ګوګل څنګه زمونږ ذهن لولي او پوهیږي چې د څه په اړه فکر کوو؟_حکمت الله همت

لیکونکی: حکمت الله همت

زه په دې باور یم چې ګوګل هره ورځ په یوه ډول زما ذهن لولي ، په فکري بڼه مې پوه شوی او ددې توان لري؛ کله چې زه خپل کمپیوټر ته کښېنم یا خپل مبایل راواخلم او ګوګل پکې را خلاص کړم مخکې له دې چې زه یو څه د ګوګل په پاڼه ولټوم ګوګل پخپله ماته د هغه څه وړاندوینه کوي چې زه یي په اړه فکر کوم.
زه ډار شوی یم! زه ډېر ورخطا شوم؛ ما تېره شپه داسې شیان د ګوګل په مخ ولیدل چې ما یې نه په اړه چاته ویلي وو او نه مې هغه شېبه په ګوګل کې د هغه په لټولو پیل کړی وو؛ فقط همغه شېبه مې د هغه په اړه فکر کړ.
زه څنګه د داسې یو حالت سره مخامخ شوی یم، آیا ګوګل کولای شي په یو ډول زما په مغز کې سیګنالونه ولولي او هغه څه وژباړي چې زه یې په اړه فکر کوم؟ آیا کولای شي هغه بېرته راوباسي او زما دماغ ته د نظرونو انجیکشن پیل کړي او د ټیلیفون یا کمپیوټر په مخ یې ماته وړاندې کړي؟
په دې وروستیو کې ما هغه شیان د ګوګل په مخ ولیدل چې ما یې په اړه ډېر فکر کړی وو او یا مې غوښتل چې ویې لټوم زما د فکري بڼه، زما علمي څېړنې او ځينې داسې هیلې مې چې ځینې وخت یې د رسېدو لپاره په ګوګل کې هم څیړنې کوم، زه دې هر څه حیران کړی یم.
ددې حالت لیدلو زه لیواله کړم چې په دې اړه پلټنه او څېړنې وکړم!
ما له ځان سره پرېکړه وکړه چې زه باید د هغه څه په اړه څېرڼه وکړم او پیدا یې کړم چې په دې وروستیو کې ما ډاروي، چېرې داسې شیان چې ما یې په اړه خبرې هم ندي کړې او هغه شېبې چې ما د یو څه په اړه هېڅ په پلټنه پیل کړې نه وي تر ما د مخه یې ګوګل ماته په خپله وړاندوینه کوي. دا ډېره اړینه موضوع وه! ددې معما د ځوابونو ترلاسه کولو لپاره تر اوسه هېچا دې ته پاملرنه نه وه کړې او نه یې په اړه پلټنه کړې چې حقیقت څه دی.
زه بښنه غواړم! زه پخپله هم تر اوسه نه پوهېدم چې دا واقعیت ریښتیا دی چې ځينې وخت ګوګل زمونږ ذهن لولي ، زه ډېر لیواله شوم چې په دې اړه څېړنې او پلټنې پیل کړم دا زما سره په ورځني ژوند کې ډېر پېښ شوي دي لکه څنګه چې : څو شېبې وړاندې ما پخپل ټیلیفون کې د ګوګل پاڼه خلاصه کړه، اراده مې وکړه چې د پرمختګ وېب پاڼه پکې ولټوم او د نن شپې مطالعې لپاره یو په زړه پورې مطلب پکې پیدا او مطالعه کړم؛ زه ناڅاپه ددې پېښې سره مخ شوم؛ ګوګل له ما وړاندې د پرمختګ وېب پاڼې نوم ماته د لټون په پاڼه وړاندې کړ ګواګي پوه شو چې زه غواړم د پرمختګ وېب پاڼه خلاصه کړم.
زه ورخطا شوم! زړه مې له قفس ووت او په لړزه شوم چې دا څه دي؛ ما خو تر اوسه په دې اړه نه چاته څه ویلي دي او نه مې نن شپه د خپل ټیلیفون په مخ د پرمختګ وېب پاڼې په اړه څه لټولي دي.
