د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / دیارلسمه برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

  • دا ډېر ښه دی. که د ګڼې ګوڼې په دې نړۍ کې انسان د آرامتیا وخت ومومي، نو ډېره ښه ده، درېیمه لاره هم ښودلای شئ؟

تادي مه کوه. تاسې ته به ښکاري نه، خو دا خبره مهمه ده، که خوښه دې وي، لږه به یې درته تشریح کړم.

لومړۍ خبره دا ده چې استراحت یوازې ګټوره آرامتیا نه ده. همدسې په څوکۍ کې پرېوتل او ټلویزیون لیدل هم کافي نه دي. تلویزیون ته کېناستل، هګۍ ماتول او شربت څښل هم خوندور دي، خو استراحت یوه بله معنا هم لري.

ډاکټر هربرټ بېنسن د هارورډ پوهنتون ارواپوه دی او په (آرام غبرګون) یې څېړنه کړې ده. ډاکټر پر دې پوه شوی چې مراقبه، یوګا او نور تمرینات چې په انسان کې آرامتیا پيدا کوي، د پام وړ اروایي اغېزې هم کوي. دغه طریقو کې باید څلور ټکي مراعت شي: آرام چاپېریال، ذهني عامل (لکه غږ یا کلیمه)، انفعالي باور او د عضلو د حرکاتو کمولو لپاره آرامه فضا.

که ځان آراموئ، نو په یوه آرام ځای کې کېنئ، سترګې پټې کړئ، پلې خوشې کړئ، له پښو پیل کړئ، سر ته ورسېږئ او همداسې ورو ورو خپلې پلې (عضلات) سست او خوشې کړئ. په پوزه ژورې ساه ګانې واخلئ او بېرته یې ورو خوشې کړئ. دا تمرین ۲۰ دقیقې وکړئ. د وخت لیدلو لپاره کله کله سترګې پرانیستی شئ، خو ساعت یا موبایل مه کوک کوئ. څو ورځې سر په سر د ورځې دوه ځله دا کار وکړئ. له ډوډۍ سمدستي وروسته دا تمرین مه کوئ. څو ورځې وروسته به پوه شئ چې د کار کولو وړتیا در کې ډېرېږي او هغه کارونو ته مو زړه کېږي چې پخوا مو له لاسه نه کېدل.

  • د ورځې خوب په اړه څه نظر لرئ؟

ډېر ښه دی، خو له بده مرغه د ورځې خوب په لویدیځو ټولنو په کلتور کې ځای نه دی موندلی. د غرمې خوب د منځنیو عمرونو او زړو خلکو لپاره ښه دی. که د غرمې حتی ۱۵ یا ۲۰ دقیقې خوب هم وشي، انرژي درکوي.

البته دا خوب هر چاته اړین نه دی. ځینې چې ویده شي، سست او بې حاله کې.ي. خو زیاتره بریاليو خلکو د ورځې د خوب عادت درلود. ځيني بریالي خلک په کې آلبرټ انشټاین، توماس اېډېسن، وینسټن چرچل، باک مینسټر فولر، جورج سي مارشل، النور روز وېلېټ، جان دي راک فېلر، مارګرېټ ټاچر او ټرومن، آیزنهاور، جان آف کېنېډي او جانسون یادولای شو. بیلي ګراهم به هم د نورو لویو ویناوالو او ویاندویانو په څېر، سلو زرو تنو او صحنې ته د وینا لپاره له تللو مخکې یو څو شېبې آرام کاوه. ډېر خوب ښه نه دی، یوازې لس پنځلس دقیقې بس دی.

کوم خلک چې لږ خوب کوي او  د ورځې یو څو دقیقې آرام کوي، یو په کې مشهور انځورګر سالوادور ډالي و. وایي دی به په څوکۍ آرام کېناست، لاسونه به یې لاندې ځوړند کړل، په لاس کې به یوه کاشوغه ونیوله کاشوغې لاندې به یې قاب کېښود. څنګه به چې خوب یووړ، کاشوغه به ترې په قاب پرېوته او دی به یې په غږ را ویښ شو. همدې لنډې شېبې آرام به ورته ډېره انرژي ورکوله. ما پخپله یوه ځل له ډالي دا پوښتنه وکړه او هغه راته وویل چې دا خبره رښتیا ده.

