‎د ذهن منفي ټکي مو تر خاورو لاندې کړئ_ مسعود رښتین

لیکوال: مسعود رښتین

دا پورته عنوان په دې مانا نه دی چې تاسو خاوره وکيندئ او خپل منفي ټکي مو ښخ کړئ، په حقيقت کي دا امکان نه لري، ځکه دا يوروحي موضوع‌ ده، زما هدف څه دی تاسو پوهيږئ؟

تاسو مو خپل زورونکي، خپه کوونکي او له منځه وړونکي ټکي نورو ته مه بيانوئ، هغوئ ستاسو پر کمزوريو شخوند وهي، ستاسو د بدنغړي خوري، په روحي لحاظ مو کمزوري کوي، ډير درباندي خوشحاليږي. دښمن ته مو ځان د هغه په کنټرول کي مه ورکوئ، ستاسو منفيټکي ستاسو کمزوري ده، هغوی مو تر همدې کمزوري نيسي، ښه مو زوروي، ژړوي مو او په پای کي يو ناکامه او ناڅيزه شخصيتدرڅخه جوړوي.

خپل منفي او ناخوښ ټکي او حالات له ځان سره وساتئ، نورو ته يې مه واياست هغوی يوازي ستاسو پر همدې ټکو شخوند وهي او تاسوکمزوري کوي.

دا هم ولولئ:   ژوند رښتیا سخت دی؟ / وحیدالله بریال

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*