د تخمدانونو پولي سیستیک ناروغي (Polycystic Ovary syndrome) / دوکتورس شغله شېنوارې

لیکواله: متخصص دوکتورس شغله شېنوارې.

(PCOS)

په ښځو کې یوه ډیره عامه ناروغي چې د بې اولادۍ او د عادت ماهوار د بی نظمیو یو ډیر عام سبب ګڼل کېږي د PCOS ناروغي ده. تقریبا د 40 – 85% ښځې  د نړۍ پر سطحه ددې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دی، په  UK کې د هرې 10 ښځو څخه یوه په دې ناروغۍ اخته ده اما بیا په هندوستان کې دا رقم لږ څه متفاوته دی د هرو 10 ښځو څخه 8 ښځې په دې ناروغی اخته دی.

د PCOS  څه ډول ناروغي ده؟

که د نوم په نسبت دې ناروغۍ ته وګورو، نو ویلی شوو کله چې په تخمدان (Ovary) کې سیسټونه (cysts) رامنځته شي نو دیته PCOS وایي.

څنګه کولای شوو چې په ښځو کې دا ناروغي وپیژنو او تشخیص یې کړو؟

دا ناروغي خپلې نښې نښانې لري چې په لاندې ډول دي:

۱:  غیر منظم میاشتې عادت ماهوار (Irregular period): ناروغه به تاسو ته د خپلې ګډوډې میاشتنۍ ناروغۍ یا حیض څخه شکایت کوي، مثلا کیدای شي ناروغه تاسو ته د خپلې په خنډ سره د عادت ماهوار څخه شکایت وکړي (Delayed Mens) ، یا د Oligo menorrhea (که چیرې په کال کې د ۹ څخه کم میاشتنۍ مریضي موجوده وي) څخه شکایت وکړي، یا هم هیڅ میاشتنی عادت نوي موجود ( Amenorrhea)، ځکه چې تخمه به نه ازادیږي.

IMG 6258

۲: زیات نارینه هورمونونه ( excess androgen) :د ناروغ په وجود کې به د سړیو د هورمونو زیاتوالی موجود وي، چې د فزیکي علایمو د رامنځته کیدو سبب ګرځي لکه په مخ او بدن باندې د ویښتانو زیاتوالی، د سر د ویښتانو زیاد رژیدل، په مخ په باندې د غوړنیو دانو زیاتوالی (Acne).

دا هم ولولئ:   په اقتصادي پرمختيا کې د خوړو او روغتيا ونډه

۳: په تخمدانونو کې د زیاتو سیسټونو موجودیت (Polly cystic ovaries) : کله چې تاسو ناروغ ته سکن کوئ نو تخمدانونه به لوی شوي وي ځکه په زیات مقدار سیسټونه (یوه کچوړه چې په منځ کې صاف مایعات موجود وي) به په کې موجود وي.

که چیرې تاسو د پورته دریو حالتونو څخه حد اقل دوه حالته ولرئ نو تاسو د pcos په لوحه کی تشخیص کیږئ.

Medical condition:

د PCOS اکثره ناروغانو وزن به زیات یا هم به چاق وي.

IMG 6260

د PCOS ناروغان کیداشي به ځینو طبي ستونزو اخته شي لکه Type 2 Diabetes ( د شکر دوهم قسم)، Dyslipidemia ( په وینه که د غوړیو لوړوالی )، obstructive sleep Apnea  ( یعنی د څو ثانیو لپاره د ساه بندیدل)، Depression and Anxiety، An ovulatory infertility, endometrial Hyperplasia.

تداوي:

تر ټولو لومړی خبره داده چې ناروغ باید خپل ورځینۍ د ژوند طریقه بدله کړي لکه په غذا کې تغیرات، د خوب منظم کول او د بی خوبۍ څخه مخنیوی، منځم تمرین کول، هغه فکتورونه مخه نیول چې د تشویش او نارجتۍ سبب ګرځي او نور…..

طبي تداوي:

یو لړ درمل دي چې مونږ کولای شوو استعمال یی کړو نسبت د مریض کلینیکي لوحې  او لابراتواري معایناتو ته:

 Combined estrogen – progestin contraceptives

 Medroxyprogesterone acetate (5-10mg), 10-14 days every 1-2 months

 Metformin

Anti – Androgens:

• Spironolactone (50-100mg BID)

• finasteride

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*