د نړۍ هغه غوره پوهنتونونه چې په هغو کې زده کړه د هر يوه هيله ده!

ژباړه:محمد عزیز پردېس

د هر چا لپاره د پوهنتون زده کړه د ارزښت وړ ده او که تمه دا وي چې له هېواده بهر زده کړې وشي، نو هر څوک دا خوښوي چې د نړۍ يو تر ټولو ښه پوهنتون کې زده کړې وکړي. د ګڼو پوهنتونونو ترمنځ د يو مناسب پوهنتون ټاکل هم څه اسانه خبره نه ده او په دې برخه کې بايد د پوهنتون ټول شرايط لکه: لګښت، د منلو کړنلارې، د محصلۍ ژوند، د اوسېدو ځای او نور موارد په پام کې ونيول شي. دلته به تاسې ته د نړۍ هغه غوره پوهنتونونه چې په هغو کې زده کړه د هر يوه هيله ده، در وپېژندل شي. له موږ سره پاتې شئ.

د نړۍ د غوره پوهنتونونو د ارزونې او پرتلې لپاره بېلابېلې ډلبندۍ موجودې دي.
په دغو ډلبنديو کې ځيني پوهنتونونه د پوهنځيو، ځيني د غوره محصلينو، ځيني د غوره ښوونيزو ميتودونو او همداسې نورو اړخونو له مخې ارزول کېږي.

۱- هاروارډ پوهنتون (Harvard University)
دغه خصوصي پوهنتون په کال ۱۶۳۶ کې په کمبريج کې رامنځته شو او دمګړی د نړۍ له غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي. د دغه پوهنتون له محصلينو او استادانو له ډلې ۴۹ يې د نوبل جايزه، ۳۲ تنو يې د هېواد په کچه مقامونه او ۴۸ تنه يې د پوليټز ګټونکي شوي دي. هاروارډ پوهنتون د غوره طب، حقوق، کسب او کار پوهنځيو او همداراز ترټولو لوی کتابتون په درلودو سره هم مشهور دی. کوئينسي اډامز( د امريکا شپږم ولسمشر )، ټئوډور روزولټ، هلن کلر، جان اف کنډي، بېل ګېټس، باراک اوباما او ميشل اوباما په دغه پوهنتون کې زده کړې کړي دي.

۲- په برکلي کې د کليفورنيا پوهنتون (University of California at Berkeley)
دغه دولتي پوهنتون چې د غوره خصوصي پوهنتونونو په څېر غوره زده‌کړيالان جذبوي، په کال ۱۸۶۸ کې يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ياد پوهنتون د کليفورنيا ښوونيز سيستم په لومړي کتار کې ځای لري. له دغه پوهنتونه تر دې دمه ۳۰ تنو د نوبل جايزې ګټلې دي چې له دې ډلې ۷ تنه يې همدا اوس د پوهنتون غړيتوب لري. سټيو وازنياک، ګرګوري پک او جنټ يلن د دې پوهنتونو له مطرحو زده کړيالانو څخه پاتې شوي.

دا هم ولولئ:   د حمزه بابا څواړخیزه شخصیت

۳- شيکاګو پوهنتون (University of Chicago)
دغه پوهنتون هم د نړۍ يو له معتبرو پوهنتونو څخه شمېرل کېږي. د ډي ان اې د جوړښت کاشف جيمز ډي واټسن، ستوری پېژندونکی کارل سيګن، د ټلسکوپی خدمتونو وړاندې کوونکی اډوپن هابل او نوموتی اقتصاد پوه مياټون فريډمن د دې پوهنتون زده کړيالان دي.

۴- الازهر پوهنتون (Al-Azhar University)
دغه ستر پوهنتون د ۹۷۰ نه تر ۹۷۲ کلونو پورې د مصر هېواد په قاهرې کې رامنځته شو. یاد پوهنتون په نړۍ کې د عربي او اهل سنت اسلامي علومو اصلي مرکز دی. ياد پوهنتون اوسمهال تقريبا په ټولو څانګو کې د دوکتورا تر کچې پورې محصلين روزي.

۵- ميشيګان پوهنتون (University of Michigan)
دغه څېړنيز عمومي پوهنتون د ميشيګان ايالت ترټولو پخوانی پوهنتون دی چې په ۱۸۱۷ کال کې يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ياد پوهنتون د انساني علومو، ټولن پېژندنې، انجينيرۍ، طب، رياضي او حقوقو برخو کې بېلابېلې او ډول ډول ښوونيزې پروسې لري چې د دوکتورا تر کچې په کې فارغان ټولنې ته وړاندې کوي.

۶- کلمبيا پوهنتون (Columbia University)
دغه خصوصي پوهنتون د نيويارک په منټهن کې په کال ۱۷۵۴ کې رامنځته شو. له ياد پوهنتونه معتبره کسان لکه، د امريکا د بنسټ ايښودونکي پلار؛ فارغ شوي دي. د دغه پوهنتون د فارغانو له ډلې ۱۲۵ يې د پوليټرز ګټونکي، ۲۹ يې د اسکار ګټونکي او ۳ تنه يې ولسمشران پاتې شوي دي.

۷- ييل پوهنتون (Yale University)
ييل پوهنتون په کال ۱۷۰۱ کې رامنځته شو. دغه پوهنتون د حقوقو پوهنځي او څيړنيز مرکز په لرلو سره خورا مشهور دی. بېل، هيلري کلنټون، ټام ولف، اليور سټون، پاورل نيومن او مريل سټريپ د دې پوهنتون زده کړیالان پاتې شوې دي.