ما په څېړنه پیل وکړ او په ګوګل کې مې د ځينې مشهورو مسلکي څيړونکو او د معتبرو وېب پاڼو په څنډو کې ددې موضوع په اړه ډېر څه پیدا او راټول کړي غواړم له تاسې سره یې شریک کړم.
کله چې تاسو د نړۍ په اړه یا د خپل پوهاوي لوړولو او د زده کړې لپاره د ګوګل لټون ماشین کاروئ، ګوګل ستاسو په اړه د زده کړې لپاره ستاسو لټونونه کاروي ، هغه ستاسې د پېژندنې لپاره ستاسې د لټون لینکونه څاري او غواړي ستاسې په خوښه او اجازه ستاسې د فکري بڼې په اړه پوه شي.
هڅه مې وکړه په دې اړه د نورو نړیوالو څېړونکو نظریات ولټوم ،په نړیوالو معتبرو وېب پاڼو کې مې هم نوموړې موضوع ولټوله غواړم ژباړه یې له تاسې سره شریکه کړم .
ریښتیا! ګوګل د انسان په وسیله جوړ شوی ماشین دی راځئ تر ګوګل مخکې لمړی د انسان په اړه خبرې وکړو او د انسان فکر ته یوه کتنه وکړو.
آیا انسانان کولای شي چې یو د بل ذهن او فکر ولولي ؟
دې پوښتنې ته په ځواب کې (ارواه پوهنه نن ورځ) ورځپاڼه لیکي:
ژباړه: >> انسانان په مستقیمه توګه نشي کولی د نورو ذهنونه ولولي؛ مګر کولی شي ذهني ماډلونه(دمقابل لوري د ژوند او فکر بڼه) پخپل اند سره رامینځته کړي ترڅو د خلکو په افکارو او احساساتو پوره او په مؤثره توګه پوه شي,دا د احساساتي دقت په نوم هم پیژندل کیږي او په دې کې د “لوست” نښې شاملې دي چې څنګه د بل چا د کلمو، احساساتو او بدن ژبې ته په کتلو سره ددوی فکري بڼه پیدا کړو،په دې پوه شو چې ډېر د څه په اړه فکر کوي او په اړه یې ځانته د پوهېدو ټیلګراف جوړ کړو. ډیری خلک تر یوې کچې د نورو د لوستلو توان لري؛ مګر هغه کسان چې د اروایي ګډوډۍ سره مخ دي کېدای شي د نورو احساساتو یا ټولنیزو نښو پیژندلو لپاره یوازې مبارزه وکړي.
وړاندیونه شوې چې د خپلوانو، ملګرو یا شریکانو ذهنونه آزاد پریږدئ په اړیکو کې ډیری خلک د خپلو فکرونو په اساس د نورو ذهنونو د لوستلو لپاره د ملګري یا کورنۍ د غړي د وړتیا په اړه د پام وړ ذهني تېروتنه کوي، داسې انګیرل کیږي چې څوک چې دوی ښه پیژني باید پوه شي چې دوی څه فکر کوي یا احساس کوي، حتی که دوی دا په لوړ غږ نه وي ویلي<<
ددې څېړنې پایلې ته په کتلو سره مونږ ته ثابته شوه چې په مستقیم ډول انسانان یو د بل ذهن او فکر نشي لوستلی تر څو چې دوی یو د بل په خوی او خواصو عادت نشي، یو د بل سره خپلې مفکورې او د خپل ذهن پوهاوی شریک نه کړي، ډېر اوږده بحثونه او رازونه سره شریک نکړي دا ناشونې ده چې مونږ د یو انسان ذهن او فکر ولولو.
