وفاداره سپی!!

لیکنه او ترتیب:حمدالله مومن

اوريدلي به مو وي چې سپی د ټولو حیواناتو په پرتله ډېر وفادار او په ډېرو مواردو کې انسان د خپلو ملګرو په پرتله پرې زيات باور کولای شي، دا ليکنه مې د نړۍ د يو مشهور وفادار سپي(هاچیکو) د وفادارۍ په اړه ترتیب کړې ده.
ايا کله مو د هاچيکو سپي په اړه اوريدلي دي؟
د توکيو پوهنتون پروفيسور هیدیسابور ویوینو د جاپان د اکیتا ولايت د اوډات ښار څخه په ۱۹۲۴ م کال د هاچیکو په نوم يو سپی واخيست او له ځان سره يې وساته، د پروفيسور د ښه چلند له امله د پروفيسور او هاچیکو تر منځ ملګرتیا تردې حده پخه شوه چې ان له یو بل څخه نه جلا کېدونکي وو، هاچیکو به هر سهار پروفيسور د ريل ګاړی تر تمځايه بدرګه کاوه او غرمه مهال به يې په تمځای کې د خپل دمالک د راتلو لارې څارلې، په ۱۹۲۵ کال د مۍ د میاشتې په ۲۱مه نېټه يوه ورځ هاچيکو په ریل تمځای کې د پروفيسور راتلو ته منتظر وو، یو خوا او بله خوا يې کتل، په ساعتونو ساعتونو يې انتظار وکړ خو پروفيسور رامعلوم نشو، وروسته معلومه شوه چې هغه په پوهنتون کې د دماغي سکتې له امله ساه ورکړې وه، هاچيکو د پروفيسور د کورنۍ سره د هغه پخواني باغ ته ولاړ او د خپل پاتې لس کلن ژوند په اوږدو کې کې هر سهار او ماسپښين د شيبويا اورګاړي تمځای کې په ساعتونو ساعتونو انتظار کاوه تر څو خپل مالک وويني خو هېڅکله داسې ونشول.
د جاپان ديوې مشهورې ورځپاڼې خبريال په ۱۹۳۲کال کې يوه ورځ د هاچيکو قصه په اخبار کې خپره کړه چې له امله يې هاچيکو په ټول جاپان او د نړۍ په لر او بر کې مشهور شو، ډېر خلک دشيبویا ریل سټيشن ته د هاچیکو ليدلو ته ورتلل ، د هاچيکو افسانوي وفاداري د وفادارۍ ملي سمبول وګرځيد او د جاپان خلک يې زيات اغېزمن کړل، په ۱۹۳۴ م کال کې د شيبویا ريل تمځای مخې ته هاچيکو ته د درناوي په پار د هغه د برونزو مجسمه په ډېرو لویو مراسمو کې پرانستل شوه او پخپله هاچيکو پکې د مشر ميلمه په توګه بلل شوی وو. په ۱۹۳۵کال د مارچ په ۸ نېټه هاچيکو د خپل مالک د اوږد غم له امله ومړ او د پروفيسور د قبر ترڅنګ خښ شو. د دوهمې نړيوالې جګړې په مهال د هغه مجسمه ټوټه ټوټه شوه خو په ۱۹۴۸ م کال يې مجسمه بيا جوړه شوه او هرکال د مارچ د مياشتې په ۸ نېټه د توکيو شيبويا اورګاړي په تم ځای کې هاچيکو ته د عقيدت پيرزوينې په يو لړ شانداره مراسمو کې وړاندې کېږي.
د هاچيکو د وفادارۍ په اړه څو کتابونه ليکل شوي دي او کې په ۱۹۸۷ م کال کې پرې يو فلم د (Hachiko Monogatari) په نوم جوړ شوی دی چې ددې فلم په استناد د امریکاهالیووډ د (Hachiko- A dogs Tale) په نوم جوړ کړی دی.
هر کال د نړۍ له لر او برڅخه یو زیات شمېر خلک د هاچیکو د مجسمې ليدلو ته ورځي، له نيکه مرغه د ۲۰۱۷ م کال په پای کې توکيو ته د پوهنې وزارت له لورې په يو سمينار کې د ګډون په موخه ولاړم او هلته مې د څو ملګرو په ملتيا د هاچيکو د مجسمې څخه ليدنه هم وکړه.

دا هم ولولئ:   هغه سړی؛ چې ۱۸ کاله په یوه هوایي میدان کې اوسېده

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*