ځينې ټولنيز اصول چې مراعت به يې ستاسې شخصيت جوړونه کې رول ولوبوي / فضل شینواری

فضل شینواری

Group Of Male Teenage Students Walking Around College Campus

۱: د کور څخه د وتلو په وخت کې د غاښونو بُرس خامخا استعمال کړئ.

۲: کوښښ وکړئ چې همېش ښه لباس واغوندئ ، ښه لباس ستاسې شخصيت تمثيلوي.

۳: کوښښ وکړئ چې نغدې پيسې ځان سره په جيب کې وګرځوئ مهمه نده چې ډېرې دي يا کمې

۴: که په مجلس کې درسره چا روغبړ کول په احترام يې ودرېږئ.

۵: هغه شيانو په اړه نظر څرګند کړه کوم شيان چې تاسې ته په زړه پورې دي.

۶: مېلمه سره په ورين تندي خبرې وکړئ هغه ستا دستراخوان ته نه بلکې ستاسې طبعيت ته ګوري.

۷: د داسې ناروغۍ په حال کې ملګرو سره په چکر مه وځه کومه چې نورو ته تکليف رسوي.

۸: کوښښ وکړه چې د ملګرو تيليفون بغير له کوم اشد ضرورته استعمال نکړې.

۹: که کوم مجلس ته داخلېږئ لومړۍ د مجلس په موضوع ځان پوه کړئ ورستو بيا نظر څرګند کړه.

۱۰: د ملګرو په مېنځ کې هغه کليمات مه کاروئ په کوم چې پوهېږې ملګری خفه کېږي .

۱۱ : د روخصتېدو په وخت هيچاته دا مه وايه چې چرته ځې.

۱۲ : په داسې حال کې په مبايل کې مه غږېږې چې خوا کې خلک درسره په زحمت وي.

۱۳ : که چرته د شپې مېلمه شوی وې نو سهار کې د حجرې اجناسو په اړه بد مه وایه.

۱۴ : قلم د پرتوګاښ لرګي په توګه هېڅ وخت مه استفاده کوئ په ځانګړي توګه د ماشومانو په وړاندې.

۱۵ : د خپل قيمت بها لباس او څپليو په اړه مجلس کې څه مه وايه .‎

دا هم ولولئ:   ولې ستونزې لازمي دي؟ / مولانا وحید الدین خان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*