خوږ ملګری ښه ژوند/ عبدالبصیر مومند

لیکنه: عبدالبصیر مومند

ښه ملګرتیا او ښه ملګری د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه ده. د دین او دنیا په ټولو چارو کې د ملګري حیثیت د یوه محرک په څېر وي چېهم دې تر ټولو خلکو وړاندې کولی شي او هم دې وروسته پاتې کولی شي.

بې ملګري ژوند که هر چېرې وي مګر  نیمکړی، بې کیفه او بې  خونده وي.

ځکه یو ملګری د یو شخص لپاره د هغه پېژاند، د څنګ ښکلا او د ژوند یې مهم راز بلل کېږي.

که یو څوک ښه ملګری په ژوند کې ونه لري؛ نو دا په دې معنا چې دی په ځان کې نیمګړتیاوې لري او ژوند یې خورا نیمګړی وي.

که غواړې چې تل اتل او خپل ژوند ته لا ښکلا ورپه برخه کړې؛ نو راشه خپل ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړه!  چې د سترګو اوښکې دېپه خپلو لاسونو پاکې  او تر څنګ يې د آرامۍ احساس وکړي. راشه نن د یو ښه او ښایسته ملګري په لټه کې شه!

چې ستا د درد په لېدو ستا د خوشحالولو او خندولو لپاره په هر حال  تیار واوسي.

داسې یو ملګری  چې له ځان نه هم ډېر په تا او ستا په ملګرتیا باور ولري.

داسې ملګری چې د ګمراهۍ له تیارې دې را ایسار او د هدایت رڼاوو ته دې برابر کړي.

هو! ملګرتیا هنر ته اړتیا نه لري بلکي پاک زړه او باور ته اړتیا لري؛

خو ډیر خلک بیا پاک زړه او باور نه لري، نو هڅه وکړه تر څو ځان ته پاک زړی او یو ښه باوري شخص پېدا کړې.

دا هم ولولئ:   پۀ ځان باور که غرور؟ / عمران صمیم

ځکه ښه ملګری د هغې ملایکې په څېر ده، چې انسان د کامیابۍ تر آسمانونو رسوي. او دژوند موخو ته د رسېدلو لپاره یې د سمې لارېپه ښودلو کې د لارښود په څېر اوږه په اوږه او پل په پل قدم ږدي او د نړۍ ټوله سوکالي، خوشحالي او آرامي یې په لمنه کې ور آچوي.

هر څوک د ژوند ملګری مه جوړوه!  خو که ملګری دې ورته وویل، بیا به یې نو د چا په مخکې بد نه وایې! ځکه چې ملګرتیا دکتاب په څیر ده!

سوځیدل یې څو ثانیې مګر لیکل یې بیا  کلونه كلونه وخت نیسي.

هڅه وکړه تر څو خپل ښایسته ملګري ته په زړه کې ځای ورکړې؛ ځکه غوره ملګری لکه ملغلره داسې وي، له ملغلرې څخه که وړه ذره همماته شوه نو ټول ارزښت له لاسه ورکوي، چې ښایي ښې  پایلې  ونه لري.

له ملګرو پرته د انسان ژوند دومره تش او بې خونده وي لکه په یو ځای کې چې یواځې یو څو دېوالونه راچاپېر وي او په منځ کې یې هېڅ همنه وي او یا هم لکه بې مالګې مالګه دانۍ.

ځکه چې ملګری د ژوند خوشحالي او ښکلا ده، او په شتون یې انسان دومره تازه وي؛ لکه په وچه او شاړه دښته چې باران وشي او پههغه باندې تازه ګلان وغوړیږي.

هرانسان دخپل دوست او ملګري په دین او طریقه باندې وي؛ په دې وجه له یوچا سره ددوستۍ او ملګرتیا نه وړاندې ښه غور او فکر کولاړین دي، چې له چا سره باید دوستي او ملګرتيا وشي.

دا هم ولولئ:   اندېښنې به څنګه کموو؟ / میراحمد یاد

د ملګري او ملګرتیا په هکله څو خورې ملغلرې ـ

ـ ﻫﯧڅ ﯾﻮ ﻻﺭ ﺍﻭږﺩ ﻧﺪﻩ، ﮐﻪ ﯾﻮ ﻣﻠګﺮﯼ ﺩﯤ

ﻻﺭﯤ ﻣﻞ ﻭﻱ.

ﺟﺎﭘﺎﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮ

ـ ِښه ﺑﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺳړﯼ ﻣړ ﻭﻱ،

ﺗﺮ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺑﯥ ﻣﻠګﺮﻭ ﮊﻭﻧﺪ ﻭﮐړﻱ.

ﺳﻮﯾډﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮ

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﺍﻭ ﻣﯿﻨﻪ ﯾﻮﯤ ﺭيښې ﺩﻭ ﺑﻮټي ﺩﻱ ﺧﻮ ﻣﯿﻨﻪ ډﯾﺮ ګﻼﻥ ﻟﺮﻱ.

(ﻓﺮﯾﺪﺭﯾښ ګﺎﺗﻠﯿﺐ ﮐﻠﻮﭘﺸﺘﻮﮎ)

ـ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﻣﯿﻨﻪ , ﺗﻌﻘﻞ ﺳﺮﻩ، ﻧﻪ ﺟﺰﺑﺎﺗﻮ ﺳﺮ. (….)

ـ رېښتینې  ﻣﯿﻨﯥ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ډﯾﺮﯤ ﺑﯧﻠګې ﺷﺘﻪ، ﺧﻮ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ځینې. (…)

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﻟﻪ ډﯾﺮﻭ ﻭﯾﺎﻟﻮ بهېږي، ﺧﻮ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ﭘﺎﮐﻪ ﯾﯥ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻭﯾﺎﻟﻪ .

(ﺩﺍﻧﯿﻞ ﺩﯾﻔﻮ)

ـ ملګرتیا هغه چې له جدایي وروسته یې د درد احساس اختتام و نه مومي.

ـ ملگرتیا له مچۍ څخه مه زده کوه چی له یوه ګل څخه ولاړه شي او پر بل گل کښیني بلکی ملګرتیا له ماهي څخه زده کړه چې بې له اوبوشي؛  نو ژوند له لاسه ورکوي.

ته هم داسې شــه! له ځان څخه ماهی جوړ کړه!

او پای دا چې: ملګری باید د بدن هغه ټوټه وشمېرل شي چې بېلتون یې د ژوند هدف ته له رسېدو پاتې کوونکی وي.

ژوندون رنګین وي په ملګرو باندې

هېڅ کـــله هم نه کړې  خفه ملګري

چې راســـره کوي د حق ملـــګرتیا

له خـدایه غــواړمه هغه  ملــــګري

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*