د راتلونکو لسو کالونو لپاره د ټېکنالوژیک صنعت غوره مسلکونه/ قریب ارین

لیکنه:قریب آرین

ټوله نړۍ د معلوماتي ټېکنالوژۍ د صنعت د دوامداره بدلون او پرمختګ شاهده ده. پرمختللي هېوادونه لۀ مارکېټ سره سم، د خپلو وګړو دعیارولو لپاره لۀ هېڅ ډول هڅو درېغ نکوي. پۀ ټوله کې، دا چې خلک د مارکېټ لۀ سیالۍ وروسته پاتې نشي او پۀ ټېکنالوژیک صنعت کې ددندو لپاره وړ وګرځي؛ نو ځینې مهارتونه درلودل او د هغو مهارتونو لا لوړول اړین دي، کوم چې په روان او د راتلونکو لسو کالونو پۀ مودهکې به د نړۍ پۀ بدلون کې خپل رغنده رول ولوبوي. لۀ هغو ډلې ځینې تر بحث لاندې نیسو:

بلاکچین: د بلاکچېن ټېکنالوژي د پرمختللو ډېټابېسونو یو پرمختللی مېکانېزم دی، چې پۀ خوندي او شفافه بڼه د ډېټا د شریکولو وړتیالري. پۀ بلاکچېن کې معلومات پۀ مشخصو بلاکونو کې زېرمه وي او یاد بلاکونه پۀ زنځیري بڼه له یو بل سره تړل شوي وي او وصل وي. پۀراتلونکي کې د بلاکچېن متخصصینو ته، د ټېکنالوژیک صنعت پۀ برخه کې بې شمېره دندې انتظار کوي.

مجازي حقیقت یا Virtual Reality: لکه څرنګه مو چې مخکې د مجازي واقیعتونو پۀ هکله د مېټاورس پۀ موضوع کې تفصیلي بحثکړی وو، د راتلونکي لپاره پۀ دې برخه کې زده کړې او خپل مهارتونه لوړول کافي ضرور دي. د دې برخې ګڼې کمپنۍ د نویو پراختیاوو اوډیزاینونو پۀ پار ډېر شمېر نوي متخصصین جذبوي.

مصنوعي ځیرکتیا: پۀ دې برخه کۀ هرڅومره خبرې کېږي، بیا به هم کمې وي. پۀ راتلونکي کې لا ډېر د ډېټا تحلیلوونکي، د ډېټاساینسپوهان او د روباټونو د برخې مسلکي انجنیرانو ته اړتیا شته، څو یاده برخه لا ډېره غښتلې کړي.

دا هم ولولئ:   له ځان سره د خبرو کولو روغتيايي ګټې / ارمان مهربان

د ماشین زده کړه یا  Machine Learning: د راتلونکي لپاره یوه تر ټولو لوړو دندو څخه ماشین ته د زده کړې او د ماشین د ټرېنکولو دنده ده. دا د ماشین زده کړې انجنیرانو او مسلکي متخصصینو له لورې د نویو الګورېتمونو پۀ چلولو سره د ترسره کېدو وړ ده. پۀدې سره به لا ډېر هوښیار ډیجېټل سیسټمونه تولید کړل شي.

پاتې دې نۀ وي چې د پورته ذکر شوو تخنیکي وړتیاوو سربېره، د دندو پۀ موندلو کې د ځینو نرمو مهارتونو برخه هم د یادونې وړ ده:

ګډ کار یا  Teamwork: پورته یادې شوې دندې ټولې پۀ ټیم ورک او ګډ کار ترسره کېږي، هر کارمند ته بویه چې د ګډ کار انعطافولري.

مطابقت: ښکاره ده چې معلوماتي ټېکنالوژي پۀ ورځو څۀ، چې د ساعتونو پۀ ترڅ کې د اپډېټ وړ ګرځېدلی شي، نو ځکه باید د چارو دبدلون ظرفیت او د تطبیق وړتیا موجوده وي.

د ستونزو حل کول: د ستونزو د تحلیل وړتیا او نوښت کول د لوړ تدبیر او پیاوړي شخص ځانګړنه وي. پۀ دې برخې کار کول د مثبتوپایلو لارې هواروي.

1 Comment

  1. ستاسو هڅي زموږ ځوان نسل ته نوې روحیه ورکړي او وبه کولاي شي چې شه پلان سره د ټيکنالوژۍ له دې پرمختللي نړي سره ځان سيال کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*