که نړۍ بدلوې!!

“که نړۍ بدلوې” نومی کتاب چې په لسو څپرکو او اتهه‌اتيا صفحو کې ښاغلي”ميراحمد ياد”له انګليسي څخه پښتو ته په ډېر خواږو الفاظو ترجمه کړئ دی. کتاب د يوه امريکايي پوځي جنرال”ويليم.ايچ مکريون”لخوا لیکل شوی دی.
د کتاب ټوله محتوا په زغم، استقامت او حوصلې راڅرخي.
ممکن تاسو ډېر داسې کسان ليدلي وي چې دوی د يوه کار په کولو زړه نازړه وي او په پای کې زغم له لاسه ورکوي، او تسلیمیږي. د کتاب لیکوال د هغه وخت خاطرې چې دی يې سمندري پوځ ته د ورتګ په درشل کې درلودلې، شريکي کړې دي. نوموړی په دې بهير کې له ډېرو سختو او ستونزو سره مخ شوی دی، خو هرې سختې او تېروتنې ورته سلګونه برياوې ډالۍ کړي دي. دی وايې چې ماتې مې د ځواک لامل شوې دي،او دا يې راښودلي چې هېڅوک له تېروتنې خلاص نه دي. ريښتيني رهبران بايد له خپلو ماتو سبق زده‌کړي. د کتاب ليکوال په افغانستان او عراق کې هم خپل فوځي ماموريتونه ترسره کړي دي. کتاب کې پر ماتې او بې صبرۍ د برلاسي کيدو ښې مشورې او ښې تجربې راخيستل شوي دي.
کتاب ډېر روان او داستاني نثر لري. داسې چې هره پاڼه او هره جمله يې نوی فکر او زغم درکوي. ما يې له لوستو ډېر خوند واخیست او پوه شوم چې ماتې په ريښتيا سره انسان ځواکمنوي. د همدې کتاب توري وايې چې:
“موږ ټول له سخت حالت سره مخ کیږو،خو په سخت او تياره حالت کې باید خپل ګريوان ته سر ټيټ کړو، ځان ته رجوع وکړو او خپله ټوله هڅه وکړو.”

دا هم ولولئ:   انسان د مانا په لټون/ رحیم پښتون یار

“موږ هر يو زړورتيا او استعداد لرو. خو د موندلو او ښکاره کولو لپاره يې بايد موږ خپل ځانته دقیق وګورو.”

“ژوند جګړه ده. او جګړه کې تل د ماتې امکان وي. خو هغه څوک چې د ماتې له وېرې رنځ وړي،هېڅکله له خپلې اصلي وړتيا ګټه نشې اخيستی. که له ستونزو او ماتې سره مخ نشئ، که پر محدوديتونو او ننګونو برلاسي نشئ، ناپوهېږئ چې حتی موږ په ژوند کې څه کولای شو.”

“ژوند له سختو شېبو ډک دی، خو په هر حالت کې تر تاسې بدتر خلک هم شته. که ټوله ورځ ګيلې وکړې،دې ته خفه يې چې چا درسره څنګه چلند وکړ، له ژونده زړه وخورې، حالت يا بل څوک ملامت کړې، نو ژوند به درته ډېر سخت شي. خو که چېرې خپلې هيلې وساتې او تسليم نه شې، د حالاتو په مقابل کې قوي ودرېږې، نو ژوند به هغسې وي څنګه يې چې ته غواړې او څنګه يې چې ته جوړوې.”

“تاسې په يوازې ځان نړۍ نشۍ بدلولی،مرستې ته اړتيا لرئ. که له پيله تر خپل ټاکلي هدف پورې رسيدل غواړئ، نو په لاره د ملګرو،خپلوانو،همکارانو،د پراديو خواخوږۍ او د قوي لارښود لارښوونې ته اړتيا لرئ.”

“ژوند به تل آسانه نه وي، تاسې به ډېر ځله ناکامېږئ، خو که لږ خطرونه ومنئ،له زورورو سره مبارزې وکړئ،کمزورو ته لاس ورکړئ او هېڅکله هلې ځلې پرې نه ږدئ ستاسو راتلونکی او د هغوی راتلونکي نسلونه به د نن په پرتله ډېر ښه ژوند ولري.”

کتاب دننه له شاتو هم خواږه لري. ويې پېرئ، له بوی،خوند او الفاظو يې خوند واخلئ. او ځان نېکمرغه او بريالی انسان حس کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*