د ماتې مو تجربه واخلئ او نور هم پرمختګ وکړئ / جلا سلطان

ليکونکي:جلا سلطان

اديسون د زوړوالۍ په سن کې وه وروسته د برق ګروپ کشف کولو نه ډير شتمن شوې وه.

او هغه خپل پراخه عايد په خپل مجهز د ازميلو ځاې کې مصرف کوله، چې يو لويه ودانۍ وه.

هغه خپلۍ ازميلو ودانۍ سره ډيره مينه درلوده.

نو هره ورځ به په هغه ودانۍ کې يوه نوې اختراع کيدله ترڅو هغه هره ورځ يوه نوې اختراع بازار ته وړاندې کړي.

په همدغو ورځو کې نيمه شپه وه چې د اطفايې مسولينو له اداری څخه د اديسون زوی ته خبر ورکړل شو،چې د پلار د ازميلو ودانۍ پهآور سوزيږې نو رښتیا دا وه چې د هيچا تر وسې پوره نه وه چې د هغه آور مخنوې وکړې صرف د مامورانو دا هڅه وه چې هغه آور ګلکړې که څه هم ودانۍ له منځه تلۍ وه!

نو هغو دا غوښتنه وه چې هغه زاړه سړي ته (اديسون)ته دا خبره په يو داسې حال کې وروسوې چې هغه د اطمينان وړ وي….

زوی يې ډير ځان سره خواشينۍ وه چې څنګه دا خبره خپل پلار ته وکړي، که چيرته دا خبره خپل پلار ته وکړي شايد هغه سکته وکړې او دهغه د خوب را پاڅولو څخه يې انکار وکړ او هغه خپل ځان د حادثه ځاې ته ورسوه او ګورې ډير په حيرانتيا سره چې د هغه پلار د ودانۍترمخ په يو چاوکې کې ناست ده او هغه خپلئ ودانۍ ته ګورې چې په هغه ودانۍ کې د ټول عمر حاصل شوې زحمتونه او خپله ډيرهشتمنۍ پکې مصرفه کړې وه هغه ته يې کتل!!!

دا هم ولولئ:   قصاب / همایون همت

نو زوی يې ځان سره پریکړه وکړه چې مخته لاړ نشې او خپل پلار ازيت نکړې.

هغه ډير خواشيني وه چې پلار يې د ژوند په سخترين شرايط کې ده.

ناڅاپه پلار يې سر شاته راوګرځوه او خپل زوی يې وليد او په ډير جيګ آواز او ډير په خوشحالۍ سره يې خپل زوی ته وويل: زويه ته دلتهيې؟ ګورئ څومره خکلې ده؟!! دا رنګونه د اور شعلی ګورئ؟!! څومره د حيرانتيا وړ ده!! زه فکر کوم هغه ارغواني د اورشعلی داورلګید(ډبی يا ګوګرد) د فاسفورس تر څنګ منځ ته راغلئ ده! ای! زما خدايه، ډير ښکلې ده! کاش چې مور د هم دلته وائ او دغه ښکلېمنظره يې ليدلې وائ.

ډير کم خلک د دغه ښکلې منظره ليدونکې شايد وي! ستا نظر څه ده زما زويه؟!! زوی يې ډير په حيرانتيا ځواب ورکړ: پلاره ټول ژوند د پهآور کې سوځې او ته د آورشعلی د رنګونو څخه خبرې کوي؟!!!! څنګه کولې شئ؟!

زما ټول ځان لړزيږې او ته ډير آرامه ناست يې؟!

پلار يې ورته وويل: زويه زما او ستا له لاسه خو هيڅ کار نه کيږې، او مامورين هم خپل هڅې کوي،نو په دغه وخت کې بهترين کار خوند ياهم لذت وړل د دغه منظره څخه ده چې هيڅ کله به بیا دغه تکرار نشې…!

نو د ازميلو ودانۍ په اړه يا هم د هغه نوی کولو او بیا جوړولو په اړه به بیا سبا خبرې او فکر به وکړو! اوس ددغه کار وخت نه ده!

دا هم ولولئ:   روښانتیا ته کار؛ د ننګرهار په کامه کې ګرځنده کتابتون جوړ شوی

د دغو د اور شعلو ته وګوره چې نوره به هيڅ داسې ونه ګورې!!!

نو توماس آلوا اديسون يو کال وروسته مجدده په نوی ازميلو ودانۍ کې مشغول په کار وه او په همغه کال کې يو د لويو اختراعګانو څخهوکړ چې هغه د غږ ضبط کولو اختراع يې ټوله نړۍ ته وړاندې کړه. او هغه ګرامافون  يو کال بعد د هغه بدی واقعه نه وروسته اختراع کړه.

نو د دغه قصه مفهوم دا وه چې کله هم په يو کار کې ناکام شئ که څه هم په هغه کې مو ډير زحمتونه باسلۍ وې بیا هم شاته مځې نااميده کيږې مه! د هغه نه تجربه واخلې,! او نوره هم په ځان کوشش وکړې او يو بهترين شخص ځان څخه جوړ کړې او بهترين دا چې پهخپل رب توکل وکړې او مخته لاړ شي.!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*