې سپينې کرښې تورې کړې دي.
په يونليک کې د خوند ټکۍ دا وي، چې ليکوال پکې د خپل سفر پر مهال د خپل هيواد هر اړخيزه،لازمه او بې طرفه مقايسه ترسره کړي. له نيکه مرغه چې همدا خواږه د دوست په دې يونليک کې پراته دي. ددې يونليک د لوستو پر مهال ليکوال تاسو په ډېر هنر او جادويي ډول د سفر ملګري جوړوي. او تاسو ته دغه دوه احساسه درکوي. لومړی ښه او خوښ احساس په دې درکوي چې ليکوال د مقايسې کولو پر وخت تاسو د خپل وطن له ښايستونو او ارزښتمنو اثارو… باخبره کوي او يو ډول وطني غرور درپکې راپاروي. بد احساس يې بيا دا دی چې پردې جنتي وطن چې پخوا به يې غېږې ته له ګردې نړۍ څخه سيلانيان راتلل، خو اوس د مسلط شويو چارواکو، زورواکو او ګاونډيانو له بد نيته او ورانکاره کړنو له امله، دغه خوند جګړې په خپل بد نوم سره وړی دی. دوست صېب له خپل فرهنګ او تاريخ باخبره شخص دی. دی ددې يونليک او سفرنامې د لا خواږه کولو او بشپړولو لپاره په ډېرو چاپي آثارو، ويب پاڼو او ويکپيډياوو کې پلټنې کړي او له ډېرو نورو کسانو يې په شفاهي ډول معلومات راټول دي. همدا وجه ده چې د يونليک ته يې يو خاص او ځانګړي رنګ او خوند ورکړی دی. ددې يونليک د پای ته رسولو پر مهال حتمآ داسې احساس وکړئ:
لکه يو ماشوم چې د ويده کيدو پر مهال يې په خوب کې د خوښې توپ ترلاسه کړی وي.
لکه يو ماشوم چې له لاسه تللي مرغۍ پسې خفه وي.
لکه يوه مور چې خپل شهزاده ځوی د څه وخت لپاره په کلي،ښار او کوڅه کې ترې ورک شوی وي.
لکه يوه مئینه چې غربت ترې خپل معشوق بل وطن ته ورک کړی وي.

دا هم ولولئ:   که نړۍ بدلوې!!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*