موضوع: ځنډ(Procrastination) څه شی دی؟

لیکنه او ترتیب: حمیدالله مومن

سپرلی چې راشي نو شپولونه هم ګل ټوکوي ــــــ څه ساده خلک دي د وخت بدلون ته لاره نیسي

ځنډ(Procrastination) تر وروستۍ دقیقې پورې د يو کار د نه کولو عمل دی

ځنډ(Procrastination) تر وروستۍ دقیقې پورې د يو کار د نه کولو عملدی، يا تر هغې کچې يو کار ځنډول دي چې وخت (نېټه) يې تېره شي. په کارونو کې ځنډ کول د ځاني تنظيم د ناکامۍ په توګه تعريف شوی چې ممکنه منفي پايلې ولري، د ځنډ کول اصلي لامل دا ندی ګوندې د کار په وړاندې کوم لوی خنډ موجود دی بلکې دا يو عام تمايل دی چې د ډیری انسانانو یو عادت ګرځیدلی دی.

کله چې موږ ځنډ کوو، نه يواځې دا چې پوهيږو موږ د يو کار کولو مخنيوی کوو بلکې په دې هم ښه پوهيږو چې دا يو ښه کار ندی خو بيا هم ځنډ کوو. نو ځکه وايو چې ځنډ کولو يو معقول کار ندی.

جوزف فیراري په شیکاګو  ډیپول پوهنتون کې د اروا پوهنې پروفیسور او د “اوس هم ځنډ کوئ: کتاب ليکوال دی، وايي: د متحده ایالاتو شاوخوا ۲۰٪ لویان اوږدمهاله ځنډوونکي دي.

څيړونکو موندلې ده چې  د پوهنتونونو له ۸۰٪ څخه  زیات محصلين پخپلو ورځنيو چارو کې ځنډ کوي په ځانګړي توګه د کورنۍ دندې په تکمیلولوکې.

په UCLA کمپني کې د بازار موندنې پروفیسور ډاکټر هال هرشفیلډ څیړنو ښودلې ده چې په ځنډ کولو سره موږ خپل ځان د اجنبيانو په څېر ګورو او زموږ د مغزو ځينې برخې واقعاَ فکر کوي چې دا د بل چا ستونزه ده، په حقيقت کې په ځنډ کولو سره موږ  هغه ريښتني ګواښ ته هرکلی وايو چې کولای شي زموږ په کرکټر او ټولنيز ژوند ناوړه اغيز وکړي.

دا هم ولولئ:   هغه خبرې چې هوښیار انسانان یې چا ته نه کوي / لومړۍ برخه

موږ وخت نا وخته ځنډ کوو او کله مو چې فرصت مو له لاسه  ووځي، بيا ارمان کوو.

ځنډ کول په اصل کې يوه داسې نيمګړتيا ده چې انسان د منفي احساساتو، ستړيا، اضطراب، مایوسي، قهر، په ځان شک کول او په ټوله کې د ذهني فشار په لورې  وړي.

هغه کليدي دلیلونه چې خلک ولې ځنډ کوي؟

1. په دې نه پوهيدل چې څه باید وکړي
2. د یو څه کولو په څرنګوالي نه پوهیدل
3. د يو کار د ترسره کيدو او يا نه ترسره کیدو پروا نه ساتل
4. د يو کار دترسره کولو لپاره احساس نه درلودل
5. تر وروستۍ دقیقې پورې د انتظار کولو عادت لرل تر څو په ورستۍ دقیقه کې کار وکړي.
6. په دې باور لرل چې د فشار په وخت هم کا رکولای شم.
7. فکر کول چې په وروستۍ دقیقه کې هم دا کار ترسره کولای شم.
8. د کار د پيل کولو لپاره د نوښتونو نشتوالی
9. کمزوری صحت بهانه کول
10. د ښه وخت راتلو ته انتظار
11. د کار د پيل کولو لپاره وخت ته اړتیا لرل
12. د يوه کار لپاره بل کار پريښودل

د ځنډکولو منفي اغیز

په ورځنيو چارو کې ځنډ کول خورا جدي مسئله ده، اکثره هغه خلک چې ځنډول کوي،  د ځنډ د توجیه لپاره کوم منطقي توضیحات هم نلري. څومره چې ځنډ کیږي هومره انسان  د فشار لاندې راځي، نا ارامه کيږي او تشويش ورسره مل وي چې په دې سره په ټولنيزو اړيکو هم ژور اغېز پريوځي.

