د ژوند په اړه په دې ۸ خبرو حتمن پوه شئ / میراحمد یاد

میراحمد یاد

لومړی: دا ډېره پخوانۍ خبره ده چې څه کرې، هغه به رېبې، خو دا دغه پخوانۍ خبره له نوي وخت او حالاتو سره هم برابره ده، انسان د انسان آئینه ده، څه چې دې له بل سره وکړل تا سره کېږي او څه چې دې نن وکړل، پایله به یې حتمن یوه ورځ په همدې ډول وینوو.

دویم: د نورو په اړه قضاوت زموږ د خپل کرکټر اعتراف دی. یعنې که موږ د نورو په اړه قضاوت کوو، اصلاً پخپله اعتراف کوو چې زموږ کرکټر ضعیفه دی او ښایي موږ هم همدغه ځانګړنې ولرو. یو فېلسوف وایي زموږ په سترګو کې چې کوم رنګ وي، موږ په نړۍ کې هماغه رنګ ګورو.

درېیم: د هر انسان د ژوند سفر جلا دی. تنګ نظر دا دی چې موږ د نورو خلکو د ژوند سفر ته هېڅ پام ونه کړو او یوازې له خپلو سترګو نورو خلکو ته هم وګورو. کوم کار چې موږ کوو، ښایي نورو خلکو ته ښه نه وي او کوم کار چې نور خلک کوي، ښايي هغوی یې د کولو لپاره خپل دلایل ولري. له ټولو خلکو به یو ډول تمه نه کوو.

څلورم: مثبت فکر، مثبتې پایلې لري. داسې هېڅکله نه کېږي چې یو کس دې فکر منفي کوي او په تمه دې د مثبتو پایلو وي. همداسې مثبت فکر هم دی، که زموږ فکر مثبت وي، پایلې به یې حتمن مثبتې راځي او موږ چې څه کوو، مثبت اړخ به یې تر منفي ډېر زیات پراخه او پياوړی وي.

پنځم: انسان یوازې هله ناکامېږي چې هلې ځلې پرېږدي. انسان چې هلې ځلې کوي، معنی دا چې لا له کاره لوېدلی نه دی او خپله خواري کوي او څوک چې خواري کوي، هغه ناکام نه دی، بلکی لګیا دی د بریالیتوب هڅې کوي. هلې ځلې د ناکامۍ معنی نه ده.

دا هم ولولئ:   د انسان کرېکټر څنګه سازېږي؟ / ژباړه: میراحمد یاد

شپږم: نظریات ستاسې واقعیت نه تعریفوي. ډېر خلک به ډېر ښه نظریات لري، خو دا نظریات په دې معنی نه دي چې د ژوند واقعیت به هم همداسې وي. په دې معنی چې د خپلو نظریاتو او د ژوند واقعیتونو ترمنځ یوه مثبته اړیکه پيدا کول غواړي، بیا به مو د ژوند واقعیت نظریات تقویه کوي او نظریات به مو پر ژوند مثبت اغېز لري.

اووم: انسان خپل ژوند په خپلو معیارونو جوړوي. هېڅکله داسې نه کېږي چې د یوه کس خپل معیارونه دې ښکته وي، خو د ده ژوند دې لوړ شي. موږ چې د ځان لپاره څه ډول ژوند غواړو، هماغسې ژوند راته برابرېږي. که موږ د ژوند معیار ټيټ وي او پخپله ذهن کې دا منوو چې ټیټ ژوند دې کوو، د لوړ ژوند تمه باید له ذهنه وباسوو.

اتم: خواخوږي مو کمزوری کوي او استقامت درته لار درښيي. هېڅکله په ځان کې خواخوږۍ تنده مه پيدا کوئ. خواږي په دې معنی چې تاسې قرباني شوي یئ او د خلکو زړه درباندې سوځېږې. دا یاد ساتئ چې خلک هېڅکله په بریالیو خلکو زړه نه سېځي، بلکې په مظلومو او ناکامو خلکو یې سېځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*