ټولینزې رسنۍ ،اړتيا که ساعت تیري؟ / جاوید کریمي

لیکنه/ جاوید کریمي

ټولنیزې رسنۍ داسې یو حقیقت دی چې هيڅوک ترې انکار نشي کولای،هر کس يې تر اثر لاندې ښکاري ،هغه که شتمن دی او که بېوزلی. د نړیوالتوب پدې دور کې چې نړۍ د نړيوال کلي يو حیثیت لري ،ټولینزې رسنيو مثبت او منفي اغیزې واضحې او ښکاره دي.

پخوا دا ممکنه نه وه چې يو کس دې په کور کې ناست وي او عاید دې تر لاسه کړي،اما نن ډیری ځوانان د سوشل میډيا یا ټولنیزو رسینوله لارې پيسې ګټي.

نن سبا د تلویزیوني فنکارانو نه زیات د يوټيوب چینل چلونکي ځوانان  ډير مشهوره دي،همدارنګه ټولینزې رسني د شهرت تر ټولو اسانه اوارزانه لاره هم ده، فقد يو څو ويډيو ګانو نشرېدل او وائرل کېدل پکار وي، چې دا کیدای شي ښه شهرت یا نیکنامي او یا هم بد شهرت(بدنامي) وي.

د نورو برخو د مشهورو څېرو په څير، نن سبا د ټیک ټاک،فیسبوک،يوټيوب مشهوره کارونکي ، تلویزیونونو ته د میلمنو په صفت را بلل کیږياو د هغوی پر ژوند او کاري ساحه بحثونه کیږي.

همدار رنګه د هر ډول اخبارونو،جرایدو او مجلو ځای هم ټولنیزو رسنیو نیولی چې يو کس کولای شي په ډیره اسانه د خپل ذوق مطابقموضوعات پیدا او ولولي.

له بلې خوا ټولنیزو رسنیو د نړۍ فاصلې را لنډې کړي،په يوه لحظه کې محض يو کلیک سره یو کس کولای شي،د نړۍ له ګوټ ګوټ نه هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.

د ځینو خاصو اهدافو لپاره د ټولینزو رسنیو خصوصاً له فیسبوک او ټویټر نه د کمپاين د بهترینې وسیلې او لارې په شکل هم کار اخیستلکیږي،مثلاً د یوې خاصې ناروغۍ نه د ځانونو او کورنيود خوندي ساتلو په خاطر ملي او نړيوال کمپاینونه چې ښه مثال يې د کرونا ناروغۍپه اړه د عامه پوهاوي کمپاینونه يادولای شو،یا هم د نوي تعلیمي کلونو په پېل کې ماشومانو ښوونځیو کې د شاملولو تشویقي کمپاینونه اویا هم د کتاب ټولونې کمپاینونه او داسې نورچې دا هر څه په ډير ناچیزه مصرف او ډیر سریع او تیز ډول ترسره کیږي.

دا هم ولولئ:   ګوګل څنګه زمونږ ذهن لولي او پوهیږي چې د څه په اړه فکر کوو؟_حکمت الله همت

د ټولنیزو رسنیو بله خوندوره او زړه پورې ګټه دا ده چې،انسان کولای شي خپل هغه دوستان چې کلونه کلونه پخوا ترې بیل شويوي،کولای شي په ډیره اسانه يې بیا ومومي هغه که د ابتدايي ښوونځي ټولګیوال وي،که د ماشومتوب یاران او یا هم د یو کاري دفترهمکاران.

لکه څنګه چې د هر څيز کارول هم مثبت اړخ لري ،حتما منفي اړخونه هم لري،عین همداسې ټولینزې رسنۍ د ګټو او فایدو تر څنګ ځینېتاوانونه هم لري:

مثلاً ټولنیزو رسنیو که څه هم د نړۍ فاصلي را لنډې کړي،ډير پردي يې را ته خپل کړي،خو له بلې خوا ډير خپل مو له لاسه ورکړي،ربوډۍمور،سپين ږیری پلار د خپل زوی/لور سره غږېدو،مجلس او مینې ته يې کلونه کلونه انتظار کوي خو زوی/لور يې د ټولننزو رسنیو له کارونېنه وزګاريږي،بلې خوا بچي د خپل پلار له مينې ،خبرو او مجلسونو محرومه شوی،ځکه پلار يې له ټولینزو رسنیو له نړۍ له وتلو فرصتنلري.

بله دا چې ژوند کې (ځان ښودنه) او ريا اوج ته رسيدلي چې دواړه خپل زیانونه لري،مثلاً که یو چا له یو اړمن سره زر دوه زره افغانیومرسته وکړه،پرته له دې چې د مقابل جانب عزت نفس په نظر کې ونیسي عکسونه يې ټولنیزو رسنیو ته پورته کوي او بل زیان يې دا شوچې ریا سره صدقې اجر او ثواب هم له منځه ځي.

همدارنګه ګورو چې يو کس يو ښه ځای کې که خواړه وخوړل ،یا  يې هم موټر،موبایل او یا بل قیمتي څيز وپيرودلو،ژر تر ژره يې انځورټولنیزو رسنیو ګرم بازار ته پورته کوي،چې دغه کار له یوې خوا د هغو خلکو د احساس کمترۍ باعث ګرځي چې وسه يې نلري له بلې خواددغه خلکو د مالي وضعیت په هکله اختطافګرو،غلو او لار شکونکو ته يو ښه سګنل ترلاسه کیږي،چې اکثریت اختطاف ،غلاوې او شوکې دهمدغو سرچینو نه په معلومات اخیستلو رامځته کیږي.

دا هم ولولئ:   د ټولنيزو او انټرنټي پاڼو استعمال څنګه محدود او کم کړو؟ / ارمان مهربان

اخلاقي بې لارې توب/لپاره هم دغه رسنیو یوه لاره همواره کړې یو کس ډير په اسانه کولای شي ،ډيرې ناوړې ويډيوګانې،لیکنې او نور غیراخلاقي مواد په ثانیو کې د يوه کِلک په ذریعه ترلاسه کړي،غیر مشروغ اړیکو په ترویج کې هم ټولنیزې رسنۍ خپل اثرات او رول لري،پرته لهدې ټولنیزې رسنۍ نور منفي اړخونه هم لري چې تر ټولو مهمه او حیاتي برخه يې د هغه زده کونکو پر زده کړو منفي اغیزې برخه ده ،دمختلفو سروې ګانو او تحقیقونو په ذریعه دا جوته شوې ،هغه زده کونکي چې پخوا يې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی نه درلود يا يې اجازه ورتهنه درلودله نتایج يې ډير ښه برعکس کله يې چې ټولنیزو کارونې ته مخه کړې وي د هغوی د زده کړو بهیر يې تر منفي اثراتو لاندې راوستی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*