ځان ته مو وګورئ له ځانه وپوښتئ؛ څه شي زما د پرمختګ مخه نیولې ده؟ / حسیب الرحمن ساحل

لیکنه: حسیب الرحمن ساحل

له ځانه وپوښتئ: «څه شي زما د پرمختګ مخه نیولې ده؟» ځان ته مو پوره پام وکړئ او د خپل شخصیت، وړتیاوو، عادتونو، زده کړو اوتجربو په برخه کې خپل کلیدي محدودیتونه چې خپلو ټاکلو اهدافو ته له رسېدو یې بې برخې کړي یی مشخص کړئ.

له ځانه په جدیتوپوښتئ او په بشپړ ډول له ځان سره صادق و اوسئ. ستاسې او اهدافو ترمنځ بنسټیز خنډونه ډېر کله ستاسې په ذهن کې وي. دغهمحدودیتونه رواني او احساساتي بڼه لري.

دوی په حقیقت کې ستاسې دننه دي، د دې پر ځای چې ستاسې د باندې او په چاپېریال کېدې و اوسي. که غواړی هر هغه څه ترلاسه کړی چې وړتیا یې لری، نو پیل له همدغو خنډونو له لرې کولو څخه وکړئ.

د بریا پر لاره پراته دوه تر ټولو ستر خنډونه وېره او شک دي. تر ټولو وړاندې د ناکامۍ، لوږې، شرم او ردېدو وېره ده چې عادي انسان لههڅو را ګرځوي. له همدې کبله ده چې د نویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د هڅو اوسط تر یو هم ټیټ دی. همدا چې د هدف په اړهفکر پیل کړي، وېره ورباندې غالبه شي، لکه د اور پر یوه کوچنۍ لمبه چې د اوبو ډک سطل تش کړې، د بریا لپاره لېوالتیا په بشپړ ډول لهمنځه ولاړه شي.

د وېرې او شک په برخه کې تر ټولو ښه خبره دا ده چې دا دواړه زده شوي احساسات دي. کله مو منفي ماشوم لیدلی؟ ماشومان نړۍ ته لهوېرې او شک پرته راځي. له همدې کبله هر څه چې دوی وروسته زده کوي، د تمرین او تکرار پر مټ یې بېرته هېرولی هم شي. د وېرې اوشک لومړني درمل جرئت او باور دي.

دا هم ولولئ:   نوي ځوانان، د یو باریک پړاو لارویان دي/ رضاءالله ځار

څومره مو چې د زړورتیا او باور کچه لوړېږي، په هماغه اندازه به مو د وېرې او شک کچه ټیټه اوستاسې پر کړنو او چلند به یې اغېز کم شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*