هغه ماشوم ته ليک چې هېڅکله ونه زېږېد!!

⁦✍️⁩ ارمان مهربان

نوموړی ناول د يوې ايټالوۍ لیکوالې او ژورناليستې لخوا ليکل شوی او تازه پښتو ته “شبانه دوران”ترجمه کړی دی. ناول ډېر روان نثر لري او محتوا يې ټوله د مور او ماشوم په اړه ده. مور خپل ماشوم ته چې هېڅ نړۍ ته نه دی راغلی ددې نړۍ سختی او ښېګڼې، ښه او بد ټول بيانوي. د حمل اخيستو په لومړيو کې مور له يو شمېر انديښنو سره مل وي، او تل داسې فکر کوي چې فقط مور کيدل یوازې ماشوم دنیا ته راوړل نه دي، بلکې ماشوم ته د ژوند د اسانتياوو برابرول، او نور سهولتونه رامنځته کول دي.؟ له يو طرفه په جنين کې ماشوم غټيدل، او له بلې خوا د هغو انديښنو ډېرېدل چې مور يې له زړه‌نازړه‌توب سره مخ کړې ده، دا ټول هغه څه دې چې مور ځان اړ کوې چې جنين له منځه يوسي. خو بالاخره د مور او بچي احساس برلاسی کېږې او مور د حمل د‌ له منځه وړلو څخه لاس اخلي.
مور په ګيډه کې خپل ماشوم ته ددې دنيا د خلکو د ښو او بدو په اړه خبرې کوي. لومړيو کې چې کله خپل خاوند ته د اوميدوارۍ په اړه ووايې، خاوند يې د جنين د سقطولو خواهیش ورڅخه کوي خو ميرمنه يې ورسره نه منې. وخت په وخت مور ډاکټر ته ورځي او د ماشوم په اړه معاينات ترسره کوي. مور خپل زړه هغه عکس ته چې ډاکټر يې د تلويزوني معايناتو په راپور کې ورکړئ تشوې. يوه ورځ چې مور ډاکټر ته ځي او هلته د نرس او ډاکټر له بد چلنده متاثره کېږې، خپل ماشوم ته وايې:پام! کله چې نړۍ ته راشې، دغه ډول بد چلند او خويونه خپل نه کړې.! هغه وخت چې کله مور دا حس کړې وه چې زه اميدواره شوې يم،خپل مور او پلار يې په دې اړه خبر کړې وو. فقط د دوی غبرګون ښودلو ته په تمه وه. خو هر څه د هغې د فکر خلاف روان وو، يوه ورځ يې د کور دروازه وټکيده ګورې چې ډاک واله دی په لاس کې ورسره يوه ډالۍ ده. ډالۍ يې خلاصه کړه يو جوړ د ماشوم بوټان او يو ليک چې د پلار لخوا ورته رالېږل شوی وو په ډالۍ کې ايښودل شوی وو، ليک يې ورته په ښايسته او ميناناکو تورو رنګين کړی دی. کله چې مور د خپل پلار او مور غبرګون وينې، دا ټول هر څه په نيک پال نيسې. د مور او ماشوم داستان تېرېږي، ځينې برخې يې خواشينونکي او ځينې يې خوښونکي دي. خو په پای کې مخکې له دې چې ماشوم نړۍ ته راشې، او ددې نړۍ د ښېګڼو، بدګڼو، عدالتیو او بې عدالتیو ننداره وکړې د مور په ګيډه کې ددې خبرو تر اغېز لاندې کېږې او په ګيډه کې مړ کېږې. مور يې چې ډېر تکلیفونه ګاللي، او د ډېرو ستونزو سره مخ شوي وه. د خاوند،محکمې ډاکټر او نورو روغتيايي کارکوونکو لخوا په دې تور زندانې کېږې چې ګوا کې ماشوم يې پخپله وژلی دی. ناول ډېر په زړه پورې او روان دی. پخپله يې ولولئ او له دې ډېر زيات څه پکې مطالعه او په ټوله کې د ښځو پر مقام،حقونو او د ډېرو نورو مسايلو په اړه ژور فکر وکړئ.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / یوولسمه برخه

1 Comment

  1. سلامونه او احترامات زه دې یوه ورځ سپین غر هوټل کې د دولس میاشتی دولس کتابونو لمانغونډې ته راغلی وم
    داسی کتابونه راته په ګوته کړی تر څو مطالعه یې کړم او معلومات مې زیات شی
    په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*