هغه سړی؛ چې ۱۸ کاله په یوه هوایي میدان کې اوسېده

جالب

هغه سړی چې ۱۸ په یوه هوایي میدان کې اوسېده

مهران کریمي ناصري هغه ایرانی و چې پوره اتلس کاله د پاریس په مرکزي هوایي میدان (چارلس ډیګال) کې واوسېده.

کریمي په کال ۱۹۴۵کې د ایران په خوزستان سیمه کې پيدا شوی و. دی لا د ۲۳ کالو و چې پلار یې د سرطان (کېنسر) په ناروغۍ مړ شو او د پلار له مرګ سره سمدستي ورته مور هم دا خبره وکړله چې ته زما خپل زوی نه یې.

مور یې له دې راز پرده پورته کړه چې مهران په اصل کې خپل پلار او یوې سکاټلنډۍ نرسې د اړیکو په نتیجه کې پیدا شوی دی.

مهران په کال ۱۹۷۴ز کې د زده‌کړو لپاره له ایران نه برېټانیې ته لاړ، خو بېرته چې ایران ته راستون شو، نو د ایران پاچا د خپل مخالفت له وجې اول بندي کړ او بیا یې بې له پاسپورټه جلاوطنه کړ. مهران برېټانیا ته د ستنېدو کوشش وکړ، خو هلته به څو ځله ونیول شو او بېرته به یې بلجیم یا فرانسې ته ولېږه.

پاسپورټ ورسره نه و، نو له دې وجې یې څو څو ځله د اروپا په بېلابېلو هیوادونو کې د پناه اخیستو هڅه هم وکړله. ملګرو ملتونو کډوالو ته د پناه اخیستو اسناد ورکول، خو وروسته بیا مهران وویل په کوم بکس چې چې د ده اسناد وو، هغه بکس هم ترې چا پټ کړ.

دې در په در او خاورې په سر سړي د کوم ځای نه دا معلومات کړي وو چې مور یې د برېټانیا په ګلاسګو کې اوسېږي.

دا هم ولولئ:   یوه جوړه سنډل په ۱۷ میلیونه ډالر؛ نور دلته ولولئ

وروسته چې بیا فرانسې ونیوه، نو ده سره هېڅ سند نه و او له دې وجې بیا یې ډيپورټ کولای هم نه شو. مهران هم لاړ، په کال ۱۹۸۸ کې د چارلس ډيګال په هوایي ډګر ورننوته او هلته یې پخه ډډه ولګوله.

ویل کېږي چې یو ځل پرې محکمه هم وشوله، خو د محکمې فیصله دا وه چې مهران له میدان نه بهر نه شي ویستل کېدای، البته یې دا هم ورسره وتړله چې هغه پخپله هم له دې میدانه بهر د فرانسې خاورې ته نه شي داخلېدی.

مهران کریمي ناصري د کال ۱۹۸۸ نه تر ۲۰۰۶ پورې په همدې هوايي میدان کې دننه اوسېده.

دغه بې کوره بې درکه ایرانی سړی به د هوایي ډګر په سره پلاستیکي اوږده څوکۍ ویده کېده، سګرټ به یې څکول او د میدان مامورینو سره یې ملګري اچولې وه، هغوی به خوراک څښاک او نور د ضرورت څيزونه ورکول او خپل یاداشتونه به یې لیکل. د هوایي میدان مامورینو دا سړی (لارډ الفرډ مهران) ونوموه او دا د هوایي میدان په وړه دنیا کې مشهور انسان شو.

د دې هوایي میدان یوه ویاند ویلي وو چې دا سړی په میدان کې مشهور کس و، د هوایي میدان خلکو ورسره زړه لګولی و او هغه خبره ده چې «زموږ عملې به یې تل خدمت کوه.»

الفرډ مهران په کال (۱۹۹۹) کې په یوه مرکه کې ویلي وو چې: «زه به یو وخت حتماً له دې میدانه ووځم، خو لا هم پاسپورټ او د ټرانزیټ ویزې ته په تمه یم.»

وروسته چې مهران ته د پناه اخیستو اسناد ورکول کېدل، نو هغه لاسلیک نه کړل، ځکه ویل یې چې زما خپل نوم او تابعیت په کې نشته. په اسنادو کې یې الفرډ مهران لیکل شوی و.

دا هم ولولئ:   د کاناډا لومړی وزیر جسټن تورېډو: ورزشکار، فلمي ستوری، ویناوال، د څو نیمګړو پوهنځیو محصل، خو بریالی سیاستوال

مهران به ویل چې زه ایراني الاصله برېټانیايي وګړی یم او زه د پناه اخیستونکي په توګه فرانسې ته نه شم وړل کېدلای.

په کال ۲۰۰۳ کې ترې یوه خبریال پوښتنه وکړله چې په دې میدان کې دې دومره کلونه ضایع کړل، خفه پرې نه یې؟ هغه ورته وویل: «هېڅ خفه نه یم، زه یوازې په دې پوهېدل غواړم چې زما مور څوک ده؟»

ویل کېږي کله چې د مهران صحت خراب شو، نو هغه روغتون ته یوړل شو، بیا یې څه وخت د کډوالو په کمپ کې تېر کړ، خو د هوايي میدان مامورین وایي چې په وروستیو کلونو کې بېرته میدان ته لاړ، تر دې چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۲مه نېټه هماغه میدان کې د زړه حملې له وجې مړ شو.

مهران په کال ۲۰۰۴ کې خپل ژوندلیک د The Terminal Man په نامه نشر کړ او بیا وروسته پرې بیا په همدې نامه فلم هم ساز شو.

دا هم د کولو خبره ده چې په ۱۹۹۳ کې د مهران په ژوند د Lost in Transit یو فلم هم ډک شوی و.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*