نامحدوده یا بې نهایته لوبه( The Infinite Game)_قیام صدیقي

لیکوال:قیام صدیقي

دا د 1968 کال د جنورۍ د دېرشمې نېټې ماښام و. سپوږمۍ روښانه وه. په وېتنام کې د ټیټ(Tet) رخصتي وه او په ټیټ کې دا دود دی چې د جګړې په وخت کې د اوربند غوښتنه کوي. خو دا ځل له دې دود څخه شمالي ویتنام د یو لړ ناڅاپي غافلوونکو بریدونو لپاره کار واخیستو چې دا برید د «ټیټ(Tet) برید» په نوم پېژندل کېږي.

سره له دې چې امریکایي ځواکونه له هر برید سره مقابله کوي– خو د ټیټ په دې برید کې سره له دې چې د شمالي ویتنام د 35,000 سرتیرو د وژلو پر وړاندې امریکایي ځواکونو یوازې څو زره تلفات درلودل– خو بیا هم د ټیټ برید په پراخه کچه د امریکا او ویتنام په جګړه کې د عطف ټکی(Turning Point) ګڼل کېږي چې په دې جګړه کې د متحده ایالاتو د ماتې لامل شو.

دلته یوه پوښتنه راولاړېږي او هغه دا چې امریکا تقریباً ټولې جګړې ګټلي خو ولې یې دا جګړه وبایلله؟

که موږ د ویتنام جګړې ته په ټولیز ډول پام وکړو، نو وبه ګورو چې امریکا په حقیقت کې نږدې ټولې لویې جګړې ګټلي دي. دلته یوه پوښتنه راپورته کېږي هغه دا چې موږ د ګټلو او بایللو په اړه په بشپړ ډول نه پوهیږو یا دا چې زموږ د پوهې له پولو ورهاخوا د «ګټې» یا «بریا» نور تعریفونه هم شتون لري.

د ګټې یا بریا یو تعریف د «نامحدودې یا بې نهایته» لوبې لوبول دي. یا دا به غوره وي چې ووایو د «نامحدودیت ذهنیت» سره رهبري کول دي.

دا هم ولولئ:   ایمان په خپله ژوند دی_صفیه کوچۍ

نامحدوده(بې نهایته) لوبه د محدودې لوبې پر وړاندې

جیمز کارس په 1986 میلادي کال کې د «محدودې او نامحدودې لوبې» په نوم یو کتاب ولیکو. محدودې لوبې هغه دي چې پېژندل شوي لوبغاړي، ټاکل شوي مقررات او توافق شوی هدف لري. خو په نامحدوده لوبه کې بیا پیژندل شوي او ناپېژندل شوي دواړه ډول لوبغاړي شتون لري، مقررات یې د بدلون وړ دي او ددې لوبې موخه ګټل نه دي، بلکې موخه یې دا ده چې لوبه ولوبول شي یا لوبې ته ادامه ورکړل شي.

کله چې یو محدود لوبغاړی (Finite Player) د یو محدود لوبغاړي په مقابل کې لوبه کوي نو سیسټم پایدار(Stable) دی. همدارنګه کله چې یو نامحدود لوبغاړی(Infinite Player) د نامحدود لوبغاړي په مقابل کې لوبه کوي نو دلته بیا هم سیسټم پایدار دی. ستونزه هغه وخت راولاړېږي کله چې یو محدود لوبغاړی د نامحدود لوبغاړي په وړاندې لوبه کوي. دلته محدود لوبغاړی د ګټلو لپاره لوبه کوي، او نامحدود لوبغاړی د لوبې د دوام لپاره لوبه کوي، چې په پایله کې به دوی هر یو خورا مختلفې ستراتیژیګانې انتخاب کړي.

هغه څه چې په پای کې پېښېږي دا دي چې محدود لوبغاړی تل ځان په یوه جنجال کې ښکېل حس کوي او د هغې ارادې او سرچینو له لارې چې په لوبه کې د پاتې کیدو لپاره ورته اړتیا لري، سیالي کوي. دا هغه څه وه، چې متحده ایالاتونه په ویتنام کې ورسره مخ شول. دا ډېره مهمه نه ده چې امریکا ظاهراً جګړه وبایلله، مهمه داده چې امریکا د ګټلو لپاره جګړه کوله او شمالي ویتنام د خپل ژوند لپاره جګړه کوله. امریکا جګړه بایللې نه ده، بلکې امریکا په لوبه کې د پاتې کیدو لپاره اراده یا سرچینې خلاصې کړې او له لوبې لاس په سر شوه.

دا هم ولولئ:   د انسان فکر؛ تر ټولو غوره ټېکنالوژي / قریب آرین

که په افغانستان کې د امریکا ماموریت ته پام وکړو، نو په یقیني توګه ویلی شو چې امریکا دلته هم لکه څنګه چې یې ویتنام کې وکړل، نامحدوده لوبه وکړه. آیا امریکا د دومره قوي او منظم پوځ، امکاناتو، اقتصادي پیاوړتیا او قوي متحدینو باوجود دا لوبه په مطلق ډول نشوی ګټلی؟ په یقیني توګه چې دا کار یې کولای شو خو دلته یو طرف د خپلې بقا لپاره جګړه کوله او امریکا د ګټې لپاره لوبه کوله او د دلته د لوبې دوام خپله د نامحدود لوبغاړي(امریکا) یوه ستراتیژي او په لویه کې بریا ده. او هر کله چې یې په لوبه کې د پاتې کیدو اراده او ټاکلې سرچینې تمامې کړې، له لوبې لاس پر سر شو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*