هر څه خراب دي (Everything is Fucked) / قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

د مارک مانسن لخوا د امید په اړه لیکل شوی کتاب دی. دا کتاب د هغو شیانو په اړه خبرې کوي چې د پناکیدو په حال کې دي.  په دېکتاب کې مانسن د هغو اندېښنو او اضطرابونو په اړه راته غږېږي چې زموږ د ژوند هر کونج او هرې طبقې ته ننوتي او له هغوی څخه دخلاصون لار په نظر نه راځي.

په دې کتاب کې مارک مانسن، د طنز له شوخ طبعه او لطیف حس سره هڅه کوي له تاسو څخه سمه پوښتنې وکړي او ددې پرځای چېقطعي او متعصبانه پایلې او ځوابونه وړاندې کړي؛ پایله یې تاسو ته پریږدي.

  آیا له امید(هیلې) پرته ژوند کول ممکن دي؟

هیله  څنګه کولای شي چې زموږ د ژوند مسیر سمې لارې ته برابر کړي او له موږ یو ښه انسان جوړ کړي؟

کومه هیله غوره ده او کومه هیله ویجاړونکي او زیانمنونکي ده؟

د «هر څه خراب دي» کتاب ټولې فرضیې په علمي څېړنو او مشاهداتو او د تاریخ د سترو مفکرینو په افکارو ولاړې دي او اړوندهمستندات هم د فوټ نوټ په بڼه تاسو ته وړاندې کوي. د دې کتاب د بریالیتوب یو له اصلي دلیلونو څخه د لیکوال د نظر دقت او د مخاطبپه توګه ستاسو شعور ته پاملرنه ده. همدارنګه په دې کتاب کې د  د سترو مفکرینو لکه نیچه، کانټ او افلاطون افکار د قضاوت لپارهستاسې مخې ته اېښودل کېږي.

مانسن په دې باور دی چې د  خوښۍ تعقیب یو زهرجن او ویجاړونکی ارزښت دی چې زموږ په کلتور کې ژورې ریښې لري. هغه په دېکتاب کې وایي دا غوره ده چې کاذبې هیلې پریږدو او  په ژوند پورې تړلي کړاوونه ومنو.  مانسن د خوښۍ، ازادۍ، باور او امید په اړهزموږ تعریفونه تر پوښتنې لاندې راولي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دویمه برخه

د «هر څه خراب دي» کتاب څخه ځینې غوره شوې جملې:

* تاسو څنګه کولی شئ یو چا ته ووایئښه ورځ ولرئکله چې تاسو پوهیږئ چې د هغه ټول افکار او انګیزې د هغه په ​​نه ختمیدونکياړتیا کې ریښې لري ترڅو د یو انسان په توګه هغه د خپل وجود میراثي تشه هېره کړي.

* د خوښۍ برعکس غوسه یا خپګان نه دی.  که تاسو غوسه یا غمجن یاست، تاسو لاهم د یو څه په اړه فکر کوئ او  دا پدې مانا ده چېیو څه لاهم ستاسو لپاره مهم دی.  دا پدې مانا ده چې تاسو لاهم هیله لرئ.

* د دې لپاره چې په خپل ژوند کې هیله مند واوسو، باید لومړی دا احساس کړو چې موږ په خپل ژوند بشپړ کنټرول لرو.  په موږ کې بایددا حس شتون ولري چې موږ د هغه شیانو په تلاش کې یو چې د هغوی په سموالي او ښه والي پوره ډاډه یو.

* د حماقت موټر تل د روږديتوب، نرگسیت او اجبار په لورې روان دی.  هغه خلک چې ذهنونه یې د حماقت موټرونه دي په ساده ډول د هرهغه شخص یا ډلې لخوا لوبول کېږي چې کولی شي دوی ته ښه احساس او خوشالي ورکړي. دا د ښه احساس ورکوونکی  شخصکیدای شي پادري وي، ملا وي، یو سیاستوال وي او یا هم په یوې فکري فرقې پورې تړلی ستاسې ښوونکی وي.

*په نرګسیت اخته خلک د لوړتیا او کمترۍ احساساتو تر منځ تېریږي. که څه هم نور له دوی سره مینه لري یا له دوی څخه نفرت کوي. ددوی لپاره  هرڅه یا خورا عالي دي یا هرڅه په بشپړ ډول خراب دي. په ژوند کې ټولې پېښې یا د دوی د ژوند بهترینې شیبې دي یابدترینې. په نرګسیت اخته کسانو لپاره هیڅ منځنی حد شتون نلري.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / څوارلسمه برخه

* امید لکه د یو جراح چاړه، کولی شي د یو انسان ژوند وژغوري او یا کولی شي د یو انسان ژوند واخلي.  هیله کولی شي موږ پورته کړياو یا موږ نابود کړي.  لکه څنګه چې په نفس اعتماد سالم او فاسد شکلونه لري، مینه سالم او فاسد شکلونه لري، امید هم سالم او فاسدشکلونه لري.

* درد زموږ د ارزښتونو پولي واحد دی.  د لاسه ورکولو د درد پرته د یو څه د ارزښت ټاکل ناممکن دي. څومره چې د یو څه له لاسه ورکولموږ ته زیات درد راکوي نو دا یې د ډېر ارزښت په مانا دی.

* د آزادۍ یوازینۍ اصلي بڼه او د ازادۍ یوازینۍ اخلاقي بڼه د ځان محدودولو له لارې ممکنه ده.ازادي دا نه ده چې هغه شیان غوره کړئچې تاسو یې په ژوند کې غواړئ، بلکه ازادي د هغه شیانو پرېښودل دي چې تاسو یې د پرېښودلو اراده لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*