پلار ته ليک!!

پلار ته ليک نومی کتاب د فرانز کافکا اثر دی. فرانز کافکا د ډېرو مهمو او مشهورو اثارو ليکوال دی. نوموړی په ۱۸۸۳کال کې په پراګ کې پيدا او په ۱۹۲۴کال کې مړ شوی دی.
کافکا ډېر په يوه عجيب انداز ليک کړی دی. هغه په خيالي کيسو لوستونکی نه مصروف کوي، بلکې هغه د خپل ژوند ريښتيني تجربې له لوستونکي سره شريکې کړي دي.

فرانز کافکا خپل نږدې ملګري ته ويلي وو چې له مړينې وروسته يې بايد ټول ليکلي اثار وسوځوي، خو داسې ونه شول او اوس د فرانز کافکا اثار نړيوال شهرت لري.

کافکا د ماشومتوب سخت ژوند تېر کړی دی. او موږ يې په اثارو کې د سخت ژوند نښې ليدای شو. که د ده په لوستلو کې ژور ولاړ شو، د ماشومتوب د سخت ژوند په لامل يې پوهیدای شو.

د کافکا پلار چې هرمن کافکا نومېده يو ډېر غوسه‌ناک او بد خويه سړی وو. او پلار يې هڅه کوله چې په بېلابېلو لارو پر کافکا فشار راوړي، خپل زوی يې داسې کارونو ته مجبورولو چې د ده له وسه به پورته وو او يا به ورباندې جبرې وو. بېچاره کافکا به د خپل پلار خبرې منلې اما روح او روان به يې دغو مسايلو ته غبرګون نه ښودو. کافکا په ټولو اثارو کې د پلار له بدو خويونو او چلنده شکایت کړی دی. او تر دې چې د پلار له چلنده يې ځان وژنې ته زړه ښه کړی دی

پلار ته ليک کتاب د يوه ظالم او بې رحمه پلار کيسه ده. او دغه ليک فرانز کافکا خپل پلار ته شاواخوا په ۳۶کلنی کې ليکلی دی. او ددې پر ځای چې نوموړی ليک يې پلار ته ورسېږي مور ته يې په لاس ورغئ، او مور يې بېرته کافکا ته ولېږه.

دا هم ولولئ:   د برياليتوب لار / ارمان مهربان

د کافکا دغه کتاب تېر کال ښاغلي حيات ژوند ترجمه او سروش کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. په دې کتاب کې کافکا پر خپل پلار نقد او نيوکې کړې دي، خپل زړه يې تش کړی، او هغه روانې درد چې دی د پلار له بد چلنده ورسره مخ شوی وو ليکلی دی. دی د پلار د تربيې،کړنو او بدو خويونو شکايت کړی دی.

پلار ته ليک په حقيقت کې د ليکوال د تريخ ژوند کيسه ده. او دا کتاب لوستونکي ته ور يادوي چې يو زوی بايد څنګه وروزل شي، د پلار او زوی تر منځ اړيکه او چلند بايد څه ډول وي؟

که لوستونکي د کافکا پر فکر او د نورو اثارو په داخلي منځپانګه پوهول غواړې، پلار ته ليک نومی اثر يې ټولو اثارو ته ور، ور پرانیستی دی.

موږ هم په ټولنه کې د هرمن کافکا په څېر پلارونه لرو چې د خپلو اولادونو د احساساتو او ژوند سره لوبې کوي. د کافکا دغه اثر چې د حجم له پلوه کوچنی، خو په معنوي لحاظ ډېر لوی او ښه پيغام رسوونکی کتاب دی.

د کتاب هغو کسانو ته ډالۍ دی چې په يوه پلار‌واکي کورنۍ کې لوی شوی وي، تر څو خپل ځان پکې ووينې او ددې لپاره، چې دی هم په راتلونکي کې پلار کېږي خپل روش او چلند ته تغير ورکړي. او همدارنګه نوموړی کتاب هغه مستبدو پلارانو ته يو ښه پيغام دی. داسې چې که دوی د خپلو اولادونو سره لږ تر لږه نرمه رويه او غوره چلند نشې کولای، رټي او تحقيروي د يې نه همداسې د يې پرېږدي تر څو د ښه والي پر ځای بدې پايلې ترلاسه نه کړي، او د کافکا په څېر دغه خواږه نړۍ پرې ذهرجنه او بې مانا نه کړي.

دا هم ولولئ:   د دمشق سوداګر (ناچاپ کتاب) – درېیمه برخه

کتاب واخلئ، او ويې لولئ ښکلي او مثبت پيغامونه لري، او د هغه چا لپاره يې لوستل ډېر اړين دي چې اولادونه روزي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*