دا هم ولولئ:   څنګه خپل ذهن پیاوړی او هدفمند کړو؟ / فیضان الله نظر خیل

ډاکټر الټون اوکسنر مشهور جراح او د اوکسنر روغتون بنسټګر و، هغه راته وویل چې د ورځې لنډ خوب یې د ناپایه انرژۍ اصلي لامل دی. هغه پر دې باور و چې ماسپښین څوک دقیقې سر ایښودل، د شپې د دوو ساعتو د خوب هومره اغېز لري.

  • د کار پرځای خوب کول لټي ده.

که لنډ خوب مو تازه کوي، قوت درکوي او بیا ښه کار کولای شئ، نو دا لټي نه ده. البته دا خوب هم له کار د تښتېدو یوه وسیله کېدای شي. په دې خاطر درته وایم دا پرېکړه تاسې پخپله وکړئ چې خوب مو په ګټې دی که په زیان. زه وایم چې دا خوب یو ځل امتحان کړئ. ښایي تاسې د هغو بختورو په ډله کې یئ چې په څو دقیقې خوب د خپلې انرژۍ سرچینه او د قوت ذخیره زیاتولای شي. که له لټۍ سره مبارزه کوئ، نو داسې نه شي کېدی چې په عین وخت کې یې ترڅنګ له ستړیا سره هم مبارزه وکړئ، یوازې په یوه شرط کېږي چې ځان اړباسئ.

  • تاسې وویل چې د انرژۍ زیاتولو درې لارې دي، د ورزش او آرامتیا خبره مو وکړه، د درېیم په اړه هم څه ووایئ؟

غذايي پلان. دا لویه او پراخه موضوع ده. جزییاتو ته یې نه شو ورتللی. خو دومره درته وایم چې د ستړیا یو لامل د قند (خوږو) مصرف دی. موږ زیاتره له خپلو اړتیاوو پرته ډېر خواږه خورو.

  • خواږه قوت نه پيدا کوي؟

ډېر خلک داسې ګڼي چې پيدا کوي یې، خو دا خبره ناسمه ده یا لږ تر لږه داسې نه ده لکه دوی یې چې ګڼي. د شمېرو له مخې هر امریکایي په اونۍ کې څه کم یوه کیلو بوره خوري. تاسې وګورئ، زموږ په ډېرو خوراکونو کې بوره وي. که چېرې دې تصفیه شوې بورې یا خوږو انرژي تولیدولای، په امریکایانو کې به د لټۍ نښه هم نه وی.

البته دا هم ده چې که په وینه کې قند ټيټ شي، نو قوت کمېږي او په وینې کې د قند (ګلوکوز) د تأمین تر ټولو ښه لاره حساب شوی غذايي پلان دی. انسان چې کله خواږه ډېر وخوري او د بدن نظم خراب کړي، نو بدن د دې خوړل شویو خوږو د مقابلې لپاره انسولین تولیدوي او دا په بدن کې قند ټيټوي، ددې کار یو غبرګون ستړیا ده. پېچلی به ښکاري، خو دا حالت شته. البته ډېر خواږه خوړل ځينې نورې اغېزې هم لري. وزن ډېرېدل او د غاښونو بوسېدل بېلګې دي. خو په دې اړه بحث زموږ د کتاب موضوع نه ده.

  • یعنې تاسې دا وایئ چې ډېر خواږه خوړل د لټۍ لامل دی؟

نه، داسې نه وایم. زه وایم چې د نامناسب غذايي پلان او په نتیجه کې یې د ډېرو خوږو خوراک د ستړیا یو لامل دی. که تاسې ستړي یئ، یو خوا کار وي او بل خوا له کار پټېډل، نو تاسې ترې حتمن پټېږئ. په دې صورت کې ناسم خواړه د لټۍ لامل کېږي نه، خو زمینه ورته برابروي. او که چېرې دا خواړه عادت شي او تاسې په اوږدمهالې ستړیا اخته شئ، نو په ورځینو پلانونو کې له ستونزو او سختیو سره مخ کېږئ.

