فیسبوک(Facebook) څنګه ګټور وکاروو؟ فضل م. څراغ

لیکنه:فضل م. څراغ

*- که مو کتابونه ليکلي وي خو چېرته نه ليدل کېږي، که هنرمند ياست خو چېرته مو اثار نه ليدل کېږي او يا هم که شاعر ياست، خو اثارمو دومره نه دي خپاره شوي او تر چا نه وي رسېدلي؛ کولی شئ چې فېسبوک وازمايئ.

په یقين سره چې فېسبوک ستاسو د اثارو دمشهورتيا لپاره په اوسني عصر کې ترټولو ښه وسيله ده. کولی شئ چې د خپلو اثارو د غوره بېلګو برخې د ورځې په اوږدو کې پوست ياخپرې کړئ.

*-  فېسبوک نه يواځې دا چې د ليکوالانو او اېډېټرانو لپاره يې په ټولنيزو رسنيو کې ځانګړی چاپېريال رامنځ ته کړی دی، بلکې هغه څوکچې غواړي له دې لارې یو عاید هم ولري، ممکنه ده.

*- په فېسبوک کې د د نوښتيزو، لنډو، زړه راښکونکو او تازه ليکنو هرکلی ډېر کېږي.

تاسو کولی شې د بازار موندنې په برخه کې، له دې لارې عايد هم ولرئ. ډېر داسې شرکتونه او ادارې شتون لري چې ستاسو غوندېکسانو ته اړتيا لري، ترڅو وشي کولی د ټولنيزو رسنيو له لارې د ننني عصر په چټک او ماهرانه رقابتي بازار کې تر چا کم نه وي.

که انګليسي مو ښه وي، نو بيا خو هېڅ ستونز نشته، يوازې يو کمپيوټر او قوي انټرنېټ ته اړتيا لرئ، په سلهاوو شرکتونه او ادارې دي،چې د داسې کسانو په لټه کې دي. ښايي لومړيو کې به څه ناڅه ستونزې وي، خو ورو ورو بيا خپله لاره مومئ.

*- په ټوېټر او فېسبوک کې د ليکنو د پوست کولو لپاره تر ټولو مناسب وخت د شپې د ۷ څخه تر ۹ بجو پورې دی، ځکه ډېری خلک د ورځېپه اوږدو کې په خپلو کارونو بوخت وي، کله چې يې کارونه ختم شي، نو هرو مرو د ماښام او د شپې لخوا ټولنيزو رسنيو ته سر ښکارهکوي.

دا هم ولولئ:   د یوټیوب چینل مدیرانو ته لومړنۍ سپارښتنې/ ضيأ حبیب

*-  دا خبره مه هېروئ او داسې هم مه انګېرئ، چې ستاسو پوستونه به څوک نه ګوري، هرڅوک ځان ته ځانګړي مينه وال لري.

هڅه وکړئ چې په سیاسي،ټولنيزو، رواني، ورزشي، هنري او نورو مهمو برخو کې ګټور خبرونه او مالومات ډېر خپاره کړئ، ځکه هره برخهځان ته مينوال لري.

*- پيغامونه بې ځوابه مه پرېږدئ، که د پيغامونو لپاره وخت نه لرئ، اقلا يو لنډ ځواب پرېږدئ، خو په هېڅ صورت څوک مه زړه ماتې کوئ.

د بېلګې په ډول، که تاسو د استادۍ سپېڅلې دنده پرمخ وړئ، نو هرو مرو به ستاسو زده کوونکي او مينوال ځيني پيغامونه درته پرېږدي،هڅه وکړئ چې مناسب ځوابونه ورته پرېږدئ، چې دا ستاسو په ټولنيز شخصيت ژور اغېز لري.

ځینې کارونه چې فیسبوک کې ترې ډډه وکړۍ!

یو ډول کړنې دی چې د هغه په کولو سره خپله میټا کمپنۍ هم اختاریه درکوی او بندیز سره دی مخ کوي.

خو ځنې نزاکتونه دی چې موږ یی باید په نظر کې ونیسو.

لکه:

1_ د انجونو په نوم اکونټ مه جوړوئ دا خو ښه کار نه دی.

2_ په خپل نوم اکونټ جوړ کړئ

چې فعاله ملګري پیداکړئ، ځینې اکونټو د پلار مرستیال، د مور مرستیال، ریس او کینګ داسې اکاونټونه څوک نه ملګری کوی.

3_ خپل پروفایل مه luck کوئ.

4_ چاته مو چې کمنټ کوه کمنټ کې ادب مراعت کړئ د توهین امیزو خبرو او تعصبي خبرو نه تېر شئ.

5_د مړي او یا د هغه ناروغ انځو مه خپروۍ چې خواشینې کونکې وي .

دا هم ولولئ:   د راتلونکو لسو کالونو لپاره د ټېکنالوژیک صنعت غوره مسلکونه/ قریب ارین

6_د چا کمنټ ته رپلی مه کوئ,

نه هغه ځای کې مو څه کار.

7_مسنجر کې چاته مسج مه لیږه بغیر له ضرورته.

8_چاته دې چې مسج وکه د سلام تر څنګ که کوم کار دې چی ورسره دی هغه ټول ورته ولیکه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*