تمرین څه دی پوهیږئ؟ /نصیر فضلي

ویناوال: سونو شرما / ژباړه: نصیر فضلي

تمرین څه دی پوهیږئ؟ د یو کار بار بار کولو ته تمرین وایې. څو واره کول؟ ترڅو چي زده شي.

یوه کیسه درته کوم: په ٢٠٠٥ کي  د انډیا او اسټرالیا په لوبه کي بريډ هاک سچین ټنډولکر بولډ اوټ کړ. د ټنډولکر اوټ کول د هاک لپارهډیره غټه لاسته راوړنه وه ځکه هغه دکرکټ په نړۍ کي نوی وو. د لوبي ختمیدو وروسته هاک بال په لاس د ټنډولکر خواته ورغی او ويې ويلچي ښاغلیه نن زما لپاره ډیره ستره ورځ ده ماته په دي بال لاسلیک وکړه! ټنډولکر بال واخیست او ويې لیکل چي دا ورځ به بیا ستا پهژوندکي  هیڅکله رانشي. نو له دي ورځي بعد دوی ډیري لوبي وکړي خو هاک د ټنډولکر ويکټ وانخیسته ولي ځکه چي ټنډولکر له هغيورځي بعد ميلي نه کولي شراب یې نه څښل، سندویچ او برګر یې نه خوړل څه یې کول؟ تمرین. څه یو کار یې وکړ یوازي یوي ليکني ویېلیکل اوس یې باید ثابت کړي وای. نو څومره تمرین به یې کړی وي ددي لپاره چي عزت خراب نشي. نو تاسو هم نن ولیکئ چي زه به له ديکاروباره په راتلونکو ٣ کلونو کي ٣ کروړه لاسته راوړم او ددي خبري د ثبوت لپاره ځان وسوځوه ولیکه چي په راتلونکو امتحان کي به اولنمره کیږم او ددي لپاره دومره تمرین وکړه چي لاسته یې راوړي.

د پابلو پيکاسو نوم به تاسو اوریدلی وي چي ستر رسام وو یوه ورځ په بازار کي روان وو چي يوې مینوالې یې ولید او ورته ویې ویل چيزه ستاسو ډیره غټه مینواله یم ماته یوه رسامي وکړه هغه کاغذ واخیست په ٣٠ ثانیې کي یې ورته رسامي وکړه او ويې ويل چي دا ٥٠ لکهقیمت لري د ښځي باور ونه شو او لاړه دا یې بيه کړ هغو ورته وویل چي دا خو د پیکاسو رسامي ده دا ٥٠ لکه قیمت لري هغه بیرته لاړهاو پيکاسو یې پيداکړ هغه ته يې وويل چي تا رښتيا ویلي وو دا ٥٠ لکه قیمت لري هغه وویل چي هو دا ما رسامي کړي دی نو ښځيوپوښتل، چي دا څنګه امکان لري؟ پيکاسو وویل: چي ددي ٣٠ ثانيو لپاره ما ٣٠ کاله تمرین کړی!

دا هم ولولئ:   ژوند یو مستقیم سړک نه دی_سیف الدین الماس

نن چي زه په ستیج ولاړ یم تقریباً ١٥ کاله وخت يې ونيو چي دي ځای ته رسیدلی یم، لومړی ځل چي سټیج ته وختم پښي مي لړزیدي دا دتمرین نتیجه ده نو که یې یو تن کولای شي ته یې هم کولای شي په باور سره درته ويلای شم. هر کار چي کوئ د هغه د غوره کولو لپارهدومره تمرین وکړئ چي تر تاسو غوره یې څوک ونه کړي کوم کار چي کوئ او زده مونه وي دومره یې وکړئ چي زده مو شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*