‏(ChatGPT) د تکنالوژۍ د ډګر یو فوق العاده نوښت_ خالد یاسین

لیکوال:خالد یاسین

چاټ جي پي ټي (ChatGPT) د ماډرنې نړۍ تر ټولو بهترین او پرمختللی سافټوېر دی، چې د مصنوعي ذکاوت پر مټ کار کوي او د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشت کې یې خدمات پیل شول او پهٔ پنځمه ورځ یې تر یو میلیون سبسکرایبر وموندل.
یاد سافټوېر د سن فرانسېسکو د مصنوعي ذوکات د مشهورې کمپنۍ OpenAI لخوا جوړ شوی دی. د اوس لپاره یې کارول او استعمال کاملاً وړیا دی. خو د دې ویره شته چې راتلونکي کې یې کارول پهٔ پیسو شي. تاسې یواځې اړ یئ چې د OpenAI.com سایټ ته داخل شئ یا هم د ChatGPT اړوند اپلیکشن انسټال کړئ او د ChatGPT کارول پیل کړئ.
‏ChatGPT د مصنوعي ذکاوت AI داسې یو ځواکمن چاټ بوټ دی چې ستاسې هر ډول پوښتنې ته دقیق ځواب ویلی شي. د larger Lange model دی چې د لویې کچې معلوماتو پهٔ لرلو سره داسې روزل شوی چې د دې دقیق اټکل کولی شي چې پهٔ یو جمله کې لهٔ یوې کلمې وروسته بله کومه کلمه راځي.
‏ChatGPT دومره دقیق روزل شوی دی، چې هر ډول مضوعاتو ته معقول ځواب ویلی شي. که تاسې د ریاضیاتو، فزیک او نورو تخنیکي، تخصصي برخو اړوند د هرې موضوع د درک وړتیا لري،او کولی شي د اکاډمیکو برخې ډېرې پېچلې ستونزې اسانه حل کړي.
د ChatGPT کارول ډېر اسانه دي، کټ- مټ داسې ډیزاین شوی دی لکه تاسې چې د کوم ملګري سره خبرې، اترې Conversion کوئ. یا له یو ښوونکي پوښتنې کوئ. د معلوماتو ډېره ستره ذخیره لريظ د هرې برخې اړوند پوښتنه چې ترې لرئ، د یو ښوونکي پهٔ څېر درته مفصل ځواب لیکي.
مثلاً که تاسې ورته ولیکئ چې ماته د کتاب لوستلو د ارزښت په اړه یوه مقاله ولیکه. پهٔ څو ثانیو کې درته د کتاب لوستلو پهٔ ارزښت مفصله او کره مقاله لیکي. یا مثلاً که تاسې ترې د پروګرامېنګ/ کوډېنګ پهٔ برخه کې پهٔ یوه ځانګړي ژبه کې د یو ځانګړي پروګرام د کوډ غوښتنه وکړئ، ChatGPT یې پهٔ څو ثانیو کې ستاسې مخې ته ږدي. مثلاً که ترې وغواړئ چې ماته پهٔ Java کې د د داسې اپلیکشن کوډ ولیکه چې دوه عددونه جمع کوي، نو د څو ثانیو پهٔ وخت کې درته کوډ لیکي.
د دې سربېره chatGPT دا وړتیا لري چې ستاسې لپاره شعر/ سندره وليکي. رسامي درته وکړئ،CV او Cover Letter درته ولیکي، د آنلاین امتحانونو لپاره درته سوالونه هم حلولی شي. کولی شي د یو ځانګړي لیکوال پهٔ سبک کې درته کیسې ولیکي. دومره زورور دی چې حتا یو مکمل ناول هم درته لیکلی شي.
بله مهمه ځانګړنه یې دا ده چې ChatGPT داسې روزل شوې دي، چې هېڅکله درته زیان رسوونکې او تاوان لرونکي معلومات نهٔ وړاندې کوي.
د تکنالوژۍ څېړونکي پهٔ دې اند دي چې شاید ChatGPT پهٔ راتلونکې څو کالونو کې د تکنالوژۍ بڼه بدله کړي.

دا هم ولولئ:   ښوونځیو کې فزیکي مجازات او حل لارې یې

یادونه: د ChatGPT خدمات تر اوسه پهٔ امتحاني پړاو کې دي او د پرلپسې زیاتو غوښتنو لهٔ وجې پهٔ سایټ لوډ زیات دی او اکسېس کول یې سخت دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*