  • خبره مو سمه ښکاري. له ډېرو خوږو خوړلو ورهاخوا، د غذايي پلان نورې کومې برخې له ستړیا سره اړیکه لري؟
دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / پنځلسمه برخه

سهارنۍ (ناشته) مهمه ده. که سهارنۍ ونه کړئ یا یوه پیاله چای او ورسره یو کپ ډوډۍ ونه خورئ، همداسې کار پسې ووځئ، نو دا داسې ده لکه انسان چې په تش لاس جنګ ته روان وي. د سهار او غرمې ترمنځ هم میوه، کیک یا بل څه وخورئ. که چېرې سهارنۍ ښه وکړئ، نو د روغتیا ترڅنګ کار ته هم ځان ښه چمتو کوئ.

  • د قهوې (کافي) په اړه څه وایئ؟ دا خو هم ظاهراً د انسان انرژي زیاتوی.

هو هم او نه هم. کافین لنډمهال محرک پېژندل شوی دی، خو زیاتره خلک دې ته پام نه کوي چې په چایو، قهوې یا درملو کې له حده ډېر کافین اخیستل د ناآرامۍ، خوب خرابېدو او ستړیا لامل کېږي. ډاکټر هایمز او ډاکټر ټایسن، له اندازې ډېر کافین اخیستل د انرژۍ له منځه وړونکي بولي، دا په ډېرو خلکو کې شته او عادت شوی یې دی. ………………… که تاسې هم له حده ډېر کافین اخلئ، نو ښه دا ده چې ورو ورو یې را کم کړئ. ځينې خلک په چایو او قهوې ډېر عادت شوي وي، که په یو دم یې پرېږدي، ستونزې ورته پیدا کېږي.

دې ته پام کوئ چې د بدن اړینه باید له سمو او مناسبو خوړو ترلاسه شي. تازه میوې خوړل، ترکاري خوړل او ورزش کول ستاسې له روغتیا سره مرسته کوي. ستاسې انرژي له هغه څه سره ډېره اړیکه نه لري چې نیم ساعت مخکې مو خوړلي دي، مهمه دا ده چې تېرو شپږو میاشتو کې مو څه خوړلي دي.

  • تاسې وویل چې که کافین ډېر شي انرژي ختموي، په دې برخه کې بل بد عادت ښودلی شئ؟

هو، یو په کې سګرټ څکول دي. نېکوټین د بدن رګونه تنګوي او دا په دې معنی ده چې اعصابو ته لږه وینه رسېږي. وینه چې لږه شي اکسیجن کمېږي، اکسیجن چې لږ شي، کاربن مونوکساید زیاتېږي او که هغه ډېر شي، نو داسې حالت رامنځته کېږي چې د انرژۍ زېرمه ختمه شي.

له بده مرغه زموږ د دورې یوه ستونزه دا ده چې خلک په یوې ګولۍ خوړلو د نظم او هلو ځلو ځای ډکول غواړي، خو داسې ګولۍ نه جوړه شوې او نه به جوړه شي.

  • د ستړیا په اړه نورې خبرې هم لرئ؟

هو، د ستړیا په اړه بله مهمه موضوع د بدن ساتل دي. که مو خپل بدن روغ وساته دا مو له انرژۍ ساتلو او باورونو ښه کېدو سره مرسته کوي. که مو ملا کړوپه، سترګې پر ځمکه، زنه ښکته او ساه لنډه تنګه وي، نو نه به خوښۍ ته ورسیږئ او نه د کارونو پای ته.

  • دا خو هغه عادي خبرې دي چې موږ په ښوونځي کې لوستې دي.

هو، همداسې ده. تاسې یې زده کوئ او بېرته یې هېروئ. خپل چاپېریال ته وګورئ. په دفتر، کارځای او بل هر ځای کې وګورئ چې د خلکو ګرځېدل، ساه اخیستل او د بدن حالات یې سره څومره توپير لري. د ډېرو خلکو دې مهمې موضوع ته پام نه وي او پر دې نه پوهېږي چې د بدن حالت پر بدني او اروايي روغتیا څه اغېز لري.

