آیا ځوان پوهیږي چې دوی ته ولې د ټولنې د ملا تیر ویل شوي/ کېږي؟
ځوان ته ځکه د ټولنې د ملا تیر ویل کېږي چې د یوې ټولنې په آصلاح او پرمختګ کې مهم/رغنده رول لري، همدا ځوان کولای شي چې ټولنه له ناوړه کړنو او د بحران له کړکېچه وژغوري او سمې لارې ته یې رهبري/برابر کړي.
د اسلام مبارک دین هم ځوانانو ته ځانګړی مقام ورکړی دی. او د دعوت لومړی مخاطبان یې همدا ځوانان په ګوته کړي دي، چې په قرانکریم او مبارکو احادیثو کې هم په کراتو کراتو د ځوانانو یادونه شوې ده او د ځوانانو آهمیت یې ښکاره کړی دی. د ځوان نسل په سالمه تربیه او روزنه یې ټینګار کړی دی چې مسؤله او سالمه ټولنه منځته راشي.
خو په اوس وخت کې زما په شمول ډېری ځوانان په اصل کې خپل مسؤلیت نه پېژني، چې مسؤلیت څه ته وایي؟
په اوسنۍ ټولنه کې د ځوانان مسؤلیت د دوي په نظر وخوره، وڅکه، ږیره کې سټایل جوړ کړه، وېښتانو کې سټایل جوړ کړه چې د انجونو نظرونه ځانته جلب کړو؛ او بل آخره له یوې انجلۍ سره رابطه جوړول خبرې/مسج کول او له دې سره واده کول دي که دا زما په نصیب نه شي نور نو ژوند هېڅ مانا نه لري؛ څومره عجب فکر لري څومره عجبه ځوان دی، ولې درس نه وایې؟ ولا زه خو مې مینې/انجلۍ پرېښودم په درس څه کوم پرې چې خپلو غمونو کې همداسې ورک/ ډوب ښه یم، بس په همدې فکر کې دي چې دا زما مسؤلیت دی نور څه زما په غاړه نه دي. آیا ډېر خچن/خراب فکر نه لرو؟ که ځواب مو هو وي نو ولې خپل مسؤلیت په سمه توګه نه پېژنو؟ ولې خپل مسؤلیت په پوره آیماندارۍ نه تر سره کوو؟
موږ خپل ډېر وخت فېسبوک(مخ کتاب) ته ورکوو، چې موږ یې هم ذهناً ژوبل کړي یو؛ که د دې نیمایي وخت مو کتاب لوستلو ته ورکړ یو څه مسؤلیت به مو ادا کړی وي. خو موږ دسې نه کوو بلعکس لمونځ او مطالعې کولو ته بېخي وخت نه لرو.
که فکر وکړئ په ډېری کفري هېوادونو(چین، جاپان، شمالي کوریا،…) کې د عادي خلکو لپاره بېخي فېسبوک، انسټېګرام، ټوېټر… ته آجازه نشته چې آستعمال یې کړي؛ ځکه هغوی نه غواړي چې ځوانان یې خپل مسؤلیت شاته وغورځوي، او خپل وخت پر دې عبثیاتو ضایع کړي.
که موږ خپل مسؤلیت په پوره مانا سره وپېژنده او ځان مو مسؤل وګڼه، څه فکر کوئ د ټولنې د یوې برخې د رغون لپاره به مو کار نه وي کړی؟ دلته بیا په پوره ډاډ سره ویلی شو چې کار مو کړی دی.
ځوانانو ته ځکه د ټولنې د ملا تیر ویل کېږي چې دوي پُر انرژي دي د سالم فکر خاوندان دي او ټولنه سمه رهبري کولی شي، خو دا کار هغه وخت کولی شو چې درس ووایو او خپل مسؤلیت وپېژنو، د ښو او بدو ترمنځ تفکیک وکولی شو، مثبت فکر ولرو، مثبت فکر لرل نیمه کامیابي ده.
ځوانان راتلونکي رهبران دي، دوی مکلف دي چې د خپلې آیندې او هېواد لپاره له هرې سالمې لارې کار واخلي تر څو یو باثباته او پرمخ ودې هېواد جوړ کړو.