سیاستواله، استاده او د ښځو د حقوقو لومړنۍ فعاله څوک وه؟

راټولوونکې: ليمه احمدزۍ

اناهیتا راتبزاد

سیاستواله، استاده او د ښځو د حقوقو فعاله

اناهیتا راتبزاد زمونږ د هیواد یوه سیاسي او ټولنیزه فعاله، سوسیالیست مشره او په افغانستان کې د ښځو د برابرۍ او ازادۍ یوه کلکه مدافعه وه. د ښځو مساوي حقوقو، پرمختګ او عدالت لپاره د هغې متداومو هڅو او قوي تعهد په سبب به په تاریخ کې ددې نوم او شخصیت نه هېریدونکی دی.

اناهیتا راتبزاد په کال ۱۹۳۱ میلادي د نومبر په لومړۍ نیټه د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ، په یوه ملي دیموکراتیکو ارزښتونو پالونکې کورنۍ، کې زیږیدلې. پلار یې احمد راتب باقي چې د شاه غازي امان الله خان په وخت کې یې د ۱۹۲۳ میلادي کال د اساسي قانون په جوړېدو کې عمده ونډه درلوده، په خټه پښتون، د نسیم سحر ورځپاڼې مسؤل وو، د افغانستان د روښانفکره او مترقي شخصیت محمود طرزي خوریې او د افغانستان د ملکې، ملکه ثریا د عمه زوی وو. مور یې زلیخا نومیده. اناهیتا راتبزاد لا نوې زیږیدلې ماشومه وه چې د خپلې کورنۍ سره د کابل ښار نوآباد دهمزنګ سیمې ته راکډه شوله او دلته یې خپلې متوسطه زده کړې د ملالۍ ښوونځي څخه وکړې او په تعقیب یې د قابله ګي یو کلن کورس وویلې. دې د ډاکټر کرام الدین کاکړ سره واده وکړ او په کال ۱۹۵۰ کې د خپل ژوند ملګري سره یو ځای د امریکا متحده ایالاتو د مشیګن ښار ته ولاړه او هلته یې د نرسنګ/قابلګي په برخه کې دوه کلنې زده کړې سرته ورسولې، او په کال ۱۹۵۴ میلادي کې خپل هېواد ته راستنه شوه او د قابلګي په مکتب کې یې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړه.

اناهیتا راتبزاد په کال ۱۹۵۷ میلادي کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي کې شامله شوه او په کال ۱۹۶۳میلادي کې یې د ډاکټري سند د کابل د طبي پوهنتون څخه د لومړنیو ښځینه فارغینو په ګروپ کې ترلاسه کړ او په همدې پوهنتون کې  ښوونکې شوه. ددې سند د ترلاسه کولو څخه وروسته هغه نه یواځې د افغان ولس د فزیکي رنځونو بلکې د فکري رنځونو ډاکټره هم شوه، او د ډاکټري تر څنګ یې د یوې غوره سیاستوالې او ټولنیزې فعالې په توګه ژوند وکړ. دې خپل سیاسي او د ټولنیز فعالیت ژوند د ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ کلونو په جریان کې پیل کړ او د ژوند تر پایه خپل فکر، د میرمنو ټولنیزو او سیاسي حقوقو، برابري، کار او تعلیم ته ژمنه پاتې شوه.

دا هم ولولئ:   سعات حسین منټو څوک و؟

دا وایي”ما د خپل ماشومتوب څخه کله چې دا درک کړه چې د افغانستان خلک د ستونزو او کړاؤنو څخه یو ډک ژوند لري، او ما هم همداسې یو بد ژوند درلود، نو هر څومره چې لویېدمه دا فکر مې کولو چې د افغانستان د خلکو دا ژوند به څه رقم تغیر کوو. دا چې زه یوه ډاکټره یم، خو یواځې طبابت نشي کولی چې د افغانستان د خلکو ژوند بدل کړي په دې وجه مې دا انتخاب کړله چې د سیاست له لارې د افغانستان د خلکو ژوند بدل کړم“.

ډاکټره اناهیتا راتبزاد د افغانستان د خلق دیموکراټیک ګوند له لومړنیو مؤسیسینو څخه وه، او خپله سیاسي مبارزه یې ددې ګوند له لارې پرمخ وړله. دا په ۱۹۶۵ میلادي کال کې ددې ګوند له لوري د افغانستان د ملي شوراء د دولسمې دورې ټاکنو ته نومانده شوه او ملي شوراء ته یې د کابل د خلکو د استازې په توګه لار پیدا کړه او په دې توګه دا لومړنۍ میرمن شوه چې د یو نرواکه پارلمان له دریځه د افغانستان د خلکو او میرمنو د برابرو حقوقو دپاره خپل غږ په زړورتیا سره پورته کړي. په همدې کال یې د افغانستان د ښځو دیموکراټیک سازمان بنیاد کېښښود چې دا  سازمان په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو د فعالیت په برخه کې لومړنی رسمي سازمان وو، چې په کابل کې یې پیل او په ډیرې چټکی سره یې نورو ولایتونو او لری پرتو سیمو ته پراخه کړ.

