سي ان ان(CNN)شبکې د ۲۰۲۳ کال غوره تکنالوژۍ اعلان کړې /حکمت الله همت

لیکونکی:حکمت الله همت

سي ان ان د امریکا متحده ایالاتو لمړنۍ نړیواله شبکه ده ، دغه رسنۍ د (۲۰۲۳)میلادي کال جنوري میاشتې په پنځمه نېټه د هغه مرکېراپور خپور کړ چې په نوموړې مرکه کې یې د معلوماتي تکنالوژۍ له څلور تنو مسلکي کارپوهانو څخه پوښتلي تر څو د هغه تکنالوژیو پهاړه وړاندیونه وکړي چې په (۲۰۲۳)کال کې به د بشر ژوند ته ځانګړې بڼه ورکړي.

سي ان ان په نوموړي راپور کې زیاتوي: “د راتلونکې وړاندوینې هڅه د ګلو څیراغو ډرېورۍ په شان ده په داسې حال کې چې د موټرشاتنۍ شیشې ته ګورېکله چې په تکنالوژۍ کې د نوښت خبره کیږي، بدلون دومره ګړندی رامنځته کیږي چې شاتنۍ شیشه به هم خړهوي.

دلته هغه څه دي چې نوموړو کارپوهانو د ژورنالېست د پوښتنې په ځواب کې بیان کړل.

د سږ(۲۰۲۳)کال پنځه غوره تکنالوژۍ په لاندې ډول دي:

۱مصنوعي ځیرکتیا(Artificial Intelligence): مصنوعي ځیرکتیا زمونږ د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ، له دیجیټل تجارت تر ټولنیزورسنیو الګورېتمونو په هر ځای کې د لاسري وړ ده.

۲د مجازی واقعیت حافظه(The Metaverse): چېرته چې د کمپیوټر استعمال کوونکي کولای شي د کمپیوټر په وسیله پر رامنځتهشوي چاپیریال کې یو له بل سره تعامل وکړي .

۳دپایښت تخنیک ((Sustainability tech: د پایښت تخنیک په وسیله پوښل شوې او د تکنالوژۍ تر پلان لاندې ساحه به په(۲۰۲۳)کال کې مهم رول ولوبوي.

۴سیمیکنډکتور او پرځان تکیه(Semiconductors and self-reliance):: وړاندیزکوونکي وايي: د ځان بساینې خوځښت او د نړۍعمودي کولو کټلېست به په (۲۰۲۳) میلادي کال کې ګړندی شي نو په دې برخه کې تکنالوژي هراړخیزه اغیزه لري ،څیړونکي وړاندوینهکوي چې په اوکراین کې جګړه به د جغرافیایي سیاست(geopolitics) او نړیوال کیدو نوې دور پیل کړي.

دا هم ولولئ:   ټولینزې رسنۍ ،اړتيا که ساعت تیري؟ / جاوید کریمي

۵د شیانو انټرنټ((The Internet of Things: د شیانو انټرنټ(IOT) د وصل شوو سېنسرونو او زېربناوو هغه شبکه ده چې د کور لهتودوخې څخه نیولې د ښار د سړکونو تر ګڼې ګوڼې پورې د هر څه په اړه معلومات راټولوي.

د هغو کسانو لپاره چې د تکنالوژۍ نوښتونه تعقیبوي دا هم ممکنه چې د وړاندې شوو نوښتونو نمونې وګوري، نړۍ چېرته پرمخ ځي اودوی ددې وړاندیونه هم کولای شي چې کومې تکنالوژۍ به دوی هلته رسوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*