  • اروایي عوامل مو یاد کړل. آیا دا رښتیا ده چې زموږ لیدلوري او احساسات کله کله په ستړیا کې تر فزیکي عواملو ډېره ونډه لري؟
دا هم ولولئ:   پوخ والی او بلوغ پراخ کړئ| ګلاب بهار

هو، همداسې ده. که یو ستړی او بې خونده کار همداسې پرلپسې کوئ، حتمن ستړي کېږئ. خصوصاً که احساسات مو را وپارېږي او د کار پر ځای، ددې کار له امله رامنځته شویو ستړیاو او خفګانونو ته وګورئ، نو حالت مو خرابېږي.

خو دغه کاذبه ستړیا هم په لټۍ او له کاره په پټېدو نه ختمېږي، ددې درملنه حرکت او فعال اوسېدل دی. د کار پر وخت ذهن له ستړیا لرې کېږي او د انرژۍ مسئله پخپله حل کېږي.

موږ ټول پوهېږو چې بهرنۍ پېښې هم ناڅاپه ستړیا ختمولای شي. تاسې به ستړي یئ، ستړي به ناست یئ، دې وخت کې به ټيلیفون زنګ ووهي، یو نابللی مېلمه به په لاره وي. ستاسې لیدو ته به راځي. تاسې هم خپلو جامو او ځان ته ارزښت ورکوئ. دستي له ځایه پاڅېږئ. ځان تیاروئ، جامې بدلوئ او ستړیا په یو دم هېروئ.

دا رښتیا دي چې ستړیا د حیرانتیا، سودايي توب، وېرې، غوسې او اټکل د احساساتو له امله یوه شېبه ختمېدی شي او ښيي چې حالت د قابو کېدو وړ دي. دا یوازې له ورځني کار یا دې پورې اړه نه لري چې د ورځې څه وخت دی، بلکې زموږ له باورونو، لیدلورو  او لیوالتیاو سره هم اړیکه لري او دا ثابتوي چې په لږ هوډ، پر خپلې ستړیا برلاسي کېدای شو.

  • ستاسې موخه لکه چې دا ده، که ستړی انسان داسې وګڼي چې ستړی نه یم، ستړیا یې ختمېږي؟

زه دا خبره په ښکاره نه کوم، خو موخه مې تقریباً همدا ده. البته که ووایو چې: (ستړیا پر ځان برلاسې کېدو ته نه پرېږدم)، دغه وینا مو له ستړیا نه خلاصوي. خو که ووایو چې: (هو ستړی یم او وایم چې له ستړیا سره به هم کار کوم)، نو دا ښايي ښه پایله ولري. وروسته چې کار کې ډوبېږئ او له ستړیا سره بیا هم ښه په قوي هوډ کار پيلوئ، نو پوهېږئ چې د انرژۍ زېرمې مو درلودې، خو پام مو ورته نه و.

  • یعنې تاسې دا ووایئ چې که ستړي یو او بیا هم کار ته دوام ورکوو، نو نوې انرژي را کې پيدا کېږي؟

هو همداسې ده. ویلیم جیمز په دې اړه وایي:

(که د اړتیا له مخې یوه کار ته مجبور شو، جالبه پېښه کېږي. ستړیا لومړی ډېرېږي، خو یو وخت بیا ناڅاپه ختمېږي او حالت مو تر پخوا ښه کېږي. لکه د انرژۍ تازه سرچینه مو چې موندلې وي. آرامتیا احساسوو. قوت احساسوو. په ځان کې هغه انرژي مومو چې مخکې ترې خبر نه وو، ځکه موږ د یوه عادت له مخې، د ستړیا له خنډه نه اوړو.)

نو ستړیا ته زر مه تسلیمېږئ. د کتاب د دې څپرکي سپارښتنو ته په کتو لومړی ستړیا تحلیل کړئ او که مو پایله ترلاسه نه کړه، نو کار ته هومره دوام ورکړئ چې ناڅاپه درته د انرژۍ نوې دریڅه خلاصه شي او بدن ته مو انرژي در روانه شي.

او که ستړیا ستاسې رښتینې ستونزه وي، د ویلیم جېمز دې بلې وینا ته وګورئ: (هېڅ کار د کارونو تر نیمګړو پرېښودو، ستړی کوونکی نه دی.)

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*