هدفونه_ماهر سادات

لیکنه:ماهر سادات

Target hit in the center by arrows

هدفونه اکثر په تخلیقي ډول یا هم د محیط له الهامه زمونږ پر ذهن کې ایجادیږي مګر که فکر مو وي ستاسي له دغه ډیرو ایجاد شویو فکرونو تنهایو څو مو ترلاسه کړي دي پدي هدفونو کې بعضې ستاسې له انده سخت و, یاهم ناممکنه بریښیدل,شاید تاسې ورته ځان, شرایط او حالات مساعد نه لیدل ,همدارنګه ممکن هیر مو کړل او یا مو د هدفونو طرحه تریو اندازې مخ ته وغزوله او پربنا د یومشکل مو هڅه ناکامه شوه.
ډیر کم هدفونه چې ټاکل کیږي او انسان استقامت خپلوي او ورته رسیږي
مګر یوه اندکه پدیده هم کولی شي چې تاسې پخپلو اهدافو کې ناکامه کړي.لکه
یوه غلطه پیشبیني کول او
پرهغې تلقین او عقیده ساتل مو د هدف د پرچاو کیدو سبب کیدلی شي. د تلقین اړوند مې له خپل استاده نکل اوریدلي وو ( وايی دیو علمې ډلې په یو محفل کې مختلف عالمان راټول وو پردغه وخت یی د ښار یو غریب شخص راوغوښت ورته یې وویل مونږ ستا سترکي تړو او پر لاس دې یوه توده او ګرمه اوسپنه ږدو ته دا شرایط د یو اندازه پیسو پربدل کې ومنه. شخص چې له غربته زیات مجبور وو دا شرط ومنه پر سړي یی سترګي وتړلې مګر برعکس تجربه کوونکو د هغې پرلاس یخه(سړه)اوسپنه کیښوده سړی چې له مخکې ترس ویری او تلقین په مخه کړی وو د یخې اوسپني پرکیښودلو سره یی ټول عکس العملونه د ګرمي اوسپنې و همغومره نارامي یې حس کړه لاس یې هم سوخت او سوروالې وموند ………)
دادهغې تلقین وو چې نوموړی به درد حس کوي او ضرور څه بد واقع کیدونکي دي نتیجه همدا شوه چې هیڅکله هم
1: د خپل ښه هدف اړوند ناسمه عقیده مه ساتﺉ
2: د هدف د نتیجې خوښيو ته خوبونه مګورﺉ بلکې هدف ته درسیدو پر طرحه زیرک کوښښ وکړﺉ
3- زیات آپشنونه یا هم زیاتې ګزینې درلودل مو ممکن په یوهدف کې له ټینګاره راوګرځوي یعني ستاسې فوکس پریو ځانګړي هدف کموي
4-هغه اوږده هدفونه چې ترلاسه نشول ډیر ښه تمام شول له هغه لنډو هدفونو چې زر ترلاسه شول
5-د خپلو هدفونو لپاره اسانه لار ومومﺉ
6-ددې پرځاې چې شکایتونه خلق کړﺉ خپل هدفونو ته زمینه سازي وکړﺉ.
7- خپل هدفونه په مقایسوي ډول مخته مه وړﺉ دا مو ممکن د هدف ځانګړتیا زیانمنه کړي
8- د خپلو هدفونو اړوند خپل نږدي او لمړي درجه اعتماد وړ خلک خبر کړﺉ لکه مور,پلار,او ….. دا مرسته کوونکي ثابتیدی شي
9: پر هغه حس مه میینیږﺉ د هدف د پایلې په تصور کې ایجادیږي بلکې پر هغه کار مئین وسﺉ چې تاسې هدف ته رسوي
10: هدف مو سالم وټاکﺉ او طرحه مو هم سالمه مخ ته یوسئ.

دا هم ولولئ:   پېشلمي او روژه ماتي کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ / محمد عزيز پردېس

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*