اوس نو انسان ته په کتلو سره ګوګل او په ټوله کې ویلی شو چې تکنالوژي او ساینس هم د انسان په خوښه، اړتیاوو، غوښتنو او پوهاوي ته په کتو سره منځته راغلي دي اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې له انسان وروسته د انسان په فکر او پوهاوي جوړ شوي ماشین(ګوګل) ته کتنه وکړو چې ګوګل په ریښتیا زمونږ فکر لولي او دا وړتیا لري.
له ډېرو څېړنو او پلټو وروسته مو هغه حقیقت پیدا کړ چې په دې اړه خپله د ګوګل کمپنۍ غړو په یوه مرکه کې په ډاکه کړی دی او د حقیقت او افسانې په اړه یې وضاحت ورکړی دی.
د “اټلانټیک”سره په مرکه کې د ګوګل کمپنۍ مدیر زیاته او ټینګار وکړ “تاسو اړتیا نلرئ چې تل خپل معلومات ټایپ کړئ، موږ ستاسې تېرو څېړنو او په ګوګل کې د لټول شوو معلوماتو په اساس پوهیږو چې د ګوګل استعمال کوونکي چېرته دي، مونږ ستاسې د لټول شوو معلومات په اساس حتی پوهیږو چې تاسې د څه په اړه فکر کوئ او په دې سره ګوګل ستاسو ذهن لولي.
د فارس د راپور له مخې ددبیر ټیلګراف ورځپاڼې د ټکنالوژۍ برخې سکرتر “شین ریچمونډ” (Shane Richmond) د ګوګل د اجرائیوي رئیس “ایریک شمیت” په حواله په یوه مقاله کې د شرکت پالیسي تشریح کړې ده.
ریچمونډ خپله مقاله په دې ټکو سره پیل کړه “د ګوګل اجرائیوي رئیس ایریک شمیت ټینګار وکړ :” د ګوګل پالیسي باید د خطر تر حده لاړ شي ، مګر له هغې څخه تېره نشي ”
شمیټ د “اتلانټیک” خبري سایټ سره په مرکه کې د ګوګل د پراختیا په اړه هم یاده کړه:”مونږ ددې معلوماتو په ترلاسه کولو سره تاسې هغې لارې ته برابروو چې ګوګل او معلوماتو ته د لاس رسي لاره درته آسانه کړو”
ګوګل پوهیږي چې تاسې د څه په اړه فکر کوئ!
د ګوګل مدیر ټینګار وکړ: “ستاسو په اجازې سره، تاسو پخپله مونږ ته د خپل ځان یا خپلو ملګرو په اړه معلومات راکوئ او په دې سره مونږ د لټون کیفیت لا ښه کولای شو. تاسو اړتیا نلرئ چې هر وخت د خپل ځان په اړه معلومات ټایپ کړئ ، مونږ پوهیږو چې تاسې چېرته یاست ، مونږ حتی لږ او ډېر پوهیږو چې تاسو د څه په اړه فکر کوئ”
هغه زیاته کړه: “کېدای شي ځینې خلک استدلال وکړي چې دا مسئله د قانون څخه بهر ده؛ مګر ګوګل یوازې ستاسو ذهن ستاسو په اجازه لولي” ګوګل ټول ستاسې په اړه ستاسې د کار او څيړنې د آسانتیا برابرولو لپاره هغه معلومات ذخیره کوي او یوې کټګورۍ ته يې اچوي ؛ کوم چې تاسې په ورځني ژوند کې د ګوګل لټون په ماشین او د رسنیو په نورو پاڼو کې لټولئ د مثال په توګه: ستاسې آشپزي ډېره خوښیږي هره ورځ د آشپزۍ په اړه ویډیوګانې او لیکنې لټوئ ، د راتلونکي لټون لپاره ګوګل اټکل کوي او غواړي له تاسې سره مرسته وکړي ، تاسې ته پخپله د آشپزۍ اړوند معلومات وړاندې کوي؛ ځکه ګوګل په دې اند دی چې په مخکیني لټون کې تاسې ټولې څیړنې د آشپزۍ په اړه وکړې دا ځل هم کیدای شي د ګوګل ماشین ته د آشپزۍ د معلوماتو د لټون په پار راغلي یئ.