د مثال په ډول: که زموږ په خپلوانو کې يو څوک ناروغ وي او موږ هرځل دهغه د عیادت(پوښتنې) ته ورتلل ځنډوو او پر سبا يې هغه ناروغ  وفات شي، يو خو دا چې موږ  به د خجالت احساس کوو او بله دا چې په خپلوۍ کې مو يو خلا هم راپيداشي.

دا هم ولولئ:   هغه تېروتنې چې غمجن خلک يې ترسره کوي

دځنډ کولو اقتصادي اړخ : که په خپل وخت د بريښنا بل ورنکړو نو مجبور يو چې په سبايې جريمه هم ورکړو.

ځيني وختونه موږ کارونه ځنډوو او ځان په دې تېر باسو چې تر هغه ټاکلي وخته لا يوه اونۍ پاتې ده، چې په دې کار سره موږ خپل ځان تېر باسو، د مثال په ډول:  زموږ د دفتر يو همکار راته وويل: تيره میاشت په هېواد کې د سياسي وضعیت د بدلیدو په مهال ما په خپل بانکي حساب کې پيسې درلودې او هر ځل به مې ويل چې نن ترې پيسې باسم او سبا چې باالاخره  د هېواد حالات په يوه ورځ نا ببره داسې تغير شول چې حتی پوه پرې هم نشوم اوس مې پيسو ته زياته اړتيا ده ولې نه توانيږم چې ترلاسه يې کړم.

د ځنډ کولو سره څنګه مبارزه وکړو؟

د يو منظم مهالویش ، دقیق پلان او د وخت ښه مديريت د ځنډ سره د نه مخ کیدو مؤثره لارې چارې دي.

بهتره ده چې د ځنډ څخه د راوتلو لپاره بايد دغه کړنې ترسره او په خپل وخت کارونه پيل کړو:

1. د خپل ډار یا ویرې سره معامله وکړئ

وېره یو داسې فکتور دی چې د کارونو ځنډ سره مرسته کوي. پدې کې د ناکامۍ ویره، د غلطیو کولو ویره ، یا حتی د بریا په وړاندې ویره شامله ده.

ارواپوهه سوسن کراس ویټبورن وايي: خپل غلط باورونه وننګوۍ.

که تاسو د بریا څخه ویره لرئ او په پټه په دې باور لرئ چې تاسو بريا نشۍ ترلاسه کولای ، نو بايد په دې پوه شئ چې تاسو خپل ځان کم راوستل، ممکن تاسو خپلو اهدافو ته رسیدو څخه وساتي. د هغېويرې پېژندل او له منځه يې وړل چې تاسو له پیل کولو څخه ساتي، کولای شي تاسو سره مرسته وکړي چې د خپلو کړونو د ځنډولو عادت په لمنځه وړلو برلاسي شئ.

2. هغه کارونه چې غواړئ ترسره کړۍ، لیست يې جوړ کړئ، د لا ښه تنظيم په موخه د هرې ترسره کيدونکې کړنې ترڅنګ د ترسره کولو نېټه او وخت وليکۍ
3. قدم په قدم وړاندې لاړ شئ: يو کار په څو برخو وویشۍ دابه تاسو سره مرسته وکړي چې لوی کار درته کوچنی ښکاره شي او په اسانۍ يې تر سره کړۍ.
4. مقاومت وکړئ : کله چې په يو کار ترسره کولو کې دځنډ فکر سره مخشوئ لکه: زه اوس د دې کار تر سره کولو لپاره ښه احساس نه لرم  او وروسته به پرې کار وکړم. نو دې  غوښتنې ته مه تسلميږئ. هڅه وکړئ چې خپل ځان دې ته اړ کړئ چې څو دقیقې په خپل کار کې نورې هم مصرف کړئ، په دې ډول به بریا تر لاسه کړئ.
5. ګډوډي له مینځه یوسئ: هر څه منظم کړئ، په دې سره به مو کار کولو ته رغبت زیات شي.
6. خپل ځان ته افرين ووايه: کله مو چې يو کار په خپل وخت سره پای ته ورساوه ، خپل ځان ته مبارکي او انعام ورکړئ.

په پایله کې ویلای شو چې په ځنډ کولو روږدي کیدو عادات بايد پريږدو،په ځان رحم وکړو او د خپل دې ناوړه چلند څخه تير شو، ځنډ نه کول رواني تکليف کموي، د ځآن ارزښت لوړوي، مثبت احساس لکه خوشبینی، حکمت، تجسس، نوښت، هڅونه ، ژمنتيا او د ننګونو سره د مقابلې لپاره وړتيا پيدا کوي.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*