خوښي او خوند / فرید قربان

لیکوال: فرید قربان

په عادي خبرو کې د خوښۍ او خوند کلمې ډېر کله په یوه یا سره نېږدې ماناوو کارول کیږي، خو کله چې پدې اړه له رواني لیده ژورېخبرې کیږي، نو برعکس دغه دوې کلمې د مانا په لحاظ یوه له بلې سره ډېر توپیر پیدا کوي، آن ممکن په خپل منځ کې ضد واقع شي.

خوند تر ډېره زموږ د جسم یا فزیکي وجود اړوند پدیده ده. د انساني غریزو مشبوع کول لکه خوراک، څښاک، خوب، جنسي مسایل او پهټوله کې نور خواهشات پالل زموږ وجود په موقتي ډول اراموي، ستړیا مو ختموي، له کمزورۍ ژغورل کیږو او

خوند د انساني نفس سره تړلی وي، هغه چې ستر اروا پوه زیګموند فروید یې د اروا شننې په بحث کې د انساني اروا لومړی قوت (اېډ) بولي.

د عالمانو په خبره انسانان او حیوانات د غرایزو د شتون او پوره کونې له مخې یو شان دي، یانې دواړه هم د لوږې، تندې، شهوت اوپهڅېر عرایز لري او هم یې په بې صبرۍ د مشبوع کېدو میلان لري.

دا چې څنګه انسان پر حیوان برتري مومي؟ څنګه یې د انساني اروا یو بل قوت(ایګو/عقل) مرسته کوي؟ دا یو څه بېل او لوی بحثونه دي،چې په اړه یې دلته څه ویل مناسب نه دي.

اوس به دېته راشو چې خوښي څه ده؟

د ارسطو او ځینې نورو عالمانو له نظره خوښي د نیکۍ په مرسته تر لاسه کیږي. خوښي د خوند برعکس د انساني نفس پر ځای د انسانله روح سره اړیکه لري، دا چې روح نه پنا کیدونکی دی، نو خوښي هم په واقعي ډول له منځه نه ځي او تلپاتې وي. مخکې مو وویل چېخوند له نفس او په ټوله کې له جسم سره تړلی وي او د فروید د اروا شننې له مخې مو له اېډ سره لینک ورکړ. دلته هم د فروید اروا شننېته په کتو ویلی شو چې خوښي د انساني اروا د یو بل عالي پړاو (سوپر ایګو) او په ځانګړي ډول د سوپر ایګو د یوې برخې(وجدان) سرهتړلې پدیده ده.

دا هم ولولئ:   خپل ارزښتونه مشخص کړئ/ فريد ستانکزی

د فروید په خبره وجدان دوې برخې لري، چې یوه یې د مجازاتو او بله یې مکافاتو ده. د یادې برخې دنده داده چې د ښو کړنو پر وختانسان مکافات کړي او د بدو کړنو پر وخت انسان ته مجازات ورکوي. زه فکر کوم همدغه له ښو کړنو(نیکۍ) وروسته د مکافاتو حالت پهخوښۍ تعبیر کیدای شي او برعکس د مجازاتو حالت د رواني ځور او ناخوښۍ څرګندوی وي.

زموږ خلک په ځانګړي ډول ځوانان له ژونده شکایت لري، مضطرب دي، زړه تنګي وي، د مایوسیو سره مخ دي او په لویه کې له ژوندهستړي دي. ددې ټولو ستونزو یو لامل ممکن دا وي چې موږ د دایمي خوښۍ پر ځای په موقتي خوندونو کې غرق یو.

نشې، جنسي مسایل، پیسې، عالي خوراکونه اوموږ ته لنډمهاله خوندونه راکولی شي خو کله هم پدې لار خوښۍ ته نشو رسیدلی. نوروته خېر رسول، له اړمنو سره مرسته، چاته ښه خبره کول، رښتیا او حق خبره کول، د وطن ساتنه، د ظلم، فساد، وحشت، خیانت او نوروناوړه کړنو پر ضد درېدل ټول د نیکۍ کارونه دي.

د انسانانو په توګه موږ باید پوه شو چې یوازې زموږ وجود پالنې ته ضرورت نلري، بلکې لدې ډېره اړتیا روح پالنې ته لرو.

خاورې دي د خاورو ګذاره ده پرې روانه بس

نه پایي غنم د انسانانو ارواګانې

طاهر آمين تعجب

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*