د برياليتوب لار / ارمان مهربان

هر بريالي کس په خپل ژوند کې ناکامۍ تجربه کړي او د يوه بريالي شخصيت د جوړولو په درشل کې يې ستونزې زغملي دي. په نړۍ کېډېر نامتو پوهان او بريالی څېرې شته چې چې د وخت په تېرېدو سره يې د ژوند خواږو او سختو تجربو پر آساس خپل ژوند، ټولنه او نومبدل کړی دی.

همدې ډلې پوهانو او عالمانو بيا پر شخصيت، ژوند جوړونې، د ژوند پر ناخوالو او ستونزو د بريالي کيدو لپاره بېلابېلې طريقې،تګلارې اوخپلې شخصي تجربې د کتاب په بڼه ليکلي دي. که د دوی کتابونه او ګټورې تجربې په دقيق ډول ولوستل او په لارښوونو يې عمل وشي،موږ به د خپل ژوند پر سختيو بريالي او د يوه ښه شخصيت درلودو شاهدان واوسو.

دد برياليتوب لارد امريکايي مشهور ليکوال او ویناوالډېل کارنېګياثر دی. ډېل کرنېګي په يوه بېوزله کورنۍ کې زېږېدلی. کارنېګيپه ماشومتوب کې د خپلو همزولو څخه په لوبو کې ډېر شاته وو، خو نوموړي بيا په خپلو منطقي خبرو کې خپل همزولې ډېر شاته پرېښودليوو. همدا منطقي خبرې د کارنېګي د غوره راتلونکې لپاره کيلي وه.

ډېل کرنېګي هغه لیکوال دی چې خبره يې ډېره ساده او د کاڼې کرښه ده. کارنېګي ګڼ شمېر کتابونه لکهد ژوند لار، د خبرو هنر يافناو داسې نور ليکلي او په نړۍ کې ډېر چاپ شوي او د  خلکو له درنه استقبال سره مخ شوي دي. د ډېل کرنېګي آثار په سلګونو مليونولوستونکي لري او هر آثر يې شاوخوا تر شلو ځلو پورې چاپ شوی دی.

دا هم ولولئ:   زه میین نه یم (برښنايي کتاب) / محمد اسماعیل کریمي

د برياليتوب لارکتاب د ډېل کرنېګي د ټولو کتابونو لنډيز دی. نوموړی کتابيو سلو شپيتهپاڼې لري او ډېل کرنېګي د خپلې پراخېمطالعې او اوږدو تجربو په پايله کې لیکلی دی.

د برياليتوب لارهره کليمه او خبره وزن داره او د مانا وړ ده. د همدې کتاب ټوله منځپانګه او داخلي جوهر په دې راڅرخي، تر څو: يو بېهدفه کس ته هدف ور وښایي. بې جرأته کس ته جرأت ورکړي. يو ورک شوي کس ته د مثبت بدلون لار ورښايي.

د برياليتوب لارکې د شخصيت جوړونې او ښه ژوند جوړولو لپاره راز راز بېلابېلې طريقې او مراحل ښودل شوي. د کتاب پيل په دېشویچې خپل ژوند بايد هدفمن کړو!” يانې په دې مانا چې: هر کس ته پکار ده چې په خپل ژوند کې ځانته يو هدف وټاکي. ځکه بېهدفه ژوند نه کېږې.

ډېل کرنېګي په دې کتاب کې ډېر ښايسته مسايل را غونډ کړي دي. د کتاب په بل ځای کې راغلي: “په خپل چلن کې نرمي پيدا کړئ  لههمدې خبرې په اغېز موږ وايو: ” په انسان هر ډول حالت راتلونکې دي. موږ ته پکار ده چې د حالتو سره سختي ونه کړو. د حالتو سره پهسختۍ کولو موږ هېڅ حالت نشو تغيروالی. خو يوازې او يوازې خپل ځانته تاوان رسولی شو. که په لنډ ډول ووايو: که هر انسان له حالتوسره سم وچلېږي. نو حالت ورته ضرر نشې رسولی.”

همدرانګه په کتاب کې دا هم ويل شوي چې: ” په ځان کې زړورتيا پيدا کړئموږ ددې خبرې څخه په اغېز ويلي شو:    هر انسانوړتيا او استعداد لري. خو يوه ډله کسان له دې نعمته استفاده نشې کولای. لامل يې دادی چې دوی کم جرأتی او بې زړه توب په سراخيستې دي. د ژوند په ډګر کې هر انسان ته پکار ده چې د بريالي کيدو لپاره په ځان کې ځانګړي جذبه،زړوړتيا او جرأت پيدا کړي.”

دا هم ولولئ:   هغه ماشوم ته ليک چې هېڅکله ونه زېږېد!!

که يو ځل مو کتاب واخيست او په لارښوونو مو يې عمل وکړ لېرې نه ده چې د ژوند ستونزو او مسایلو ته به پکې  حل لاره پيدا کړئ. خويوه ډله خلک بيا په دې نظر دي چې د ارواپوهنې او نورو برخو کتابونو لوستل بېځايه دي او هېڅوک نشې کولای چې خپلې ستونزې ترېحل او د ژوند بڼه پرې بدله کړي. زه وايمچې له عمل پرته علم هېڅ ارزښت نلري.” که تاسو هم د ډېل کرنېګي همدا کتاب بیا بيا دقيقولولئ او د لارښوونو د عملي کولو ژمنه يې له ځان سره وکړئ، ايله به پوه شئ چې تاسې د يوه ښه او بريالي ژوند پر لوري روان ياست!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*