مونالیزا /منتشر شاهي

لیکنه: منتشر شاهي

تاسو به دا نوم ډير اوريدلی وي. دا د نقاشۍ يوه ډيره مشهور تاريخي تابلو ده، خو آيا کله مو له ځان سره ويلي، چې په نوموړې نقاشۍ کې داسې څه دي چې دومره يې مشهوره کړې؟
د فرانسې په The Louvre museum موزيم کې تقريباً اتيا سلنه سيلانيان صرف د موناليزا نقاشۍ ليدو ته ورځي، په کومو کې چې تر نيمايي زيات د نقاشۍ تر ليدو وروسته بيرته خواشيني ستنيږي. نو اخير په دې نقاشۍ کې داسې کوم راز نغښتی، چې ټول خلک يې ليوني کړي؟
مونالیزا یو ایټالوي توری دی، چې د (زما ميرمنې) په مانا ده‌‌. نقاشي د يو بډايه سړي د ميرمنې ده، چې ډيره مينه يې ورسره درلوده. يوه ورځ دا جوړه، ليونارډو ډا وينسي Leonardo Da Vinci ته چې يو نوموتی انځورګر و، ورځي او ددې نقاشۍ فرمايش ورکوي.
ليونارډو ډا وينسي د نوموړې ميرمنې نقاشي په ۱۵۰۳ز کې وويسته. اوسمهال دا انځورګري د ۱۸۶۰ز د رینسانس دورې يو لوی شاهکار بلل کيږي.
تر ۱۹۰۰ز کلونو پورې دا نقاشي چندانې مشهوره نه وه. شهرت يې هغه مهال پيل شو، چې په ۱۹۱۱ز کې غلا شوه.
ايټالوی ویسینزو پیروګیا(Vincenzo Perugia)، چې تعميراتي کارونه يې کول يو ورځ په The Louvre museum کې د صفايۍ او نورو نقاشيو تر څنګ د موناليزا نقاشۍ د چوکاټ او شيشې پر بدلولو ګومارل کيږي.
ویسینزو راپورته کيږي او د خپلو دوو ملګرو په مرسته د موناليزا د غلا کولو پلان جوړوي او بالاخره بريالی کيږي چې نقاشي په خپل کوټ کې له موزيمه وباسي.
په دې ورځ د موناليزا نادرکۍ ته د چا نه پام کيږي. د موزيم مسولين په دې سوچ کې وي، چې ځه خو نقاشي به کوم بل ځای ځړول شوي وي او يا به يې د چوکاټ کار لا نه وي خلاص شوی.
په سبا يې موزيم ته يو انځورګر راځي او د موناليزا له مخې د رسامۍ هيله کوي. مسولين يې نه خفه کوي، خو که څه ګوري، چې موناليزا نشته؛ټول موزيم لټ په لټ کوي خو نه يې مومي. په همدې خاطر د يوې اونۍ لپاره د موزيم د تړلو اعلان کيږي او په دې توګه دا خبر د سترګو په رپ کې په ټول هېواد او دنيا کې خپريږي.
د هر چا په ژبه د موناليزا نقاشۍ د غلا کيدو کيسې وې‌. په لکونو خلک The Louvre museum ته ورتلل، چې د ديوال هغه ځای وګوري چې د موناليزا نقاشي په کې ځړيده.
پوليسو د اصلي غله د نيولو ډيره هڅه وکړه، خو بريالي نشول، بالاخره يې نوموتي انځورګر پابلو پيکاسو، چې د موناليزا د غلا سره يې هيڅ تړاو نه درلود د غلا په تور ونيوه.
د موناليزا نقاشۍ داسې ناڅاپه ورکيدو زر رنګ کيسې او اوازې پيدا کړي. په هر صورت د موناليزا اصلي غله ويسينزو نوموړې نقاشي ۲ کاله په خپل کور کې پټه وساتله او بالاخره په ۱۹۱۳ز کې د نقاشيو يو کاروباري يو عجيب ليک ترلاسه کړ. په ليک کې ليکل شوي و، چې د موناليزا نقاشي ده غلا کړې او غواړي چې ويې پلوري. د نقاشيو سوداګر د موناليزا پيرلو ته زړه ښه کړ او د نقاشۍ ليدو او ماملې کولو لپاره يې وخت او ځای وټاکه.
دواړو په فلورانس ښار کې سره وليدل. سوداګر چې کله نقاشي وليده، ډاډه شو چې اصلي ده. سوداګر پوليس خبر کړل، ويسينزو ونيول شو او د غلا په تور شپږ مياشتې بندي شو. کله چې پوليسو له ویسینزو د غلا علت وپوښت نو په ځواب کې يې وويل:
“په نقاشۍ کې د ښځې موسکا زړه رانه وړی و، ځکه مې غلا کړ او بله دا چې، نقاشي ايټالوي انځورګر ليونارډو ډا وينسي ايستی نو بايد د فرانسې پر ځای په ايټاليا کې ووسي.”
په دې ټوکه په ايټاليا کې خلکو د ویسینزو پیروګیا هيوادپالنه وستايله او هغه يې يو وطن‌پرست وباله.
کله چې ليونارډو ډا وينسي ومړ، همکار يې نوموړې نقاشي د فرانسې پاچا لومړي فرانسس ته واستوله.
په هر صورت، موناليزا نقاشي بيرته  فرانسې ته ولېږدول شوه او The Louvre museum کې بيرته وځړول شوه.
د موناليزا نقاشي که غلا شوې نه وای، دومره به نه وه مشهوره شوې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*