د لوړې عاطفې لرونکو خلګو پنځلس ځانګړني

لیکنه: ستاره وېسا

علمي څیرې په دې باور دي چي عاطفي هوش یا عاطفي ځیرکتیا دیوې سالمي ټولني د رامنځته کولو لپاره اړین بلل کیږي. دوی وایې چيد لوړ عاطفي هوش درلودل په ټولنیزو اړیکو، کاري چاپیریال او نورو انساني اړیکو کي د بریالیتوب ضمانت کوي.

عاطفي هوش زموږ د اړیکو په څرنګوالي او ټولنیزو اړیکو کې د پیچلتیا په وړاندي زموږ د چلند په کړنلاري اغیز لري او په لوړه کچهعاطفي هوش درلودل ددې لامل ګرځي چي موږ دي کومي پریکړي نیسو هغه دي مثبتي پایلي ولري.

د لاندي ځانګړنو لرونکي د لوړ عاطفي هوش خاوندان بلل کیږي:

۱_ د لوړ عاطفي هوش لرونکي کسان کولی شي د خپلو احساساتو د بیانولو لپاره وړ او دقیق الفاظ وکاروي او کولی شي خپل احساساتکنټرول کړي.

۲_د خلګو په هکله بې تفاوته نه دي

د لوړې عاطفې خاوندان د خپلي شاوخوا خلګو په هکله پلټوونکي او کنجکاوه وي.

۳_ بدلون ته ښه راغلاست وایي

هغه څوک چی د عاطفي اړخ نه باهوشه دي انعطاف منونکي تغیر منونکي او تل د نوو شیانو په لټه کې وي.

۴_ خپل ځواکمن او کمزوري ټکي پیژني

له عاطفي لحاظه ځیرک انسانان یوازي د خپلو او دنورو د احساساتو په درک کولو کي وړتیا نلري بلکي هغوی په دې هم پوهیږي چي پهکومو کارونو کي وړتیا لري او په کومو کي ښه نه دي.

۵_ د خلګو په هکله د قضاوت وړتیا لري

د عاطفي هوش یوه لویه برخه د ټولنیزو اړیکو، ټولنیزو پیژندنو او د خلګو په پیژندلو پوري اړه لري. مانا دا چی تاسو دا وړتیا لرئ چي دشاوخوا کسانو شرایط درک کړئ او پوه شئ چي دوی له څه ډول شرایطو سره مخ دي.

دا هم ولولئ:   که ډېر ځورېږئ،له بې ځایه اړیکو تېر شئ: د بې ځایه او بې موخې اړیکو لس نښې / حکمت الله همت

۶_ نور کسان یې د ځوروني لامل نه کیږي

که تاسو د ځان په اړه څرګند انځور ولرئ او ځان مو په هر اړخیزه توګه پیژندلی وي او په دې پوه وئ چي په ژوند کي مو څه ډول اصولارزښت لري، نو باید داسي و اوسئ چي نور کسان ونشي کولی چي ستاسو په ژوند کې کار ولري، تاته مشکلات جوړ کړي او د غوسېاو سردردۍ لامل مو شي.

۷_ له تیروتنو تیریږي.

د لوړ عاطفي هوش در لودونکي خلګ له خپلو تیر وتنو واټن اخلي خو هیروي یې نه. دوی له خپلو تیروتنو پند اخلي او هڅه کوي څو بیا یېتکرار نکړي.

۸_ کینه پلټوونکي نه دي.

د لوړ عاطفي هوش خاوندان په هر ډول چي وي له دې کړني ځان ژغوري.

۹_ منفي کسانو ته ماتي ورکوي.

د لوړ عاطفي هوش خاوندان له منفي لید لرونکو خلګو سره خپلي اړیکي د احساساتو له لاري کنټرولوي.

دوی دا ډول خلګ درک کوي او نه پریږدي چي د غوسې او تشویش په وسیله د هغوی سوځوونکې اور تازه کړي.

۱۰_ نوښت زیږوونکي نه دي.

د عاطفي اړخ نه د لوړ هوش خاوندان  په هر څه کې د کمال یا نوښت په لټه کې نه دي.ځکه دوی پوهیږي چي دا ناشوونې ده.

۱۱_ د ټولنیزو او ارتباطي رسنیو سره لیږ وخت تیروي.

ټولنیزي رسنۍ ډیر نه کاروول او د مهالویش مطابق ګټه ترې اخستل د باهوشه عاطفي خلګو له ځانګړنو بلل کیږی. ځکه  دا مرسته در سرهکوي چي په ځان مو فشار را نه وړئ.

دا هم ولولئ:   ځان ته مو وګورئ له ځانه وپوښتئ؛ څه شي زما د پرمختګ مخه نیولې ده؟ / حسیب الرحمن ساحل

۱۲_ کم اضطراب زیږوونکي مواد (لکه قهوه) کاروي.

د لوړ عاطفي هوش لرونکي پوهیږي چي کافیئن ذهنی ستونزي را ولاړولی  شي ځکه کاروونه کنټرولوي

.

۱۳_ په کافي کچه خوب کوي.

خوب د عاطفي هوش په لوړولو او د فشار په کنټرول کې رغنده رول لري.

۱۴_ د منفي افکارو نه ځان ژغوري.

د لوړ عاطفي هوش خاوندان خپل افکار د واقیعتونو څخه بیلوي څو د منفي افکارو له اغیزي ځانونه وژغوري او خپله ټوله توجه مثبت لید تهواړوي.

۱۵_چاته اجازه نه ورکوي چي د خوښۍ مخه یې ونیسي.

کله چي ستاسو خوښي په نورو خلګو پوري اړه ولري نو نشئ کولی چي د خپلي بیړۍ چلوونکي شئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*