د یوې غوره اونۍ د پیل لپاره څو اړینې لارښوونې

لیکنه:محمد ابراهيم رحیل

انسانان فطرتا داسې خلق شوي دي چې د ډېرو شيانو لرل خوښوي، مګر دا یې په ځان نه‌لورېږي چې یې د ترلاسه کولو لپاره ځانونهستړي کړي؛ تر ډېره همدا لامل یې د پرمختګ مخه نیسي او د ناکامۍ تر پولو یې رسوي، نو له دې مخې ویلی شو چې ډېری بریاليکسان هغوی دي چې په‌خپلو دا ډول منفي ځانګړنو برلاسي وي او په هره چاره کې په بشپړ چمتووالي او لېوالتیا سره عمل کوي؛ همدېاړتيا ته په کتو، په اونیز مهالوېش کې مو د ټاکلو چارو د لا ښه ترسره کولو لپاره دا اړینې لارښوونې په پام کې ونیسئ:

۱. یوه منظمه برنامه جوړه کړئ:

دا چاره د يادښت په کتابچه کې په ښه توګه ترسره کېدای شي. د راتلونکي اونۍ لومړيتوبونه مو یو په یو ولیکئ او له ترسره کولو وروستهیې په نښه کړئ، څو هېر مو نه‌شي چې څه مو ترسره کړي او څه پاتې دي.

۲. وختونه ځانګړي کړئ:

د هرې چارې د ترسره کولو لپاره (د دوام مودې په پام کې نیولو سره) ورته ځانګړي وختونه وټاکئ. دې سره به مو ځان دې ته چمتو کړیوي، څو هره چاره په ټاکلي وخت ترسره کړئ.

۳. آرامتیا او تفرېح ته مو بشپړه پاملرنه وکړئ:

د اړینو چارو د ترسره کولو ترڅنګ د آرامتیا، تفرېح او ملګرو سره د لیدو وختونه مو هم ځانګړي کړئ. دا چاره مو له بې‌انرژي اوبې‌حوصلې کېدو څخه لرې ساتي.

۴. مشوره وکړئ:

که شونی وي، د هر اړین کار د پیل لپاره د اړوندې برخې له یوه کارپوه سره مشوره وکړئ. دې سره به مو د وخت له ضايع کېدو او بې‌ځایهلګښتونو څخه مخنیوی کړی وي. د هغه کس په ټاکلو کې چې ترې مشوره غواړئ، ډېر پام وکړئ، ځکه چې هر څوک د مشورې وړ نه‌وي.

دا هم ولولئ:   هیله مندي ولي مهمه ده؟ / نایب خان

۵. عمل وکړئ:

ډېری خلک داسې عادت لري چې یوازې فکر کوي او غوره تګلارې ټاکي؛ همدا یې د ذهن شتمني وي چې ورته هېڅ ګټه نه‌رسوي. تر څوچې یې د پلي کولو هڅه و نه شي، تش خیالونه هېڅ مانا نه‌لري.

۶. مثبته انګېرنه ولرئ:

د ټاکلو چارو اړوند د مثبت او ځواکمن لید لرل، د يوې کاري اونۍ د پیل لپاره یو غوره لاره ده چې دې سره په ښه توګه مخ پر وړاندې تللیشئ.

۷. ځان منوني (خود خواه) مه اوسئ:

یواځې خپل ځان وړ او لوړ مه‌بولئ، نور خلک هم وستایئ او په ښادیو کې ورسره ګډ شئ. دا به نه‌یواځې دا چې مو د ګرانښت کچهلوړوي، بلکې د لا ډېرې هڅېدنې لامل هم ګرځي. ځینې وخت له نورو خلکو سره مرسته کول د ځاني بریا په پرتله هم خوندور وي.

۸. تېروتنې مو په سړه سینه واورئ:

کله چې په کومه چاره کې تېروتلئ، بې له کومې بهانې ویې منئ، آن که شوني وي، بښنه هم وغواړئ. تل په یاد ولرئ چې مونږ انسانان یواو شاید ځینې وخت په ناغوښتلي توګه تېروتنې وکړو.

۹. له بې‌ځایه بحثونو څخه ډډه وکړئ:

کله چې په کار ځای یا کور کې له کوم چا سره د کومې خبرې پر سر نښلئ، د شاته کېدو لپاره پښې سپکې کړئ. هر چا ته خپل دريځ سمښکاري، دا بحث به مو له ستړیا او ناغوښتلي پایلې څخه بل څه له ځانه سره و نه لري.

۱۰. له کلي مه وځئ:

په دې ټول ښه پوهېږو چې وسوسې له انسان سره مل وي. ځینې وخت دا وسوسې د دې لامل ګرځي چې انسان د یوه غیر عرفي یا غیرقانوني چارې ترسره کولو ته وهڅېږي، دا وسوسې مو باید یوه غیر قانوني شخصيت اوسېدو لوري ته و نه بیایي. که په دې توګه بریالي همشئ، مګر د نفس پر وړاندې به مو ماتې خوړلی وي.

دا هم ولولئ:   له دلیل پرته مو ځینې کسان بد راځي؛ خو ولې؟ بختیار پښتون

۱۱. له اللّٰه تعالی څخه مرسته وغواړئ:

په دې باور ولرئ چې اللّٰه تعالی مو دعاګانې قبلوي، شاید دا قبلېدنه زر و نه شي، مګر ډاډه اوسئ چې حتماً کېږي، ځکه یواځې هماغهستر ذات پوهېږي چې څه په کوم وخت کې مو په خیر تمامېږي. ارامښت مو هم له دې لارې ترلاسه کولای شئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*