د لیکوالۍ فن او مهارت_عبدالله حکیمي

لیکوال: عبدالله حکیمي

لیکوالي د لیک څخه اخیستل شوې چې د لیکنې مانا ورکوي، یانې په لیکل شوې بڼه د خپل اند انځورول و څرګندول دي. د لیکوالۍ د زده کړې لپاره د ساینسي علومو په څېر ثابت قوانین او ټاکلي فورمولونه نشته چې څوک د هغو د زده کړې په پایله کې د لیکوالۍ فن زده کړای شي، خو یو لړ داسې آرونه (اصول)، لارې چارې او لیکنۍ تجربې شته چې پر هغو پوهېدنه د لیکوالۍ د فن د زده کړې له مینه والو سره مرستندویه زبادېدای شي.

١》 د دوی لپاره اړینه ده چې د ادبي و پوهنیزو نښیرونه ( آثار) مطالعه کړي.
٢》 د لیکوالۍ پر مشق و تمرین پورې اړوند لارښوده سپارښتنې عملي کړي.
٣》 د خپلې خوښې کتابونو لوستل خپل تلپاتې عادت وګرځوي.
٤》 د بېلابېلو لیکوالو له لیکندود سره ځان بلد کړي.
٥》 تر ټولو اړینه دا چې په لیکنه کې د تېروتنې له ډار څخه ځان وژغوري او خپله د نیوکو د زغم وړتیا و روحیه لوړه کړي، ځکه چې د دغه فن بنسټ د زده کوونکي په ذاتي استعداد، لېوالتیا، ذوق و سلیقه او واندیز (تخیلي) ځواک پورې اړه لري او کولای شي د خپلې وړتیا په کارولو سره د لیکنې لپاره نوی اند و موضوع ومومي او بیا د هغې د افادې لپاره ښکلئ فورم و وړ انداز وکاروي.

د لیکوالۍ لپاره غوره ځانګړنې:

د لیکوالۍ لپاره تر ټولو لومړی پیاوړې، زړه راښکونکې، جذابې او روانې منځپانګې ته اړتیا لرو!
موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې د خپلو شاوخوا خلکو سره د اړیکو ټینګښت په پار له ویناییزو (شفاهي) اړیکو څخه ګټه پورته کوو. خبرې کوو، پوښتنې مطرح کوو او ځوابونه یې وړاندې کوو…
شاید دا هم پېښ شوي وي چې د یوې پېښې د څرنګتیا د بیانولو لپاره مو ډېر وخت کارولی وي؛ که د یو سایټ مشر یاستئ او د منځپانګې تولید کوئ، هرومرو به د یو متن د لیکلو د زیارونو سره به پېژندګلوي لرئ او پوهېږئ به چې د یوې جذابه او روانې منځپانګې لیکل کوم اسانه کار نه دی، خو د محدودیتونو سره سره اړ یو چې لیکوالۍ ته دوام ورکړو او په اغېزناکه توګه یې د مهارتونو په زده کړه کې زیار وګالو، ځکه چې د هغې پاکول د ټولو لاسوندونو (اسنادو)، مکتوبونو، رسنیو، کتابونو او تر هغې چې د دې لیکنې د حذف په مانا ده. نو ښه به وي چې په لیکوالۍ کې لاندینۍ ځانګړنې په پام کې ولرو:
١》 اندیز ارتوالی.
٢》 فکري خپلواکي.
٣》 هوډ و ژمنتیا.
٤》 ذوق و سپېڅلتیا.
٥》 غور و ځیرکتیا.
٦》 نوښت وسپېڅلتیا.
٧》 د وخت، حالت او چاپېریال پېژندنه.
٨》 د استدلال ځواک.

دا هم ولولئ:   د ویلیم شکسپېر ویناوې

د ښې لیکنې ځانګړنې:

څرنګه کولای شو د لیکوالۍ فن و مهارت زده کړو؟

د دې لپاره چې د لیکوالۍ د ډګر په مخکښ او اغېزناک لیکوال باندې بدل شو، باید له وییونو (کلیمو)، غونډلو (جملو) څخه د خپل اند و احساساتو د بیانولو لپاره په داسې بڼه چې موږ ته ځانګړې وي اوزاري ګټه پورته کړو.
ناول لیکونکي، شاعران، ادیبان، پېښلیکوال او وبلاګ لیکونکي د لویو لیکوالانو په توګه ټول ځانته بېل لیکندود یا سبک لري، نو اړتیا ده چې په لیکوالۍ کې ځانګړی لیکندود وپالو.
د ټکنالوجۍ او اړیکو د اوسني پېر په هکله له لیکوالۍ پرته انګېرل ناشوني دي، ځکه چې (IT) زموږ د ژوندانه د ډېرو چارو ګډ چورلیځ(محور) جوړووي. شاید دا درته پېښ شوي وي چې په ګړیو وخت مو د یوې لیکنې لپاره لګولی وي او په ډېر شوق مو هغه په خواله رسنیو کې خپره کړې وي، مګر وروسته له څو ورځو چې د لیکنې کتونکو ته مو نظر واچوئ نو وبه ګورئ چې تقریبا هېچا نه ده لوستې. د ستونزو و خنډونو غوره حللاره د تمرین دوام دی او همدارنګه له خپلو پخوانیو تېروتنو څخه د تجربې اخیستنه ده.
د اغېزناکې منځپانګې د لیکنې لپاره لاندینۍ لارښوونې اړینې دي چې باید په پام کې ونیول شي:
١》 د نویو اړتیاوو او غوښتنو په رڼا کې کښل شوي وي.
٢》 په لوستونکي کې مثبت فکر و مثبته روحیه وروزي.
٣》 لوستونکی د نویو پېښو و حالاتو په اړه پوه کړي او نړۍ لید ته یې پراخوالی ورکړي.
٤》 په ټولیزه توګه لیکنه باید داسې وي چې له خرافاتو مو راوګورځوي او د سمون و پرمخیون پر لور باندې مو سوق کړي.
۴》 د غونډلو (جملو) رواني او ساده والی باید مراعت شي.
٥》 باید د منطقي او ښه استدلال لرونکي وي.
٦》 منځپانګه یې باید ښه او ګټوره واوسي.
٧》 منځپانګه باید لنډه او واضېح وي.
٨》 له املایي تېروتنو باید پاکه وي.
٩》 لیکندود (سبک) او لیکدود (رسم الخط) یې باید معیاري وي.

دا هم ولولئ:   په سختو ورځو کې څنګه قوي و اوسو!؟

اخځلیکونه:(١. د ادبي څېړنو اصول او لارې، اوډنه او چاپ زیار: څېړنپوه ډاکټر سید محی الدین هاشمي|٢. زاهد پښتو_پښتو سیند، چاپ زیار: عبدالقیوم زاهد مشواڼی|٣. دانش فارسي_پښتو قاموس، لیکوال: انجنیر تېمورشاه یوسفزی|٤. د لیکوالۍ هنر، لیکوال څېړنپوه ډاکټر سید محی الدین هاشمي|٥. د محتوای قدرتمند، جذاب و خوانا بنویسیم تر سرلیک لاندې مقاله|٦. د ٤ ویژګي یک نویسنده خوب تر سر لیک لاندې مقاله.)

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*