د امریکا هغه ښار چې اوزه یې ښارواله ده او بییر هم څښي

د امریکا د لاس انجلس کې، د لاجیتاس په نوم یو ښار دی چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې یې شرابۍ اوزه ښارواله ده.

دا ښار چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په بمونو والوځول شو، د ژوند کچه یې ډېره ټیټه وه او تر ۱۹۷۰ کاله یې ټیلیفون او ټلویزیوننه درلودل.

په ټول ښار کې یوازې یو ټیلیفون و او ورځپاڼه به ورته له بلې سیمې، تر چاپ یوه ورځ وروسته راوړل کېده.

په ۱۹۸۰ کال کې چې د دې سیمې د ښاروالۍ ټاکنې کېدلې، دې اوزې لومړۍ ټاکنې یوه کس ته وبایللې، خو په دویم ځل دا ټاکنې د هنريکلای په نوم یوې داسې اوزې وګټلې چې بییر به یې څښل.

دا اوزه رسما ً د دې کوچنۍ او وروسته پاتې سیمې ښارواله او تر ده وروسته یې بچي هنري کلی ۱ او هنري کلي ۲ هم د دې سیمېښاروالان تېر شوي دي.

ویل کېږي چې دې اوزې ۲۳ کاله ژوند کړی و.

دا هم ولولئ:   اندونیزیا؛ څوک چې د کرونا واکسین کوي، ژوندۍ چرګه ورکول کېږي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*