د یوټیوب چینل مدیرانو ته لومړنۍ سپارښتنې/ ضيأ حبیب

لیکنه: ضيأ حبیب

د نړۍ له بیلا بیلو کلتورونو سره د نړیوالو لیوالتیا او د ګران هیواد زړه راښکونکي سیمې او دودونه ددې لامل شوی، چې ګڼ شمیر افغانځوانان د یوټیوب او نورو خواله رسنیو پرمټ مالومات په هیواد کې د ننه او بهر افغانانو او نړیوالو ته ورسوي؛ افغانستان د طبیعي اوتاریخي ځایونو او زړه راښکونکو دودونو په لرلو سره ګڼ شمیر موضوعات لري، چې د هیواد، سیمې او نړۍ په کچه کولای شي د خلکو پامځانته راوګرځوي، د دغو موضوعاتو په منعکسولو سره به له یوې خوا د خپل هیواد او کلتور ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې کړئ او لهبلې خوا پیسې وګټئ.

که د لرګي ماتولو له‌پاره شپیته دقیقې وخت لرئ، ۴۵ دقیقو کې تبر تیره کړئ، ۱۵ دقیقې د لرګې د ماتولو لپاره بسنه کوي.”

لومړنۍ اړتیاوې:

وسایل او له وسایلو څخه ګټنه: د وسایلو نوعیت او له هغو څخه د ګټنې وړتیا/پوهه د چینل له بریا سره نیغه اړیکه لري؛ په یاد ولرئ، چېمخاطبان د کره مالوماتو او ګټوره محتوا ترڅنګ د لوړ کیفیت ویډیوګانو په تمه دي.

دا هم مه‌هیروئ، چې د خواله رسنیو ډیری مشهورې څیرې په پیل کې له خپل ځیرک موبایلونو څخه ګټنه کوله؛ پلمې مه‌کوئ، پیل یې کړئ!

اراده، علاقه او سلیقه: که اراده لرئ نو هیڅ شی/څوک ستاسو د پرمختګ مخه نه‌شي نیولی، علاقه د سلیقې د پیاوړې کولو ضامنه ده،یعنې که علاقه لرئ نو سلیقه به مو له وخت سره ښه شي؛ که دواړه لرئ، بیا خو نعمت‌الله ده.

ګډ کار او ژمنتیا: ټیمي/ګډکار او د غړو ترمنځ ژمنتیا مو کار آسانه او کیفیت یې لوړوي او ژر مو خپلو ټاکلو موخو ته رسوي؛ یو قوي کاريمثلث جوړ کړئ او هر شخص ته د هغه د علاقې او وړتیا سره سم مسوولیتونه وسپارئ. شین چای او د چارباغ ځلوبۍ مو هیرې نه‌شي.

دا هم ولولئ:   هغه وخت چې هر څه مو هېر شي / اجمیر خان ترابي

د چینل لپاره موخه وټاکئ: موخه ټاکل یو شمیر پوښتنې پیدا کوي، همدا پوښتنې ځواب او عمل پرې وکړئ او موخه ترلاسه کړئ.

د چینل له پاره محتوا وټاکئ، یعنې دا په ډاګه کړئ، چې له چینل څخه مو موخه څه ده؟ په کومه برخه کې غواړئ فعالیت وکړئ او مخاطبانله تاسو څه غواړي؟

خپل مخاطبان وپیژنئ: ستاسو چینل چاته، څومره او ولې ارزښت لري؟

د مخاطبانو په پیژندلو کې عمر، جغرافیه، ارزښتونه او غوښتنې په پام کې ونیسئ.

برنډینګ: د چینل له‌پاره د نوم، لوګو، شعار، زیګنال (متحرک)، رنګونه او حتا د متن ځانګړی ډیزاین وټاکئ.

یاددښت: کوښښ وکړئ چې پورته موارد ثابت او پایښت ولري، ځکه همدا موارد ستاسو د چینل پیژند (تذکره) بللی شو.

