نوی ژوند او نوی پیل/ رومیصه جیلاني

لیکونکې: رومیصه “جیلاني”

ژوند تل یو شان نه وي،لوړې او ژورې پکی شته، ژوند د هغه بېړۍ په شان ده چې هم طوفان پکې راځي او هم سکون پکې شته.

تر ډېره د انسان ژوند له ستونزو او کړاوونو ډک دی،مونږ ته پکار ده، چې پياوړي وو د ورځني ژوند او چاپېریال ستونزې باید ددې سببنشي چې مونږ له خپل ټاکل شوي هدف څخه شاته پاتې شو، مونږ باید له ستونزو سره داسې جګړه او هڅې وکړو لکه څنګه چې زمری دخپل ښکار لپاره جنګیږي.

انسان ته پکار ده: کله چې له ستونزو سره مخامخ کیږي باید تسلیم نشي، ستونزو ته تسلیم کېدل د بې همته انسانانو کار دئ، مونږ ټولباید د هرې ستونزې سره مقابله وکړو او د حل لاره ورته پیدا کړو؛ ځکه هره ستونزه د حل لاره لري، ژوند تل سم او یو رنګ نه وي

کېدای شي ځینې ستونزې تاسې مات کړي، خو دا ماتېدل باید ستاسې پای نه؛ بلکه د یو نوي ژوند پیل وي، پام کوئ چی هېڅکله د ژوندستونزو ته همت ونه بایلئ

کله مو که په ژوند کې ستونزه راغله یا مو ماتې ولیدله، نو هېڅکله نا هیلي کیږئ مه، ځکه چې دنیا په هیلو ولاړه ده او د الله معجزه هروخت او هر کله کېدای شي.

هېڅکله دا مه وايئ چې اوس ناوخته ده او یا دا کار نه کیږي، هر کله چي غواړئ یو نېک کار ته اقدام وکړئ یا غواړئ ژوند له سره پیل کړئنو ناوخته نده، تل هڅه وکړئ چې په ژوند کې مثبت تغییرات راولئ او خپل ځان پخپله ډېرو لوړو ځایونو ته ورسوئ.

دا هم ولولئ:   مثبت فکر وکړئ / جميل ځاځی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*