هغې په مرکز او ولایاتو کې ددې سازمان په چوکاټ کې په زرګونو میرمنې راټولې کړی او د میرمنو د حقوقو او سیاسي او ټولنیزې مبارزې لپاره یې فکر او شعور ورکړ. هغې فکر درلود چې که میرمنې د ازادي او برابري ترلاسه کول غواړي نو ددې دپاره ددوی یووالی یو اړین امر ده. ددې په ابتکار سره د لومړي ځل دپاره په ۱۳۴۴ لمریز کال کې اتم د مارچ د ښځو ورځ په افغانستان کې ولمانځل شوه. د افغانستان د ښځو دیموکراټیک سازمان له لارې دې په کابل او ولایاتو کې د ښځو د ورځې او د مور د ورځې په شمول ځینې نورې مهمې ورځې د منظمو پروګرامونو په ترڅ کې د زرګونو ښځو په ګډون سره تنظیم او نمانځلې. هغې د افغان ښځو ترمنځ د مترقي اثارو مطالعې او نشر انګیزه پیدا کړه او د لومړي ځل دپاره یې د ښځو دپاره د سواد د زده کړو روزنیز پروګرامونه په لاره واچول او د افغان ښځو ترمنځ یې د مبارزې کلتور د لیکنو او سیاسي، ادبي او تاریخي مقالاتو په نشر کولو سره عام او مروج کړ.

دا هم ولولئ:   مېرمن ګلنار بېګم

ډاکټره اناهیتا راتبزاد د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پاڅون څخه وروسته لومړی د کار او ټولنیزو چارو وزیره او ورپسې په یوګوسلاویا کې د سفیرې په توګه وګمارل شوه. په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د وخت د حکومت په کابینه کې د پوهنې د وزیرې په توګه وټاکل شوه. دا چې دې د امریکا زده کړییز چاپیریال لیدلی وو او په انګلیسي ژبه پوره حاکمه وه، تر څنګ یې د روسي او فرانسوي ژبو سره هم بلدیت درلود، په دې اساس یې د پوهنیزو اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د پوهنې سکتور ته د پام وړ خدمتونه ترسره کړل، په ځانګړې توګه د ښځو دپاره یې د تعلیم او لوړو زده‌کړو غوره زمینه برابره کړه او بهر ته یې په زیات شمېر سره نجونې د لوړو زده کړو دپاره ولېږلې، درسي نصاب یې نوی کړ او ټولو افغانانو ته یې په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه مساعده کړه. ددې تر څنګ یې د افغانستان د سولې او یووالي سازمان او د افغان-شوروي د دوستي سازمان مشري هم کوله. ډاکټره اناهیتا راتبزاد د یونیسکو سازمان، د سولې نړیوالې شوراء او د اسیا-افریقا د خلکو د یووالي د سازمان فعاله غړیتوب درلود. ددې سازمانونو په غونډو کې یې فعاله ونډه درلودله او په دې سازمانونو کې یې د افغانستان د ښځو د حقوقو او برابري دپاره په میړانه غږ پورته کولو چې ددې په وجه د افغانستان د روښنفکره ښځینه قشر په مینځ کې د ډیر محبوبیت څخه برخورداره وه.

ډاکتر اناهیتا راتبزاد د ژوند نیمه پیړۍ د افغانستان خلکو په چوپړ کې تېره کړه. د ظلم او استبداد څخه د افغان ولس د نجات، د ښځو د برابری، زده کړو، کار، او برابرو حقوقو دپاره یې ټول عمر مبارزه وکړه چې بالاخره د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د خپلو ټولو ارمانونو سره سره د ګران وطن پریښودو ته اړ شوه او په ۱۹۹۶ میلادي کال کې یې د المان هېواد کې د مهاجرت ژوند پیل کړ. ډاکتر اناهیتا راتبزاد د دوو زامنو او یوې لور مور وه. دا په کال ۲۰۱۴ میلادي کې د ۸۳ کلونو په عمر په المان هېواد کې په جلا وطني کې وفات شوه او د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

دا هم ولولئ:   د جون ایلیا په اړه د هغه د لور خبرې / ژباړه: هجرت الله اختیار

ددې مبارزې، وطنپالې او ترقي خواه مېرمنې اروه دې ښاده وي!

مأخذونه:

دانش نامه اریانا

‏Afghanwomennews.com

زندګي نامه اناهیتا راتبزاد – Bahar-TV

‏Morwaridsabz.com & Haqiqat.com

#دافغان_ښځوژوندلیکونه

#اغیزناکې_څیرې

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر مننه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*