۸- پرينسټون پوهنتون (Princeton University)
دغه پوهنتون د حقوقو، طب او کسب او کار پوهنځي نه لري، خو د څيړنيزو نظريو د مخزن په توګه پېژندل کېږي. ياد پوهنتون د ليسانس په کچه په انساني علومو، ټولن پېژندنې، تجربي علومو او انجينيرۍ په برخو کې زده کړيالان روزي.

دا هم ولولئ:   اوچت والوځه….

۹- د انګلستان کمبريج پوهنتون (University of Cambridge)
د انګلستان کمبریج پوهنتون چې مخينه يې ۱۲۰۹ کال ته رسېږي، د نړۍ اووم لرغونی او يو له غوره پوهنتونونو څخه دی. د هغو رياضي پوهانو او نومتو کسانو نوملړ چې له دې پوهنتونه فارغ شوي، اوږد دی. د بېلګې په ډول: ايزاک نيوتن، چارلز ډاروين، فرانسیس بېکن، جان مېلټون، لرډ بايرون، رابرټ اوپنهايمر او سټيو هاوکينګ هغه کسان دي چې له دې پوهنتونه فارغ شوي دي.

۱۰- سټنفورډ پوهنتون (Stanford University)
دغه پوهنتون د حقوقو، طب، د کسب او کار او ښوونيزو علومو څانګو باندې تمرکز لري.
د ياد پوهنتون تر چتر لاندې يو شمېر موسسې هم فعاليت لري، لکه: د (Hoover) د جګړې څېړنيزه موسسه، د مارتين لوترکېنګ د ښوونې او څېړنې موسسه، د انقلاب او سولې موسسه.

۱۱- اکسفورډ پوهنتون (Oxford University)
دغه ۹۰۰ کلن پوهنتون، د نړۍ ترټولو پخوانی موزيم او د انګلستان د پوهنتونونو په کچه ترټولو لوی کتابتون لري او همداراز د انګلستاني پوهنتونو ترټولو پخوانۍ نشريې يې خپرې کړې دي.

۱۲- ټورنټو پوهنتون (University of Toronto)​
دغه پوهنتون د کاناډا ترټولو غوره پوهنتون دی چې څه باندې ۸۰ زره زده کړيالان، ۲۰ زره کارکوونکي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۵۳۰ زره فارغين لري. ټورنټو پوهنتون يوه پراخه ښوونيزه موسسه ده چې د ليسانس په کچه څه د پاسه ۷۰۰ ښوونیزې برنامې او د ماسټرۍ په کچه ۲۰۰ ښوونيز پروګرامونه لري چې له انجينيرۍ او طب څخه نيولې تر موسيقۍ او مدني مطالعاتو پورې برخې پکې شاملې دي.

۱۳- نيويارک پوهنتون (New York University)
د دې پوهنتون ترټولو لوی پوهنځی چې په ګرينويچ ويلج کې موقعيت لري، د علم او هنر پوهنځی دی. په دغه پوهنځي کې د فيلم او ټلويزيون، نڅا او نندارې څانګې شاملې دي چې د کارپوه او ارشد کارپوهۍ په کچو فارغان وړاندې کوي. همداراز د دې پوهنتون د کسب او کار، حقوق او طب پوهنځي هم د کيفيت له اړخه په لوړه درجه کې ځای لري.

دا هم ولولئ:   باب دی په بیان د مینه کې / سیال یوسفي

۱۴- جان هاپکينز پوهنتون (Johns Hopkins University)
دغه پوهنتون د طب په برخه کې ډېر مخکې او مشهور دی. د بيولوژۍ، انيجينرۍ، نړيوالو اړيکو او ليکوالۍ په برخه کې د پام وړ پروګرامونه هغه څه دي چې دې پوهنتون ته يې د ټولو پاملرنه را اړولې ده.

۱۵- پنسيلوانيا پوهنتون (University of Pennsylvania)
دغه خصوصي پوهنتون په کال ۱۷۴۰ کې د بنجامين فرانکلين له لوري رامنځته شو. دوه ولسمشران، ۲۵ ميلياردران او ۳۵ د نوبل جايزې ګټونکي د دې پوهنتون محصلين پاتې شوې دي.

۱۶- سوربن پاريس پوهنتون (Sorbonne)
په دغه لويې ښوونيزې فرانسوي موسسه کې د ادبياتو، ژبې، د تمدن د مطالعې، هنر او انسانی علومو په برخو کې د زده کړې زمينه برابره ده. سوربن پوهنتون چې په خپل همغه لومړني پخواني ځای کې موقعيت لري، د وخت په تېرېدو سره د پاريس نورو برخو ته پراخ شوی دی. سوربن يو وخت د نړۍ له ۵ غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کېده.

۱۷- د بيت المقدس عبري پوهنتون (Hebrew University of Jerusalem)
دغه پوهنتون د نړۍ یو له لومړنيو پوهنتونونو څخه دی چې د طب، رياضي، کسب او کار او اقتصاد په برخو کې معتبرې ښوونيزې برنامې لري. ياد پوهنتون همداراز د انجينيرۍ او ځمک پېژندنې په برخو کې د فعالو او مخکښو پوهنځيو لرونکی دی.

۱۸- برېټيش کلمبيا پوهنتون (University of British Columbia)
دغه معتبره پوهنتون د کاناډا په ونکوور ښار کې موقعيت لري او د نړۍ له غوره پوهنتونونو څخه دی چې تر دې دمه يې ۷ د نوبل جايزې، ۶۵ د المپيک مډالونه او د روډز ۷۹ بورسيې ګټلې او ترلاسه کړې دي. برېټيش کلمبيا د غوره ښوونيز سيستم په لرلو سره د طب، ټولنيزو علومو، کرنې، کسب او کار او اقتصاد په برخو کې زده کړيالان روزي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*