د مثبت فکره خلکو لس عادتونه

ارمان مهربان

ايا کله مو هم د يوه مثبت فکره او منفي فکره شخص په څير ځانته فکر کړی دی؟
دغه ليکنه کې درته د مثبت فکره خلکو عادتونه او د دوی متفاوتي کړنې درښايو.
مثبت فکره خلک د ژوند د بدلون لپاره تمه نه کوي،له دې وجهې دوی له ژوند خوند اخيستل پيلوي. دوی پوهېږي چې له “اوس-حال”خوند اخيستلی شي.
همدارنګه مثبت فکره خلک د سختيو او ننګونو هم په کيسه کې نه وي پر ځای يې د حل لپاره مختلفي طريقې پيدا کوي.

۱- مثبت فکره خلک د ښه کار د کولو لپاره پلان لري.
دوی وېرې او تشويش ته دا اجازه نه ورکوي،تر څو د دوی مورال ټيټ کړي. دوی د ناکامیو فکرونو ته اجازه نه ورکوي ترڅو د دوی په ذهن پاچاهي وکړي.

۲- مثبت فکره خلک په ناکامیو پسې ځان نه نښلوي.
که مثبت فکر لرونکی انسان ناکامه هم شي،بيا هم خپلې ماتې او ناکامی ته اجازه نه ورکوي ترڅو دی منفي فکره،خفه او ناهيلي کړي،پر ځای يې دوباره هڅه،او د هدف د ترلاسه کولو لپاره بدیل پلانونه جوړوي.

۳- مثبت فکره خلک هميش د يوه ګټور کار په کولو مصروف وي.
مثبت فکره خلک بې ضرورته او غير فعال کرار نه کیني.
غواړې چې خپل کارونه پرمخ يوسي.

-۴مثبت فکره خلک د پرمختګ او سمون راوستلو په هڅه کې وي
مثبت فکره خلک تل د خپل ژوند،ځان او د سلوک د پرمختګ په لټه کې وي. هڅه کوي چې په ځان کې متفاوت عادتونه رامنځته کړي.او هغه څه تر سره کوي کوم څه چې غوره او مناسب وي.

دا هم ولولئ:   د اغیزمن ټیم مدیریت لپاره غوره 8 اغېزمنې لارښوونې!

-۵دوی بدلون ته نه په تمه کېږې، بلکې بدلون رامنځته کوي
مثبت فکره خلک د بدلون او اصلاح په تمه نه خوري. دوی د خپل ژوند لپاره پر محیط او خلکو تورونه نه لګوي،بلکې هغه بدلونونه چې دی يې غواړې رامنځته کوي.
مثبت فکره خلک د معجزو او بخت په تمه نه پاتي کيږي.
مثبت فکره خلک هغه لارې سنجوي په کومو لارو چې د بدلون رامنځته کول غواړي.

-۶مثبت فکره خلک د تيرشوي وخت په کيسه نه دي
هغه منفي او بدې پيښې چې دی ورسره په تير شوي وخت کې مخامخ شوي وو، زړه ورپسې نه خوري. پوهېږئ ولې؟
ځکه دوی پوهېږي چې هېڅ ګټه نه لري. فقط د وخت او انرژۍ ضايع کيدو سبب ګرځي،او همدا شان مو د موجوده وخت څخه له خوند اخيستو موقع درڅخه اخلي.
له خپلي ماضي څخه تيريدل د خپل احساس خوښې او ښه فکر کول دربښې….

۷-مثبت فکره خلک خوښيو ته انتظار نه باسي بلکې پخپله يې رامنځته کوي
مثبت فکره اشخاص په خوشاله کوونکو پيښو خپل تمرکز لري. مثبت فکره اشخاص غواړې‌ چې د ژوند کيفيت لوړ کړي.
کله چې په ذهن کې منفي فکر ځای ونه لري هغه وخت ذهن د خوښۍ او مثبت فکر احساس درلودلی شي.

۸-مثبت فکره خلک په اوس کې ژوند کوي
مثبت فکره اشخاص په اوس کې ژوند کوي او له خپل ژوند څخه خوند اخلي. دوی نه د راتلونکي په اړه انديښنه لري او نه د تير وخت په اړه آرمان.

-۹مثبت فکره خلک د ستونزې لپاره حل لار لټوي
کله چې مثبت فکره خلک له ستونزې او ننګونو سره مخ شي دوی يې په حل لاره پسې ګرځي.
دوی مطالعه کوي،مشوره اخلي او نوي طريقي او تجربې زده‌کوي. دوی پر ستونزه د بريالي کيدو لپاره هر څه ترسره کوي. که بيا هم ونه توانېدل دوی په وړاندې پلان بدلوي.

دا هم ولولئ:   د نيمګړتياوو او عيبونو څخه د خلاصون څرنګوالی / فاطمه صالحي

-۱۰مثبت فکره خلک د ژوند او عمل کولو لپاره مسوليت مني
دوی هغه څه چې اوس يې ترسره کوي او يا يې ترسره کړې دي، مسوليت يې پخپله غاړه اخلي او په نورو د خپلې تيروتنې تور نه لګوي. دوی د بدلون راوستو لپاره عمل کوي.

ژباړه ارمان مهربان

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*