ګوګل په لمړیو څېړنو کې هڅه کوي ستاسې فکري بڼه پیدا او یو ماډل ترې جوړ کړي دا ټول هغه څه دي چې ستاسې په خوښه او اجازه ترسره کیږي ، نو دا ستاسو په ذهن کې آرامي رامینځته کوي”
له څیړنې او ددې موضوع په اړه له مطالعې وروسته!
خدایي مې فکر شو او له ځان سره مې وویل: (ما خو تېره شپه هم پخپل ټیلیفون کې د ګوګل د لټون پاڼې پر مخ (پرمختګ)وېب پاڼه خلاصه کړې وه او ان د شپې تر ناوختې زه په مطالعه او د خپلې خوښې لیکنو په لوستلو پسې په پرمختګ وېب پاڼه کې بوخت وم) دا هغه وخت وو چې نور زما ډار ختم ، زړه مې آرام ، په شونډو مې مسکا خوره شوه او له ځان سره مې په کړس وخندل ځانته مې وویل: (ای ظالمه ګوګل د نړۍ په کچه یوه منلې او ټولې نړۍ ته د اعتبار وړ د معلوماتو د لټون ماشین دی، ګوګل هڅه کوي چې له مونږ سره په ورځني ژوند کې مرسته او د پرمختګ لپاره مو د لټونې او څېړنې د لا ښه کېدو په پار لارې آسانه کړي؛ ځکه له دغه لارې کار اخلي).
کله چې په پوره حقیقت پوه شوم په لیکلو مې پیل وکړ!
لمړی مې په دې اړه فکر وکړ؛ زه خو هره ورځ د خپل ټیلیفون په پاڼه پرمختګ وېب پاڼه خلاصوم او هلته د خپلې خوښې معلومات پیدا کوم او مطالعه کوم يې ان ځينې وخت راځي چې د شپې ناوخته د خوب په ځای کې په ټیلیفون کې مطالعه کړم ، کله داسې هم شوي دي چې د ټیلیفون پرمخ مې په ګوګل کې د پرمختګ وېب پاڼه خلاصه په مطالعه بوخت وم خوب راباندې زور شي ټیلیفون مې له لاسه لوېدلی وي او ویده شوی وم، ځینې وخت په خوب کې په اړخ واوړم ټیلیفون مې تر اړخ لاندې شي او له خواږه خوب مې راويښ کړي په خوبوړو سترګو دومره کړم چې د ټیلیفون انټرنټ ګل کړم ټیلیفون له ځان لرې او بېرته ویده شم کله بیا همداسې مطالعه نېمګړې ، ټیلیفون مې له لاسه لوېدلی او تر سهاره پاتې وي ، پرمختګ وېب پاڼه ان زما د فکر او پوهاوي یوه برخه ګرځېدلې ده ؛ ځکه یې د ګوګل لټون ماشین مخکې تر ما ماته وړاندوینه کوي.
په پای کې په دې ښه پوه شوم چې ګوګل هېڅ ډول مستقیمه اړیکه د انسان له ذهن سره نه لري ، ګوګل زمونږ کړنو، تېرو څېړنو او زمونږ فکري بڼې ته په کتلو سره هغه شیان او هغه ته ورته اټکلي مونږ ته وړاندې کوي چې ډېر مو لوستي،لیدلي،آورېدلي،ډاونلوډ کړي او په ګوګل کې لټولي دي. نور په دې پوره ډاډمن شوم چې ګوګل څنګه زما ذهن او فکر لوست ، ګوګل څنګه په دې پوهېدو چې زه څه غواړم چې په اړه یې پلټنه کړم او ګوګل څنګه زما د فکر او ذهن موجونه او سیګنالونه لوستل.
پای!

دا هم ولولئ:   پېشلمي او روژه ماتي کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ / محمد عزيز پردېس

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*