کوچني ښیګڼښود کتاب چاپ شوو

کوچني ښېګڼښود کتاب له پیدایښت څخه تر دوه کلنۍ پورې د ماشوم پالنې روغتیایي لارښود اثر دی.
د کتاب لیکوال ډاکټر حضرت علي قمرزی، چې د ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د نوزېږیو او تي‌ خورو ماشومانو او د هغوی د میندو ځینې عامې ستونزې تشریح کړې دي. ده له دغو ستونزو سره د میندو پلرونو او د کورنیو د مشرانو ناسم چلن او د دغو ناسمو کړنو ناوړه پایلې هم په کتاب کې بیان کړې دي.
سربېره پر دې دغه کتاب د ډاکټرانو، قابله‌ګانو، نرسانو او فارمسیستانو لپاره هم داسې مهمې سپارښتنې لري چې په عملي کولو سره به یې د ماشومانو د ځینو روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي.
د کتاب ژبه کافي ساده ده او هر څوک پرې پوهېدلی شي. په آسانه ژبه د علمي مفاهمیو بیانول آسان کار نه دی خو ډاکټر قمرزي کړی دی. ده هڅه کړې ده چې نسبتاً پېچلي طبي مفاهیم هم ساده کړي او په داسې ژبه یې ولیکي چې د پوهېدا وړ وي.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / پنځلسمه برخه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*