په ټولوبرخو کې هنري او مسلکي ظرافتونو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، دا ډول ظرافتونو مو کار ته زړه‌راښکون او ښکلا بخښي او نه‌پاملرنهيې پر چینل بد اغیز ښیندي. په یاد ولرئ چې د دا وړ ظرافتونه د کارونې وړتیا د وخت په تیریدو سره لاپیاوړی کیږي.

مبارک شه!

لومړی پړاو مو بشپړ کړ اوس راځو د ویډیو تولید برخې ته

د چینل اصلي موخې ته په کتو د هرې ویډیو لپاره جلا طرحه جوړه کړئ:

یاددښت: دموضوع په ټاکنه کې دقت وکړئ.

د ویډیود جوړښت له‌پاره ځانګړی چوکاټ وټاکئ: ځانګړی چوکاټ ټاکل کار آسانه کوي او په منظم ډول د چارو د ترسره کولو لارښوونهدرته کوي او د نقشې په توګه د موخې په ترلاسه کولو کې له تاسو سره مرسته کوي.

د خام موادو راټولول: د نوي کارکوونکو له‌پاره دا چاره لږه سخته ده، خو د هرې ورځې په تیریدو او د هرې پروژې په بشپړولو سره تجربهترلاسه کوئ او ورځ تر بلې آسانه کیږی؛ کوښښ وکړئ چې بیلا بیل ویډیوګانې وګورئ، کوم چې ستاسو د چینل له موخې سره اړخ لګوي،د ښوو او جالبو شاټونو تکتیکونه زده او ستړي کوونکي او غیرمسلکي شاټونو یې په نښه او له کارولو یې ډډه وکړئ.

دا هم ولولئ:   د ټولنيزو او انټرنټي پاڼو استعمال څنګه محدود او کم کړو؟ / ارمان مهربان

ایډیټ/د خامو موادو ترتیب او سمون: لومړی د خپلو راټولو شوو موادو غورچاڼ وکړئ، غوره شاټونه په نښه او په جلا فولډر کې یې خونديکړئ.

سکرپټ یا متن ولیکئ: هغه مالومات لکه اعداد، ارقام نومونه او نور مالومات چې ویډیو یې نه شي رسولی په متن کې یې ځای کړئ او په یوآرامه فضا کې د مایکروفون یا د خپل ځیرک موبایل پر مټ ثبت او غږیز يې کړئ.

یاددښت: د هغه څه له ویلو ډډه وکړئ چې ویډیو یې مخاطبانو ته رسوي کوي، ځکه چې دا پر مخاطبانو بده اغیزه ښیندي او د ویډیو داوږدوالي لامل هم کیږي؛ که چیرې تاسې په یوه سړه سیمه کې یاست او واوره وریږې نو اړینه نه ده، چې تاسې ددې خبرې یادوونهوکړئ، ځکه دا هرڅه په ویډیو کې ښکاري.

ناسم: لکه څنګه چې وینئ مونږ همدا شیبه د بامیان ولایت په یوه غرئیزه سیمه کې یو او واوره وریږي.

سم: ورس د بامیان ولایت په سویل لویدیځه برخه کې یوه لرې پرته ولسوالۍ ده، چې دم‌ګړۍ د هوا کچه د سانتي‌ګرید منفي شل درجې دي.

د متن او شاټونو ترمنځ تسلسل رامنځته کړئ: له داسې شاټونو او خبرو یې پیل کړئ، چې په مخاطبانو کې د ویډیو د لیدلو انګیزه ژوندیوساتي، په منظم ډول یې موضوع ته دننه او تر پایه یې له ځان سره وساتئ.

یاددښت‌: هڅه وکړئ چې د ویډیوګانو لپاره په انګلیسي ژبه سب‌ټایټل وکاروئ.

د خپرولو پړاو: په مناسب وخت کې یې خپره کړئ او له نورو ټولنیزو رسنیو څخه ګټنه وکړئ، په پیل کې خپلې ویډیوګانې سپانسر کړئ، لږمصرف وکړئ او ډیرې وګټئ.

دا هم ولولئ:   تکنالوژي ژوند او پرمختګ دی _ حکمت الله همت

یاددښت: له فکري غلا څخه ځان وساتئ؛ فکري غلا ناوړه عمل او بدې پایلې لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*